Skip to main content

تحليل ها و پيام ها

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > تحليل ها و پيام ها  

نظریات شما درمورد مطلب آتی:
  کرزی او مرستیالان يي، افغانان په جنګ اچوي!    نویسنده:  سرلوڅ مرادزی

 
اسم: داکتر سید خلیل الله هاشمیان   محل سکونت: لاس انجلس    تاریخ: 18.10.2012

به تائید اعــلامـیـه مرکــز همآهنگی جامعه مــدنــی
و تقاضاهای محصلین پوهنځی تعلیم وتربیه پوهنتون کابل

از روزی که پوهنتون کابل در عهد سلطنت اعلیحضرت مرحوم محمد ظاهر شاه افتتاح گردید، فقط رئیس پوهنتون از طرف دولت مقرر می شد، ولی سلطنت و حکومت هر دو در امور علمی پوهنتون مداخله نمی کردند، بلکه شورای پوهنتون خودش پیرامون امور علمی تصمیم می گرفت و دولت آنرا همیشه می پذیرفت. زمانی رسید که رئیس پوهنتون از طریق انتخابات آزاد توسط استادان پوهنتون انتخاب می شد و شورای علمی پوهنتون درین دوره قدرت بیشتر کسب کرده بود. در دورۀ جمهوریت محمد داود خان، رئیس پوهنتون بار دیگر توسط دولت مقرر شد، اما در امور علمی پوهنتون مداخله و اعمال نفوذ صورت نگرفت.

در دورۀ کمونیستی که کمونیست های افغان ناموس ملت را در بدل ایدیالوژی ضد اسلامی فروخته بودند، شوروی ها در امورعلمی پوهنتون مداخله کردند، علاوه برآنکه رئیس پوهنتون و روسای پوهنځی ها از جملۀ خلقی ها و پرچمی ها از استادان بسیار پایان رتبه مقرر شدند، شوروی ها و کمونست ها یکعده محصلان و استادان مسلمان را شهید ساختند، استادان تحصیل یافتۀ کشورهای غربی را تاپۀ (ایجنت های امپریالیزم) زده، برطرف، توقیف و شکنجه کردند، مشاورین شووری در شورای پوهنتون و در مجالس استادان پوهنځی ها اشتراک و به طرفداری از نظام تحمیل شده اظهار نظر می کردند، پوهنځی تعلیم و تربیه را مرکز تبلیغات امریکایی دانسته لغو نمودند، نصاب درسی پوهنځی ها را تغییر می دادند و یا مضامین جدید را شامل می ساختند، مثلا در دپارتمنت های زبان و ادبیات دری، پشتو، انگلیسی، فرانسوی، عربی و غیره، مضمون (دیالکتیک) را شامل ساختند که آنرا یک نفر روسی تدریس می کرد – دو نفر جوان بچۀ روسی را بحیث استاد زبان انگلیسی مقرر کردند که برابر با محصل صنف سوم دپارتمنت انگلیسی سویه نداشتند، من به رئیس پوهنتون خلقی، شاغلی جلیلی، گفتم که دو نفر روس مذکور لیاقت و شایستگی تدریس را ندارند، او دوستانه سفارش کرد که امر مقامات بالاست، بگذارید تدریس کنند.
. . . . .

این مقالۀ مهم و جالب را بصورت مکمل می توانید با کلیک بر لینک آتی و یا با کاپی لینگ و بردن آن به بروزر تان مطالعه فرمائید.


http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/hadhemiyan_s_k_taid_elamiyae_markaz_hamahangi.pdf


اسم: عارف امید    محل سکونت: کابل    تاریخ: 17.10.2012

د خلکو او تاریخ د سپکاوی کال

روان کال د افغانستان په تاریخ کې د اوسنی واکمنۍ له لوري دداسې پریکړو کال دۍ چې هغو ته د افغانستان د خلکو او تاریخ د سپکاوي کال ویلای شو. که څه هم په وروستیو کلونو کې د حکومت لخوا د دا سو پریکړو شاهدان وو چې نوموړې پریکړې د خلکو او تاریخ سپکاوی و خو په روان کال کې د سپکاو یو دالړۍ خورا پیاوړې شوې ده.
څه موده مخکې د بلخ والي په مزارشریف کې د ابومسلم خراساني واټ د ایراني جاسوسانو په نامه چې د دپلوماتانو په نامه په مزارشریف کې د شمال دا د شر او فساد تلوالې سره اوږه په اوږه د افغانستان د خلکو د ځپلو انډیوالې کوله و نوماوه کوم چې د طالبانو په واسطه ووژل شول.
ددې جاسوسانو په نامه د یوه واټ نومول که له یوې خوا په افغانستان کې د ایران د بیساره نفوذ او اغیز څرګندوی دۍ. له بله د دو ترخو واقعیتونو ښکارندوی هم دۍ. یو داچې افغانستان د داسې غوره شخصیتونو او ملي څیرونه بې برخې دۍ چې پرهغوی وویاړل شي البته داسې څیرې لږ نه دي بلکې د دې هیواد تاریخ د اتلوالیو تاریخ دۍ چې بیله شکه دا اتلوالۍ ددې خاورې درښتینو بچیانو که نارینه دي یا ښځې له نومونو او سرشندنو سره تړاو لری. بل داچې د هیواد هر چارواکی او ځواکمن دا واک لري چې د خپلې خوښې سره سم داسې پریکړې وکړي چې د ولس د ارادې او غوښتنو خلاف وي او په څرګند ډول پردی پالنه پکې لیدل کیږي. ځکه چې د بلخ د والي له لوري دا پریکړه د پارلمان د دواړو مجلسونو لخوا وغندل شوه.
ددې سپکاوي خبره لا د هیواد په سیاسي کړیو کې د بحث موضوع وه چې ولسمشر حامد کرزي بله داسې حیراونونکې پریکړه وکړه چې د زلزلې په شان یې هیواد ولړزاوه او هغه دا چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون یې د بحران الدین رباني په نامه ونوماوه چې تر اوسه پورې ددې پوهنتون د محصلینو د اعتراض او مخالفت له امله ددې پوهنیزې مؤسسې دړې تړلې دي او پدې مؤسسه کې ښوونه په ټپه ولاړه ده. خو حکومت پدې اړه بې تفاوته پاتې دۍ او خپله پریکړه بیرته نه اخلي که څه هم ولسمشر د محصلینو د استازو سره په ناسته کې دا ډول پریکړه خپله تیروتنه ګڼلې وه. ددې سپکاوي په وړاندې د کابل د څلورو پوهنتونونو، د هیواد د نورو پوهنیزو مؤسسو او مدنې ټولنې د اعتراضونو سره سره لیدل کیږي چې حکومت چمتو ندۍ د هیواد د پوهنیزو سترو بنسټونو او مدني ټولنو غوښتنو او ارادې ته لبیک ووایي. د واکمنۍ دا ډول دریځ او بې تفاوتي ښيي چې دا ډول پریکړې د ننۍ واکمنۍ د پالیسیو په چوکاټ کې یو منل شوې کړنلاره ده چې د ولس او تاریخ سپکاوی ته یې مټې رانغښتې دي او هغه په خپل قوت سره پلې کوي. دا ځکه چې په همدې اونۍ کې د ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي په بامیانو کې د یوه روغتون د جوړولو پریکړه وکړه چې هغه به د ایران د اسلامي انقلاب د مشرخمیني په نامه ونومول شي. که چیرې پورتنیو پریکړو ته ځیر شو دا د ملي اساساتو د پلورلو، پردی پالنې، د جنایت کارانو او ملي ضد څیرو د درناوي پرته بل څه ندي. که دا بهیر همدا ډول ادامه پیدا کړي او د هغو مخه ونه نیول شي و به وینو چې په نږدې راتلونکې کې به د هیواد د نورو بنسټونو او حتي ښارونو او ولایتونو نومونه د خامنه يي، احمدي نژاد، خاتمي، ضیاء الحق، اختر عبدالرحمن، نوازشریف، ترکی فیصل، تروتسکوی، کریموف، رحمانوف، کلکانې، ګوډ ملا، سامي، ګیلم جم، پناه، ګډا او دې ته ورته څیرو په نامه واوړي کومو چې هیواد ته یې مرګ او ژوبله، ترهګري او ورانکاري، ملي نفاق او بیساره بدمرغۍ ډالی کړي دي. د خمیني، رباني او ایراني جاسوسانو کړووړو او کاررواییو ته په کتو سره د حکومت له لورې دا معقوله او پر ځای پریکړه وه چې دهغوی په نامه د هیواد کوم زندان، مسلخ او ژوبڼ ( باغ وحش ) نومولی شوی وی ځکه چې دهغوی د نومونو سره جنایت او وژنه، مرګ اووینه، وحشت او بربریت تړاو لري.
خدای دې موږ د نورو سپکاویو نه وژغوری.


اسم: محمدنعيم كاكړ   محل سکونت: افغانستان    تاریخ: 16.10.2012

چى كله مى دا اواريدل چى په سوات كښې يوه ماشومه چى د خپلو ملګرو سره د ښوونځي څخه بيرته خپل كور ته راروانه وه چى ناولده وسله والو كسانو د دوى ګاډى ودرول او دا پوښتنه ځنيى وكړه چى په تاسو كښې ملالۍ يوسفزئى څوك ده چى كله چا نوم نه ورښوى نو بيا په ملالۍ باندى او د دوى په ملګرو باندى ډزى وكړى. ځه نه پوهيږى چى دا ماشومه باندى ولى بريد وكړى دا څنګه مسلمانان دى چى دوى نه ماشومانه پرهيږى او نه ئى زده كونكى والا پرهيږدى.


ملالۍ يوسفزئى څه قصور وو هغه دا وو چى دوى ولى زده كه كوى او دوى ولى نورو انجونو ته وائى چى زده كه كول د دوى دپاره ډېر زيات ضرورى دى او دوى ژوند دپاره تعليم ډېر زيات ضرورى دى. او بلى خواته ددې بريد پړاو يو داسى تنظيم په غاړى اخلى چى ځه د دوى نوم اخيستلو پحقله يو ځل سوچ كول غواړم چى دا څنګه طالبان دى چى دوى نن د انجونو تعليم په ضد دى.

ملالۍ يوسفزئى نه يواځى پښتنو بلكه د ټولو نړۍ دپاره يو داسى علم رڼا ده چى ددې رڼا څخه به ټوله نړۍ ماشومان ګټه ځينى ترلاسه كوى. دوى په انجونو باندى ږغ كړى دى چى هغه دى هم زده كه وكړى. دوى دا شان جرات چى كله څوك ووينى نو هغه ذهين به حيران شى چى الله پاك(ج) دا كوچنى انجى ته دوى لږ عمر كښې څونى همت، هوشيارى او دماغ وركړى دى. چى په دا عمر كښې ئى د خپل ملك او ولس د ګټى خبرى كوى.

ملالۍ يوسفزئى جرات او بيدارى ته چى موږ وګورو نو ځموږ پښتون ټولنه كښې ډير كم دا شان ماشومان مخامخ كيږى چى هغه په دونى كوچنى عمر كښې دا شان د تعليم د پرمختيا او ماشومانو ته زده كه وركولو باندى زور وركوى چى ماشومانو ته تعليم وركول ډير زيات ضرورى دى. كه موږ په ټولنه كښې ملالۍ په شان داسى نور ملالۍ پيدا شى يا بيا د دوى په لارى روانى شى نو هغه به په ټوله نړۍ كښې د ملك او ولس نوم پورته كړى. ملالۍ يوسفزئى په شان انجونۍ په پيړي كښې يو ځل پيدا كيږى. او دا شان د علم رڼا خو بيا ډير كمه پيدا كيږى. دوى د كوم بيدارى سره كوم پيغام څنګه نورو ماشومانو او انجونو ته رسولى دى هغه د هر چا د وس كار نه دى. دوى د ځان فكر كولو باوجوده تعليم وركولو باندى زور وكړى دى. او نن هغه به هغه حالت كښې ده چى موږ ټولو ته پكار دي چى ددې دپاره دعاګانې وكړو.

ځه د الله پاك(ج) څخه دا دعا كوم چى الله پاك(ج) دى ملالۍ يوسفزئى ته دى ورغتيا وكړى او دوى چى كوم نيكى ارادې كړى دى په هغه كښې دى بريالى كړى. چى په ټوله نړۍ كښې خپل او د قوم نوم پورته كړى. (آمين)


اسم: پوهاند دوکتور م.ا. زيار   محل سکونت: اکسفورډ    تاریخ: 16.10.2012

کله يو نيم نوم، ستاينوم(لقب) اوان لنډنوم (تخلص) خپل نومولی دېته راڅکوي چې خپلې کړنې او ارمانونه د هماغه نامه له جاج و مانا سره سم و سهي کاندې. خبره پر ((يوسفزۍ ملاله)) ده چې څنگه يې له تاند تنکي منگه د ((ميوندۍ ملالې)) لار پسې اخېستې او د بلهارۍ تر بريده يې رارسولې ده.
هرو مرو به يې له زوکړې سره چا((رښتيني مسلمان پښتانه)) ملا له اذان سره يو ځای دغه ښکلی نوم ((ملاله)) په غوږ کې ور پوکړی او د ښوونځي له منگ سره موروپلار هم د ميوندۍ اتلې کيسه ور اورولې وه.

سيستانۍ ملالۍ جويا، شينوارې ملالۍ ،. بشير ملالۍ... او تر يوسفزۍ دې درې کاله وړاندې همدې يوه ټوپک ويشتلې شهيده اڅکزۍ ملالۍ هم همداسې درواخله، خو پروړاندې به يې له مغولي نومونو (ماهرخ،لاله رخ،گلرخ، نورجهان، جهان ارا، در شهوار، زېب النسأ...) نوموليو څخه دکومې ننگيالۍ جنگيالۍ څرک په اسانه ولگولای شو!
دا څه هېښنده نه ده چې پاسنۍ کمپېښه لنډۍ د ميوندۍ ملالې د هغې تر څنگ د يوسفزو په يوه لرې پرته سيمه(وچ خوړ) کې لاسته راغلې ده. همدا خبره ده چې په لرو پښتني ټبرونو کې يو سفزي پښتو ښځينه او نرينه نومونه او بيا دخپلو تار يخي اتلانو نومونه، لکه: روښان، شېرشاه،خوشال، ميرويس، احمدشاه... او ملا لۍ تر مغولي هغو(بابر، مغل اعظم، شاه جهان، اورنگزېب، عالمگير، جهانگير ...) غوره گڼي.
دلته خبره په نامه کې نه ده چې ريښه او مانا يې څه ده، بلکې تر هرڅه له مخه په نومولي کې ده چې څه وياړونه يې راپرېښي دي. بيا هم دملالۍ په تړاو به دومره وايو چې آره يې عربي(ملال) او مانايې هم(خپگان) ده او پښتنو ښځينه نوم(ملاله) کړی او بيا يې ځنې دگرانښت کوشينه(تحبيبي تصغيري) بڼه ((ملالۍ)) رغولې ده. هسې خو ملاله د يوه ټوليز ښځينه نامه په توگه په پښتنو کې له پخوا راهيسې لږوډېر دود لري. هرگوره، په ولسي شاعرۍ کې يې وييزه يا لغوي مانا( خپه) نه، بلکې د سترگو د ستاينوم (نيمخوبولې) په جاج کارول کېږي، (ملالې سترگې) چې پارسي اړوند تړنگ يا ترکيب يې (چشم نيم غنوده) راځي.

موږ په پښتني تاريخ کې ډېرې اتلانې او جنگيالانې درلودلې او په خپلو زرينو پاڼو کې يې نومونه انځورلي او راخوندي کړي او داسې سيمه او ټبر نشته چې په نکلونو، متلونو، لنډيو اوبدلو کې يې نه ستايلې کېږي، خو له بده مرغه دملي تاريخ. ليکوال مو له غازي ادې، شبوبۍ اوملالۍ پرته له نورو ښوی راتېر شوي او خپل سپېره چن کاغذونه او تورې ليکې هومره يې پرې لورولې نه دي.

خو دادی، نن سباد ميوندۍ ملالې او يوسفزۍ ملالې دومره روښاندې ليکوالې او فرهنگيالې خويندې راپنځېدلې چې خپل غږ پخپله ان د نړيوالو تر غوږه ورسوي.
پر هماغه ورځ چې د يوسفزۍ ملالې ويرژلی خبر رسنيو خپورکړ، وار له واره المان مېشتې اغلې هما ناصري په ټوله انساني او بيا ښځينه احساس او ولوله تر بي بي سي پورې خپل غبرگون راورساوه اوورپسې بلې فرهنگيالې(سمريوسفزۍ) له کاناډا نه خپل رسا غږ راغبرگ کړ. ځکه ((ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلېږ ي)) .له کلاراڅېتکين نه تر تنکۍ ملالې پورې په دې يوه پېړۍ کې ټولو ښځمنو جنگياليو پر زباد رسولې چې که نارينه يوازې پاړکيزې ناخوالې گالي، دوی ور سره نرواکي داهم زغمي. نو دوې بې له دې چې نارينه وو ته سترگې پرلار پاتې شي، خپلې غبرگې مبارزې پخپله پر مخ بيايي او خپل برخليک پخپله سموي.

د سمريوسفزۍ په خبره ((تحريک طالبان پاکستان)) پر څوارلس کلنې ملالې باندې په خپل وحشيانه او ناځوانمړه( بزدلانه) بريد سره درستې نړۍ ته زباده کړه چې دا د رڼا دښمنان له هر نرينه اوښځينه لوی او واړه څخه چې د رڼا پر لورې پل اخلي، وېر ېږي او وژني يې،هسې خو يې هغه له يوولس کلنۍ راهيسې موخه گرځولې وه او دا درې کاله يې ورته گوته پر ماشه اېښې وه. لا بيا يې هم پرې زړه يخ شوی نه دی او پر تورو تيارو زړونوکې يې ورته د قهر و کينې لمبې هغسې پر غرغنډو دي چې که ژوندۍ پاتې شوه، څو ځانمرگو بريدگرو ته به پرې دجنت پرځای دوزخ و گټي.

په تېره بيا چې پر نړيوال کچ دومره غبرگونو نوره هم پسې نوموره کړه. دغه دا نسان او انساني تمدن او په ځانگړي ډول دښځمنو دښمنان هماغه داسلام مخکې جهالت پېر را تاندوي او دودوي چې نجونې يې له زېږېداسره ژوندۍ ښخولې دغه تور جهالت د دوی ستر گې دومره ړندې کړې چې نه پوهېږي، دا غبرگونونه د نيمو نړ يوالوغبرگو نونه دي، نه يوازې د پاکستاني اوافغاني مسلمانانو يا امريکايې، اروپا يي يا نوروکافرانو!.

ايا تر دې به بل انساني ضد او اسلا مي ضد کفر وجنايت چېرې وي، چې دغه ترهگر د داسې تنکيو ماشومانو په وژنه د جنت گټل غواړي!!؟


اسم: حمید   محل سکونت: مسکو    تاریخ: 14.10.2012

ټولو وطنوالو ته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کووم !
د ربانی او ده ته ورته هغه قاتلین او وطن پلورونکی چی لا ژوندی دی او نه غواړی خپله پښه د افغانانو او په خاصه توګه د پښتنو له ستونی لری کړی او د هری ورځی په تیریدو سره نوی ناخوالی زیږوی . دا یوه جوته خبره ده چی پورته یاد شوی منافقین په خپل سر د هیڅ شی د کوولو جرآت او سلاحیت نلری او هر څه چی کوی د خيلو بادارانو په خوښه او امر یی کوی ، دوی بله چاره هم نلری ، ځکه په یوه دام یا قپس کی د ژوبڼ د حیواناتو په څیر راګیرشوی دی چی خواړه یی یوازی د خاوندانو له خوا ورکول کیږی .

زما په نظر د ښوونی او روزنی پوهنتون د نوم د بدلولو چاری هم د دی خلکو کار نه ، بلکی د دوی د بادارانو کار دی ځکه حتا کرزی یی د بیرته نوم اړولو سلاحیت نلری . نو د یوه پوهنتون نوم د داسی سړی به نامه چی افغانستان او افغانانو ته یی له ناخوالو او دښمنی پرته ، هیڅ نه وی کړی له حماقت او رذالته ډک عمل دی ، د داسی سړی خورو په نامه به د مسلخ تر څنګ د دوی د نوم لیکل هم یو خیانت وی ، ځکه هلته ژوی د انسانانو د اړتیا لپاره هلالیږی ولی دی ځناورو انسانان له ژوؤ بد تره ووژل او ډله ایزو هدیرو ته یی ورواچول چی د همهغو هدیرو نومونه باید د دوی په نامه یاد شی او بس .

مننه


اسم: کمکی   محل سکونت: کابل    تاریخ: 13.10.2012

د ښوونې روزنې پوهنتون د نامه د بدلون په اړه د مطبوعاتي کنفرانس لنډ راپور

نن سهار لس بجې د کابل په سپين زر هوټل کې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز او د څلور ګونو پوهنتونونو د استادانو او محصلينو له خوا د ښوونې روزنې پوهنتون د نامه د بدلون په اړه يو مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو. په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د کابل د ښوونې روزنې پوهنتون، د کابل مرکزي پوهنتون، د کابل پوليتخنيک پوهنتون او د کابل طبي پوهنتون استادانو او محصلينو ګډون کړی وو. په پيل کې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز وياند ښاغلي حيات الله حيات د مرکز اعلاميه ولوسته، ورپسې د ښوونې روزنې پوهنتون استاد پوهاند محمود صافي د استادانو اعلاميه ولوسته او بيا آغلې نظيفې د ښوونې روزنې پوهنتون محصلې د محصلينو پرېکړه ليک وړاندې کړ اوپه پای کې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول. درې واړه اعلاميې تاسې ته په ترتيب سره وړاندې کېږي:

د ښوونې روزنې پوهنتون محصلينو د وروستيو اعتراضونو په اړه

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز اعلاميه

څه باندې دوې اونۍ کېږي چې د ښوونې روزنې پوهنتون تدريسي نظام په بشپړه توګه ګډوډ شوی؛ درسونه په ټپه ولاړ دي او ټولګي له زده کوونکو تش دي؛ هره ورځ له پوهنتونه تر ملي شورا پورې لاريونونه پر لار دي؛ زده کوونکي د ولسي جرګې، چارواکو او متنفذو شخصيتونو او بنسټونو تر منځ لالهانده ګرځي؛ د پوهنتون فضا تاو تريخوالي نيولې ده، ټولګيوال په خپلو کې سره مرور دي، د چا لاسونه مات دي او چاته پوليسو غاښونه ورمات کړي دي، دښار نظم ګډوډ شوی دی . دا ټول ځکه پېښ شوي چې د افغانستان ولسمشر غوښتل ځانګړې کړۍ خوشاله کړي او په راتلونکې سياسي معاملو کې يې ملاتړ ترلاسه کړي. ولسمشر اعتراف کوي چې په دې اړه يې لازمه مشوره نه ده کړې او پرېکړه يې ناسمه وه، خو بيا يې هم د سمون لپاره هېڅ ګام نه اخلي.

زده کوونکو په پوره مدني متانت ثابته کړه چې د دوی اعتراضونه سوله ييز دي، خو له بده مرغه زموږ يو شمېر قانون جوړوونکو او قانون ساتونکو پر دوی باندې له تاوتريخوالي او تشدد ډک ګوزارونه وکړل، قاضي نذير حنفي په موټر ووهل او پوليسو يې هم د ځانګړو کړيو په لمسون لاسونه، پښې او غاښونه ورمات کړل.

د ډېرې اندېښنې وړ خبر دا ده چې د افغانستان په پوهنتوني نظام کې دغه نوی بحران لا هم پای ته نه دی رسېدلی او حکومت نه يوازې د محصلينو او استادانو اعتراضونو ته جدي اهميت نه دی ورکړی، بلکې هڅه يې کړې د پوهنتون په نوي نامه کې د څو کلېمو له زياتوالي سره د محصلينو پر احساساتو او غوښتنو ملنډې ووهي.

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز، چې په هېواد کې د شاوخوا ۳۰۰ مدني بنسټونو استازېتوب کوي، له دې امله جدي اندېښنه لري چې که دا بحران په معقول ډول پای ته ونه رسېږي خدای مه کړه د محصلينو تر منځ به داسې يو ناورين رامنځته شي چې اور به يې د کابل ټولو پوهنتونو ته خپور شي.

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز په لاندې توګه خپل اعتراضونه او وړانديزونه اعلانوي:

۱ – موږ د افغانستان پر ولسمشر او اوړنده حکومتي چارواکو کلکه نيوکه کوو، چې د محصلينو د سوله ييزو او روا اعتراضونو پر وړاندې يې ډېره بې پروايي ښودلې او روان بحران يې تر داسې بريده رسولی چې ښايي د ځوان پوړ او په ځانګړې توګه د محصلينو تر منځ د نه جبرانېدونکو زيانونو لامل شي.

۲ – موږ د کورنيو چارو وزارت او د پوليسو د مسوولينو هغه چلند په کلکه غندو، چې د محصلينو د اعتراض پر وړاندې يې بې پرېتوب او مسلکي توب تر پښو لاندې کړ او د سوله ييزو لاريونونو پر وړاندې يې له تاوتريخوالي ډک غبرګون وښود. که چېرې پوليس په راتلونکي کې دا ډول چلند بيا تکرار کړي، د ولس تر منځ به يې اعتبار او ملي صبغې ته دروند زيان واوړي.

۳ – موږ د افغانستان پر ولسمشر غږ کوو، چې نور دې ملي مصلحتونه او ارزښتونه د ځانګړو کړيو د خوشالۍ او د خپلو سياسي معاملو لپاره نه قربانوي او په ځانګړې توګه دې په ځوان کهول کې د ملي روحيې نزاکتونو ته جدي پاملرنه وکړي.

۴ – څرنګه چې د ۱۳۵۷ کال د ثور تر کودتا راوروسته پېښو او څېرو د افغانستان پر اوسنيو حالاتو سيوری غوړولی او لا يې هم اغېزې ژوندۍ دي، اوڅرنګه چې د دغو پېښو او څېرو په اړه قضاوتونه د دې پر ځای چې تاريخي اوعادلانه وي تر ډېره بريده سياسي دي، نو له دې امله يې ولس په اړه يوه خوله نه دی. په همدې دليل موږ د اوسني نظام له ټولو ذيصلاح چارواکو او ادارو څخه جدي غوښتنه کوو، چې تر څو په دې اړه تاريخ قضاوت نه وي کړی او ولس يې په اړه يوه خوله نه وي او يا لږ تر لږه د بشري حقونو يو بې پرې کمېسون يې په اړه حقايق نه وي په ډاګه کړي، د يادې دورې د څېرو او شخصيتونو په نومونو دې د سيمو، ادارو، اکاډيميکو بنسټونو، مډالونو، نښانونو او ورځو له نومولو کلکه ډډه وشي او په لوی لاس دې د ملي نفاق او پرديو لاسوهنو لپاره زمينه نه جوړوي.

په پای کې موږ ټينګار کوو، چې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلينو او استادانو د مدني غوښتنو کلک ملاتړ کوي او که چېرې د دوی غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، د دوی له حقونو څخه دفاع خپله مدني دنده ګڼي.



اعلامیۀ مطبوعاتی استادان پوهنتون های چارگانۀ کابل

در مورد تغییر نام پوهنتون تعلیم و تربیه



از سه هفته بدینسو محصلین و استادان پوهنتون تعلیم و تربیۀ کابل در اعتراض به تغییر نام این پوهنتون دست به تظاهرات زده اند که متاسفانه هنوزهیچ ارگان ذیصلاح به این اعتراضات حقۀ ایشان گوش فرا ندادند.

از روزی که رئیس جمهوری اسلامی افغانستان، اقدام به تغییر نام پوهنتون « تعلیم و تربیۀ» کابل به نام « استاد برهان الدین ربانی» نموند، نه تنها کارد به استخوان محصلین، استادان و جامعۀ بزرگ اکادیمیک، که قشر فهمیده و دانشمند کشور را تشکیل میدهند، زد بلکه بدون تردید نفاق و شقاقی که بزرگترین درد و مشکل این سرزمین است را بوجود آورد.

حکومت ادعا دارد که دیموکراسی در این کشور حاکم است اما به خواستهای مدنی محصلین و استادان پوهنتون تعلیم و تربیه هیچ پاسخ ارایه نگردیده است که این خود نشان دهندۀ سرکوب نمودن حرکت های مدنی و ضربۀ محکم به روی دیموکراسی است.

طوریکه همه آگاه هستند رییس جمهور کشور حامد کرزی بارها در سخنرانی های خود بر بیطرفی نظام تحصیلی از سیاست تاکید نموده که در فرمان اخیر شان نیز بر دوری جستن محصلین و نهادهای تحصیلی از سیاست تاکید شده است درحالیکه تغییر نام پوهنتون تعلیم تربیه خود نقض صریح این فرمان و سخنرانی های جناب رییس جمهور میباشد.

تغییر نام این پوهنتون باعث شده است تا محصلین از دروس خویش دور بمانند، فضای برادری و صمیمیت بین محصلین به یک فضای خشونت آمیز و دشمنی مبدل گردد و شماری زیادی از استادان این پوهنتون از سوی بعضی افراد تحقیر و تهدید شوند که این همه زمینه را برای خشونت میان محصلین و استادان هموار میسازد.

استادان پوهنتون تعلیم و تربیۀ کابل، پوهنتون طبی کابل، پوهنتون کابل و پوهنتون پولیتکنیک کابل به تغییر نام پوهنتون تعلیم و تربیه به نام استاد برهان الدین ربانی به یک صدا مخالف بوده و از مقامات ذیصلاح جدا میخواهد که نام این پوهنتون را به نام قبلی اش (پوهنتون تعلیم و تربیه ) دوباره تغییر بدهد تا از یک سو از تظاهرات، نفاق بین محصلین و استادان و اختلال جریان درسی جلوگیری نموده و از سوی دیگر نهادهای تحصیلی و اکادیمیک را از سیاست بدور نگهدارند.

اگر به این خواست بر حق استادان پوهنتونهای نامبرده توجه صورت نگیرد این استادان به اقدامات جدیتری که اعتصاب درسی و استعفا از وظایف است دست خواهند زد.



د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز،دڅلورګونوپوهنتونواستادانواومحصلینو مشترک کنفرانس

دنوموړي پوهنتون دمحصلینومطبوعاتي اعلامیه

دکابل ښووني اوروزني پوهنتون محصلین پردغه پوهنتون دپروفیسربرهان الدین رباني نوم ایښودل دافغانستان داساسي قانون اونورو اړوندو قوانینواو لوایحو سره دټکرله امله رد وي اوپه بیا بیا ټینګار سره دافغانستان له حکومت څخه په جدي توکه غواړو چي:

دافغانستان اساسي قانون د درنښت

دخلکو ارادې ته داحترام

اودافغانانوترمنځ دنفاق دمخنیوي لپاره دنوموړي پوهنتون نوم بیرته دلاندي دلایلو له مخي پخوانۍ بڼي ته واړوي:

۱ـ دولسمشرحامدکرزي دغه فرمان دافغانستان د اساسي قانون (۶۶) مي مادې له اول بند سره دا ډول واضح ټکرلري:

((جمهور رئیس په دې اساسي قانون کي دراغلو واکونو دعملي کولو په برخه کي دافغانستان دخلکو لوړ مصلحتونه په پام کي نیسي.))

مگردلته دافغانستان دخلکولوړ مصلحتونه دیوې سیاسي اوجنگي ډلي ترمصلحتوقربان شویدي.

اوپه دې ملي مسله کي له قانون سره سم ټولپوښتنه نه ده شوې،موږ اوس هم هرډول ټولپوښتني اومناظرې ته حاضریو.

۲ـ دافغانستان داطلاعات وفرهنګ وزیر په یوه ویناکي ویلي: چي په دغه وزارت کي دیوې لایحې له مخي، د ۱۳۵۷کال دثور ترپېښي وروسته اشخاص متنازعه دي،باید ملي ځایونه او ورځي د دوئ په نومو ونه نومول شي.

۳ـ کله چي معارف وزارت تېر پنځه دیرش کلن تاریخ متنازعه بولي اوپردې اساس یې دمعارف نصاب ته نه ورداخلوي، بیا نومرحوم استادرباني هم ددغه تاریخ یو لوبغاړی دی، باید هیڅ ځای یې په نوم ونه نومول شي.

۴ـ ګمان کیږي، چي ارواښاد استاد رباني دافغانستان دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون په ناخپاره شوي راپورکي دبشري حقونو دناقضینوپه لیست کي شامل دی اوتر هغه چي دانتقالي عدالت له لاري سپین شوی نه وي،نشي کیدای چي په نامه دي یې کوم ځای ونومول شي.

له همدې ځایه موږدافغانستان دبشري حقونوپرخپلواک کمیسیون ږغ کوو، چي په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت باید دپورتنیودلایلو په وړاندي خپل مدلل اوقانوني جوابونه ووايي اوکه چیري داسي ونکړي اودمحصلینو په وړاندي بې تفاوتۍ، خشونت اودخلکود ارادې ځپلوته دوام ورکړي،نو دکابل دښووني اوروزني پوهنتون محصلین به دافغانستان په ګوټ ګوټ کي پرخلکو،مدني ټولنواوسیاسي ګوندو دملاتړ لپاره ږغ وکړي.

دافغانستان داسلامي جمهوري دولت مشروعیت به ترسوال لاندي راولي،

دافغانستان کونج کونج ته به دخپلو سولییزو تظاهراتو لړۍ وغځوي.

دافغانستان په ولسي جرګه کي به پرولسمشر حامدکرزی باندي به متواتره توګه دافغانستان داساسي قانون دنقض له امله اقامه دعوا وکړي.

دافغانستان دبشري حقونوپرخپلواک کمیسیون اوترممکنه حده نړیوالوبشري سازمانوبه فشار واچوي، چي نور په افغانستان کي دټولوجنګي جنایتکارانو لست افشاء او دانتقالي عدالت پروسې ته یې ننباسي.

له ملګرو ملتونو به کلکه غوښتنه وکړي چي له افغانستان سره دخپل تعهد له مخي دي، دافغان حکومت له خوا داساسي قانون دنقض، دبشري حقونودپایمالیدو او دموکراسۍ دځپلو مخنیوي وکړي.

موږبه داټولي هلي ځلي په سولییز ډول وکړو، خوکه په دې منځ منخ کي دځینو مغرضولاسوهنوله امله هرډول زیان رامنځته کیږي، مسولیت به یې دافغانستان داسلامي جمهوري دولت، اودنورو ټولو هغو اړوندو مراجعو پرغاړه وي.

چي موږ ږغ پرکړی خو دوئ مثبت او قانوني جواب نه وي ویلی،

ومن الله توفیق

دکابل دښووني او روزني پوهنتون محصلین



اسم: فاتح ظریفی   محل سکونت: جوی شیر، کابل    تاریخ: 11.10.2012

به دوستان این سایت سلام
در رابطه به پوهنتون تعلیم و تربیه که اکنون به نام "ربانی" مسما گردیده است و این همه سر وصدا را بر پا نموده است من به رییس جمهور کرزی یک پیشنهاد دارم.
پیشنهاد قرار ذیل است: پیشنهاد میکنم تا محبس پل چرخی به نام ربانی مسما گردد و پوهنتون تعلیم و تربیه به نام همیشگی خود باقی بماند.
بدین ترتیب ما از تعقل کار گرفته با یک تیر سه فاخته را شکار خواهیم کرد:
1- روح ربانی شاد خواهد شد
2- پسرش راضی خواهد ماند
3- و اینهمه سرو صدا ها و اعتراضات بالاخره پایان خواهند یافت.
بالای دروازه ی محبس نوشته شود:
"زندان سیاسی و جنائی "شهید" صلح پروفیسور برهان الدین ربانی


اسم: محمدامین بسمل   محل سکونت: آلمان    تاریخ: 10.10.2012

دښوونې اوروزنې پوهنتون دلانجې په اړونددبایرن مېشتو افغانانواعلامیـــه

نن غرمه د۲۰۱۲زکال داکتوبرمیاشتې په لسمه نېټه زموږ فرهنګي ملګرو دجرمني په بایرن آیالت مونشن ښار کې له یوې غوڼدې وروسته لاندې اعلامیه تصویب کړه:
۱ــ موږپه زغرده دښوونې اوروزنې پوهنتون دنوم اړولومخالف اومعترضومحصلینوملاتړکوو.
۲ ــ موږ له معترضومحصلینو څخه هیله کوو، چې ترخپل بري پورې دلاریونونولړۍ په سولیز ډول وغځوي.
۳ــ موږ دهېوادپه اوسنیوکړکېچنواودردوونکوشرایطوکې داډول له اغراضو ډک تحریکات اولمسونې د ملي یووالي او ښوونیز بهیر په زیان بولو.
۴ــ موږ په ارګ کې ناست تش په نامه مشران په کلکه محکوموچې دخپلوموخولپاره شعورأدافغان ولس په تېره بیازموږ د ځوان نسل په مینځ کې نفاق اچوي.
۵ ــ که دلاریونونودغه لړۍ دهېوادپه کچه وغځېده اوخدای مه کړه بدې پایلې یې ولرلې ټول مسؤلیت به یې دبې کفایتوارګ مېشتواو نفاق اچوونکې ادارې په غاړه وي.
۶ ــ موږدپیاوړي اواتل محمدیاراونوروهېوادپالومحصلینوپه مقاومت ویاړو، دراتلونکي نسل لپاره به ددوی قرباني په زرینوکرښو ولیکل شي.
۷ ــ موږ په بلجیم کې دافغان کلتوري بهیر،په هالنډکې دافغاني کلتوري ټولنې،پښتون خوځښت اونورو هېواد اوولسپالوهېوادوالوڅخه دملاتړ ترڅنګ مننه کوو، چې دښوونې اوروزنې پوهنتون دنوم اړونې اوبدوپایلو په اړوند یې پخپل وخت غبرګونونه وښودل.
۸ ــ موږ دنړۍ په هرګوټ کې له ټولوافغاني کلتوري ټولنو، ټولنیزوخوځښتونو، سیاسي اوهېوادپالو ګوندونو څخه هیله کوو، چې له افغان تاریخ او عرفان سره ددې لویې جفاپه مخ نیوي کې یو اوبل ته لاس ورکړي ، پرې نه ږدي، چې دهېوادعلمي او ښوونیزمرکزونه دسیاسي لوبوډګر وګرځي.

دبایرن مېشتو افغانانو دکلتوري ټولنې په استازیتوب



اسم: د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلین    محل سکونت: کابل افغانستان    تاریخ: 10.10.2012

موږ د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلین چې له نژدې دریو اونیو راهیسې پر دې پوهنتون د پروفیسر برهان الدین رباني د نوم اېښودلو پر سر لاریونونه کوو، بیا هم حکومت او اړونده چارواکو زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
موږ پرېکړه کړې چې د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې، خپلې ستونزې، موږ ته راپېښ خطرونه او د حل لارې له ټولو هېوادوالو او نړیوالو سره شریکې کړو.
همدرانګه به د دې خبري غونډې په لړ کې په ملګرو ملتونو کې زموږ له خوا پر ولسمشر حامد کرزي د شخص په توګه د عرض کولو په اړه معلومات ورکول شي.
د ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو له استازیو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کوو چې زموږ په کنفرانس کې ګډون وکړئ او زموږ ږغ تر هېوادوالا او نړیوالو ورسوئ.

وخت: سهار ۰۹:۳۰ بجې
نېټه: ۱۰/ اکتوبر/ ۲۰۱۲
ځای: د کابل پوهنتون اخري ایستګاه، نورین ټلوېزون ته مخامخ، سفما دفتر
ټیلفون: 0700349393
0778314140
0771002566


اسم: عزیزی   محل سکونت: آلمان    تاریخ: 09.10.2012

از قهرمان سازی تا نامگذاری

هموطنان عزیز
وطن ما در سه دهۀ اخیر شاهد رهبر سازی ها، نابغۀ شرق سازی ها، قهرمان سازی ها و شاگرد وفادار سازی ها بوده.
چون همه القاب به هر کس و ناکس نصب گردید حالا نوبت رسیده تا همه جاده ها و مؤسسات بنام شان درج شود.
نامگذاری جاده ها، سرک ها، پل ها از لحاظ امور پوستی و سهولت برای پیدا نمودن آدرس دارای اهميت می باشد.
در جهان اکثراً نامگذاری ها به اسمای شخصيت های تاریخی و فرهنگی برای قدردانی از زحمات و خدمات انسان ها و افتخارات تاريخی است.
اما در کشور ما با وجود داشتن عظمت های فرهنگی و شخصيت های تاريخی بیشمار سرک ها، چهاراهی ها و حتی مؤسسات رسمی بنام های ناقضین حقوق بشر و اجنبی ها نامگذاری میشوند.
بطور مثال چندی قبل در مزار شریف با وجود تظاهرات مردم وطن پرست ما سرکی بنام دیپلومات های ایرانی مسمی گردید.
این سرک در حالی به این نام مسمی می شود که حدود چهارده سال قبل باصطلاح 9 دیپلومات ایرانی ( ماموران استخبارات ایرانی) از سوی طالبان در آن شهر کشته شدند. اما از اینکه صد ها هموطن ما از طرف رژیم آخندی ایران اعدام شدند و همچناب رفتار غیر انسانی در مقابل افغانها در ایران فراموش می شود.
یا در هرات سرکی بنام پسر تورن اسمعیل مسمی میگرد.
یا نامگذاری پوهنتون تعلیم و تربیه بنام ربانی.
بیوگرافی ربانی به وضاحت نشان میدهد که این شخص در طول عمر نامیمون خود هیچگونه خدمتی برای معارف، دانش و تعلیم تربیۀ افغانستان مبذول نداشته است.
با خواندن مقاله آقای مرادزی که موضوع را همه جانبه برسی نموده اند لطفاً نظرات و پیشنهادات تان را در قسمت نامگذاری ها با دیگر هموطنان شریک سازید.


اسم: د. ســــــــــــــــــــــادات   محل سکونت: لــــــــــــــندن    تاریخ: 08.10.2012


برادران و خواهران با درک و وطندوست،

تا جائیکه حقایق تاریخی و آشکار در کشور پرده را از چهره های جنایتکاران، معامله گران و وطنفروشان و نوکران اجنبی ها برداشته و دیگر مجال ساخت و بافت های هیله گرانه باندهای مافیائی کشور بکلی نزد ملت غیور افغان افشاء گردیده است، فکر نکنم که مجال این باقی مانده باشد تا کرزی و تیم مافیائي شان دیگر بنام های مختلف ملت مارا بجان هم انداخته و برای بقای قدرت شان از هیله های نو استفاده کنند.
بنده سراپا با نویسندۀ بادرک و بادرد کشور محترم داکتر سرلوڅ مرادزی موافق استم و به تأکید و صراحت میتوان ګفت که د دروغو مزل لنگ وي !!!

شاعری بسی زیبا سروده :

پابند امر حـق چو نه ئي از وفا ملاف
با خالقت چه کردي که با خلق او کنی

دیگر هرگز مجال پذیرش به افکار تحمیلی این پروفیسوران ریائي و تیکه داران دروغین دین مقدس اسلام نمانده، و نه اینها بحیث نمایندگان واقعی ملت عرض اندام کرده میتوانند، ما خود یک کشور اسلامی بودیم، هستیم و خواهیم بود اما نه اسلامی که این اشخاص فرومایه از آن تمثیل کردند (ما مسلمان واقعی بودیم و هستیم) اما ناگفته نماند که بد بختانه جهان به ظاهر متمدن غرب که منافع خود را با همین چند تن جنگسالار و قاچاقچیان مواد مخدر به سطح جهان می بینند و از سیاست های کهنۀ خود استفاده میکنند (تفرقه بینداز و حکومت کن) !!!
یکبار دیگر ملت غیور مارا بجان هم میندازند تا باشد که دسایس شوم باداران شان بنوعی از انواع عملی گردد... از چندین ماه بدینسو بدنه های شرقی کشور ما زیر بمباردمان توپ خانه نظامیان پنجابی قرار دارد و کرزی با دار و دسته نوکر غلام بچه ها دارند ترس و هراس را در دل مردم و ملت غیور ما می افگنند که گویا ما تاب مقاومت با آنها نداریم . . .
اما نه این حقیقت است و نه ملت مارا در طول تاریخ کسی توانسته اشغال نماید با تمام صراحت باین غلام بچه های کشور اعلان میداریم که هنوز ملت حقیقی افغان زنده هستند و فراموش نکنید که با دسایس باداران تان با استفاده از نیرنگ های جدید دیگر از ما سوء استفاده کرده نمیتوانید . . .
بیادم می آید از آهنگ مرحوم استاد قاسم افغان که میگوید
ګــــــــــر ندانی غیرت افــغا نیم
چون به میدان آمدی میدانیم
پوهنتون جای آموختن علم و تربیه است پس چه سان میتوان بالای چنین محیط اکادمیک نام اشخاص بدنام، قاتل ملت، معامله گر وممثل نادرست علمای شیطان صفت را گذاشت و دیگر اینکه اگر اینها را همتی است درین راه از سرمایه های دزدی شده از ملت افغان که در دوران قدرت شان همین برهان الدین چور و چپاول کرده اند پوهنتونی را تهدابگذاری نمایند و به نام شان مسمی بسازند که بر علاوه که مخالفت نخواهد شد بلکه تمجید هم خواهد شد !!!
به نظر بنده نباید ملت ما از تظاهرات دست بکشند بلکه بشکل روز افزون بالای این حکومت فاسد و نابکار فشار های متنوع را وارد نمایند تا دیگر زمینه همچون دسایس گرفته شود.
و ما علینا الاالبلاغ


اسم: برکت    محل سکونت: ننگرهار    تاریخ: 08.10.2012

مظاهرات خشمگین محصلین پوهنتون کابل و ننگرهار
جلال آباد:- گزارش های تازه حاکی از آن است که شماری از محصلین در ولایت ننگرهار در اعتراض به بازداشت ده تن از محصلین این ولایت از سوی امنیت ملی، تظاهرات کردند.
محصلین پوهنتون ننگرهار در حالی دست به مظاهرات خشمگین زده اند که محصلین پوهنتون کابل نیز در اعتراض به تبدیلی نام پوهنتون تعلیم و تربیه به نام پوهنتون ربانی دست به مظاهرات خشمگین زده اند.
گزارش ها حاکی است که در مظاهرات شهر کابل درگیری های نیز صورت گرفته است.
از طرف دیگر گزارش حاکی است که شاهراه کابل – جلال آباد از سوی محصلین مسدود و رفت و آمد موترها متوقف شده است.
قابل یاد آوریست که شمار معترضان در جلال آباد به صدها تن می رسد.
گزارش حاکی است که ده تن از محصلین پوهنتون ننگرهار از سوی مامورین امنیت ملی بازداشت شده و هم اکنون در زندان های پلچرخی، بگرام و توقیف خانه های امنیت ملی به سر می برند.
اتهامی که بر این محصلین وارد شده، مشارکت در فعالیت های دهشت افگنی است.
مقام های امنیتی تاکنون در این مورد اظهار نظری نکرده اند.
هکذا گزارش ها حاکی است که در شهر کابل نیز محصلین پوهنتون کابل در اعتراض به تبدیلی نام پوهنتون تعلیم تربیه به نام پوهنتون ربانی دست به مظاهرات خشمگین زده اند.
گزارش می افزاید که در جریان این مظاهرات درگیری های خونین نیز صورت گرفته است.


اسم: ناصر تیموری   محل سکونت: جرمنی    تاریخ: 08.10.2012

هیڅ محصل نه غواړی:
چی د پخوانیو گوندونو او جهادی قوماندانو تر نامه لاندی زدکړی وکړی، دا د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو انسانی او مدنی غوښتنه او پریکړه دی، دوی زیاته وی چی د هغوی پریکړه د هیڅ چا په ضدیت کی نه دې، خو دلته د ولسمشر څرګندونه د حیرانتیا وړ ده، ښاغلی ولسمشر وویل چی ګواکی محصلین په خپله پریکړه کی خپلواکی نه لری! څو موده مخکی په مزار شریف کی یو واټ د ایرانیانو په نامه ونومول شو، دا څرنګه مدیریت دې، دا ټول د افغانستان د خلکو ملکیتونو دی او هیڅ څوک د بخښلای حق نه لری.
د خلکو د احساساتو راپارول ښه پایلی نه لری.
مونږ یو متل لرو : - چینی چی مات شی بیاهغسی نه پتری کیږی .
زه هیله لرم چی ښاغلی ولسمشر د خپلی ژمینی پر سر باندی یو ځل بیا غور وکړی


اسم: واحد فقیري   محل سکونت: امریکا    تاریخ: 07.10.2012


د ارګ « شر انداز » چال

پاملرنه:
د دی په زړه پړری مضمون بشپړ متن د افغان جرمن آنلاین د تحلیلاتو په څانګه کی کولای شی ولولی. او یا هم لاندی لینک کاپی کړی او د خپل په براوزر کی یی نصب کړی او لیکنه ولولی.

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/faqiri_w_de_arg_shar_andaz_tshal.pdf


اسم: محمدآصف خواتی    محل سکونت: اروپا    تاریخ: 07.10.2012


د ولسمشر کرزي تیروتـنـه

دهغه وروسته چې ولسمشر حامد کرزي د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د برهان الدین رباني په نوم ونوماوه د دې علمي موسسې محصلینو ورسره مخالفت ښودلی او په سوله ئیزو اعتراضي مظاهرو چې لاندې شعارو ته ورته غوښتنې لري لاس پورې کړی دۍ.
دا دۍ د طالبانو وروسته د دیموکراتیک اسلامي افغانستان واقعیت چې مشرتا به یې متنازع څیرو ته د اتلانو او ملي شخصیتونو لقبونه ورکوي خو ویښ ځوانان ورته جنایتکاران وایي۰ ددې واکمنۍ بهرني حامیان خپل ولسونه پدې نامه تیر ایستلي دي چې د دوی بچیان د یوه دیموکراتیک افغانستان د جوړولو په لاره کې قرباني ورکوي. پربله خوا د افغانستان واکداران خپله واکمني د افغانستان اسلامي دولت بولي او د اسلامي انقلاب خبرې کوی. دې واکدارانو هیره کړې چې ددې خاورې اوسیدونکي دیارلس پیړی مخکې اسلام منلی دۍ او د هر ولس په پرتله په اسلام ټینګ ولاړدي. د اسلامي انقلاب بری دا مانا لري چې د تنظیمي واکمنۍ په واکمنیدو سره په افغانستان کې اسلامي شریعیت جاري شو. که داسې وي ددې ښاغلو نه پوښتنه کیږي چې دوې لسیزې مخکې دوی او افغانان د کوم دین پیروان وو؟ ښايي تنظیمي مشران او د هغوی پلویان ووایي چې موږ شوروي کافران له هیواده وایستل او دا هیواد مو د کافرانونه آزاد کړ. دا چې دوی شوروي کافران وشړل د فردوس جنتونه یې دې نصیب شي خو وینو چې د شورویانو پر ځای نن نور کافران پردې خاوره حکومت کوي. نو بیا د اسلامي دولت خبره یوه تشه او بې بنسټه ادعا ده.

د کابل د ښوونې او روزنې میړنیو او با احساسه محصلینو چې د خپل پوهنتون د نامه داړولو له امله اعتراضیه سوله ئيز لاریونو نه پیل کړي دي او پدې دوو اونیو کې یې د ستړیا، تږې، وهلو ټکولو او تهدیدونو ترڅنګ ټپيان هم لري بالاخره جمهور رئیس اړشو د هغوی استازي ومني. پدې لیدنه کې . . . .

پاملرنه:
د دی په زړه پړری مضمون بشپړ متن د افغان جرمن آنلاین د تحلیلاتو په څانګه کی کولای شی ولولی. او یا هم لاندی لینک کاپی کړی او د خپل په براوزر کی یی نصب کړی او لیکنه ولولی.


http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/khawati_m_a_de_olosmesher_karzi_terotana.pdf


اسم: عبدالمنان کریم   محل سکونت: Kabul    تاریخ: 07.10.2012

تسخیر قلمرو ساده است، تسخیر قلب و ذهن انسان دشوار!

درین روز ها، «نامگذاری پوهنتون تعلیم وتربیه»، با نام یک هویت «مشکوک»، پیش برندۀ «جنگ داخلی» برای «حفظ قدرت غصب شده»، در چنین شرایط،، خطرات وحشتناکی، زندگی و موجودیت کشور ما را،تهدید می نماید. با تصمیم نا اندیشانۀ رئیس جمهور و دور و پیش شان، در لحظاتیکه، شایعات نسبت به آیندۀ کشور «غمزده»، شب و روز مردم مارا، با ابر تاریک «شب های تار» پوشانیده است، بلند پروازی های، پیروان و فرزندان پسر یک « ملای » عاجز «عشر» بگیر ده، که باهنر «خاص» ایکه داشت، نه تنها «میلیارد ها» دالر «میراث» در بانک های «دوبی»، « مالیزیا » وغیره نقاط نا معلوم، برای پسرانش و دخترانش ذخیره نمود، بلکه این «استاد معروف فساد و فریب»، حتی نقش ریاست شورای «صلح»، را نیز به «پسر» به «میراث» گذاشت. اگر این شخص تنها در بین اعضای حزب خود لقب «استاد» را کمائی کرده بود، آیا رئیس جمهور گاهی هم از خود سؤال کرده بود، که برای تمام کشور نمی توانست،«استاد» پذیرفته شود. اگر او مانند «قومندانش» احمد شاه مسعود، دستخوش ترور شده است، معنی آنرا ندارد، که مردم افغانستان ترور های آنها را فراموش کرده باشند. تاریخ کشور تاحال تحریر نشده است، خیلی ساده لوحانه است، که باین آسانی در تاریخ کشور کس، افتخار جاودان را خریداری کند.

پای


اسم: افغان جرمن آنلاین   محل سکونت: جرمنی    تاریخ: 07.10.2012

برادر عزیز احمد از جرمنی،
لطفأ ازعصبیت کارنگرفته نظرات خویش را با الفاظ نیک و احترام متقابله بما ارسال بدارید، حتمأ اقبال نشر میابد.
مؤفق و کامگار باشید
اداره


اسم: ودان افغانستان ګوند   محل سکونت: کابل افغانستان    تاریخ: 06.10.2012

ودان افغانستان ګوند
فرهنګي کمېسون

د محصلینو په ملاتړ د ودان افغانستان ګوند اعلامیه
حکومت د محصلینو وینې غواړې

نن درېیمه اونۍ شوه، چې د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلین سولییز لاریونو ته دوام ورکوي او خپل پوهنتون د استاد برهان الدین په نامه نه غواړي. دوی څو ځلې د پوهنتون مخته سره راټول شول. چې چا یې ږغ وا نه ورېد.
بیا یې څلور وارې د افغانستان تر ولسي جرګې لاریون وکړ او څلورم وار یې د ولسي جرګې دروازې د وکیلانو پر مخ وتړلې؛ د ځینو وکیلانو له خوا توهین آن تر موټر لاندې کړای شول. چې دې هڅې یې هم نتیجه ور نه کړه.

د پوهنتون اداره او ټولګي یې بند کړل، د پولیسو له خوا ووهل شول، لاس او پښې او سرونه یې مات کړل شول او ډزې پر وشوې. . . . . . .

این مقالۀ مهم و حالب را بصورت مکمل می توانید با کلیک بر لینک آتی و یا با کاپی لینگ و بردن آن به بروزر تان مطالعه فرمائید.


http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/wadan_afg_de_mohasilino_pa_malatar.pdf


اسم: Dr Mohammad Aymal   محل سکونت: Sydney    تاریخ: 06.10.2012

Salm brothers and sisters
Thank you Abbasi Sahab 100% true I wish you publish this writting in Afghan German online and other web sites .
I wish every writer was like you responsable and write the facts .
I don't know till howlong we have to wait for shame less Karzy every day he staying longer in power our problems getting more and more and he keep dividing us in the name of Pashtoon , Hazara , Tjik , Uzbak...
This shame less Karzy doing all these for very good reasone to stay in power and he want to creat another civil war in 2014 I would like to tell every one to stay united and come together in one front and remove this Shame less Kazy by willing of ALLA and power of people we are not less than Egyptian or other Arab otherwise we have to wait for another civil war like 1992.
as Hafeez Mansoor told UNI students the other day change of name is an example of our long term plan you will see very soon the major changes as I heard Shame lees Karzy + SHORYA TAZAR + Muhaqaq, Khalely and animal Dostam working together with CHATALESTAN and UK to recognize Durand Line as official borther between Afghanistan and Pakistan in response to that Pakistan will kick again Talaban like they done in 2001 in this way Karzy and his criminal friend will stay longer in power.


اسم: Haleem   محل سکونت: USA    تاریخ: 06.10.2012

The president of Islamic Republic of Afghanistan is hitting a new low:

Not too long ago President Karzai stating that he will side with Pakistan in the event of war between either Pakistan and USA or Pakistan and India.

Then there was a solid presidential backing for a primitive decree limiting the right of afghan women.

And now, the president broken his own promise of keeping politics away from learning institution by renaming the long established College of Education after late Professor Rabani.

Professor Rabani was a leading player radicalizing faculty students by introducing religion extremism ideology to Kabul University in the 1970’s. He was physically relocated to Pakistan well prior to late Mr. Taraki era and took arms against his own motherland. There, he was advocating borders based on religion to advance and be in par with vital interest of Pakistan.

During 1990’s Kabul was flattened in part due his desire to unseat the then President Mojaddidi and at the same time prevent his prime minister Mr. Hekmatyar to take power after him. Professor Rabani then was deviating from rotating presidency term agreed upon and established for them by Pakistan.


اسم: ناصر تیموری    محل سکونت: آلمان    تاریخ: 05.10.2012

هیڅ محصل نه غواړی چه د پخوانیو ګوندونو او جهادی قوماندانو تر نامه لاندی زدکړی وکړی، دا د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو انسانی او مدنی غوښتنه او پریکړه دي، دوی زیاته وی چه د هغوی پریکړه د هیڅ چا پر ضد نده، خو دلته د ولسمشر څرګندونه د
حیرانتیا ور ده ، ښاغلی ولسمشر وویل چه ګواکی محصلین په خپله پریکړه خپلواکی نه لری! څو موده مخکی په مزار شریف کی یو واټ
د ایرانیانو په نامه ونومول شو، دا څرنګه مدیریت دې، دا ټول د افعانستان د خلکو ملکیتونو دی او هیڅ څوک د بخښلای حق نه لری،
د خلکو د احساساتو راپارول ښه پایلی نه لری.
مونږ یو متل لرو: - چینی چی مات شی بیاهغسی نه پتری کیږی -
زه هیله لرم چه ښاغلی ولسمشر د خپلی ژمینی پر سر یو ځل بیا غور وکړی


اسم: عارف عباسی   محل سکونت: سانتا باربارا، کلیفورنیا    تاریخ: 05.10.2012

من با نظر هموطن عزیزم محترم وحید جداٌ موافقم ، این بی تفاوتی ها و سطحی نگری ها و خموشی ها در قبال چنین اعمال قصدی و عمدی و شرارت بر انگیز شخص اول مملکت گناه نا بخشودنی است و باعث ترویج یک رسم ناروا میگردد، محصلین بپا بر خاسته و قیام کننده در برابر بلند نمودن صدای حق و مشروع شان باید از پشتیبانی سرتاسری مخصوصاٌ وسایل اطلاعاتی برخوردار باشند تا این رسم منحوس درهم شکسته و رئیس جمهور مطابق میل و خواست خود به افتخارات ملی با همچو نام گذاری های نا عاقبت اندیشانه چنین بی باکانه بازی نکند.
چنین مؤسسۀ عالی علمی را بنام برهان الدین ربانی مسمی ساختن خطا نی، گناه نی، جفا نی، بلکه جنایت است، ننگ تأریخ است. و برای من و اکثریت دیگر دلیل این کار روشن نیست، لطفاٌ بمن بگویید که مرحومی در طول حیات خود برای منافع ملی افغانستان و مردمش چه خدمت بزرگ کرده اند که سزاوار چنین تقدیس و تکریم اند، اینکه ربانی تاجک است پشتون است هزاره و یا ازبک بنام خدا که مطرح نیست لعنت به کسی که قلم بردارد و روی منافع ملی کشورش بنویسد ولی در دل و دماغ تعصبات قومی جا دهد، نی خدایم آگاه است که چنین نیست. در صباوت برهان الدین ربانی شخص مجهول الهویه بوده ولی از زمان ریاست تنظیمیه که نامش تُتُق کرد تا ریاست جمهوری برای وحدت ملی افغانستان چه کرد؟ او یک ستمی قوم گرای تاجک پرست بوده با دیگر اقوام در خصومت قرار داشته و مخصوصاٌ بروی اسناد، شواهد و قرائن دشمن علنی پشتون ها بود. در ریاست جمهوری امر کرد که سپاهش از وجود پشتون پاک شود و مسافرین پشتون که از بی امنیتی کابل مثل دیگران به شمال فرار میکردند از موتر پائین انداخته می شدند و تحمل شنیدن یک حرف پشتو را نداشت و تا توانست هزاره کشی کرد، در پس درب های بسته با روسها طرح تجزیۀ وطن ریخت و به احمد شاه مسعود گفت این موقفی است که چانس یاری کرده تاجک رئیس جمهور و تاجک وزیر دفاع نباید دیگران را درین قلمرو راه باشد، اولاد وطن کدام تعلیم و تربیه را از این پروفیسور بیاموزند چگونه نام پوهنتون تعلیم و تربیه بنام چنین شخصی می گذارید. لطفاٌ نقش و دست آورد استاد را در صلح جویی و صلح خواهی در ریاست شورای عالی صلح برایم توضیح بدهید. پس دلیل چیست؟ تنها شهادتش توسط توطئه دوستانش و گماشتۀ طالبان چنین امتیازی را برای جناب شان اعطا فرموده، در جالیکه در ولایات قندهار، ارزگان، خوست، پکتیا، پکتیکا، کنر، نورستان، لغمان و ننگرهار به هزاران عالم، دانشمند، ملا، مولوی و کلان شوندگان صاحب رسوخ قومی بدست طالبان نابکار و مزدور کشته شده اند و کرزی صاحب کدام مسجد و یا مکتب را بنام شان مسمی ساخته.
کار های کرزی صاحب را دانستن و به کنه آن پی بردن دانش خاص می خواهد و راستی کار ساده نیست مخصوصاٌ که از پسر مرحومی خواهش نمود که با محصلین معترض صحبت کند و راه حل را سراغ فرمایند، این خود نشانۀ فراست و درایت زمامدار مدبر است، شمارا بسر هر که دوست دارید قسم که کدام عقل و منطق حکم می کند که یک خلف صالح حاضر به فسخ افتخار بزرگ جد مبارک خود است، این نوع تدابیر حتی در کتب دارالحکمۀ بغداد هم تذکر نرفته.
خموشی و بی تفاوتی نه تنها صواب نیست بلکه جرم است، صدا ها را قوی و رسا بلند کنید.
چندی قبل مضمونی در مورد تقرر بسم الله جان محمدی بحیث وزیر دفاع نوشتم روز دیگر یک وکیل شورا برایم تلفون کرده ضمن آفرین و تحسین گفت این مضمون را کاپی و بدیگران توزیع میکنم( اینکه واقعاٌ این کار را کرد بخدا معلوم است)، صدای ما و شما دور افتادگان بی اثر نیست.


اسم: وحید   محل سکونت: جرمنی    تاریخ: 05.10.2012

سلام به همه
جای بس تاَسف است که کسانیکه پوهنتون کابل را سوختاندند و به تعبیری بادودش در هوا نوشتند" نصرالمن الله و الفتخ القریب" و تمام وسایل و مواد درسی آنرا به یغما بردند، اموروز بخشی از همان پوهنتون به نام آنها مسمی شود.
کرزی و امریکا از ابتدا به منظور تطبیق پلان های دراز مدت امریکا بر بی رحم ترین و جانی ترین عناصر منجمله برهان الدین ربانی تکیه کرد. ازین نظام هیچ بعید نیست که فردا پوهنتون پلی تخنیک را بنام مزاری و تاق ظفر پغمان را به نام تاق سیاف، وفردا هم پوهنتون ننگر هار را بنام گلبدین، و تخت رستم را بنام تخت دوستم ...نام گذاری کند. ولی قسمی که دیده میشود خواست برحق محصلان پوهنتون از پشتیبانی وسیع نیروهای عدالت خواه و دیموکرات بر خوردار نیست. این به معنی ناحق بودن خواست محصلین نیست، بلکه از بی تفاوتی عدالت خواهان است. در همن پورتال و یا سایر سایت ها ورسانه ها قسمیکه لازم است بر حقانیت خواست محصلین پافشاری نشد.تلویزین های که از خارج نشرات دارند هم به دفاع از خواست محصلین کدام برنامه نداشتند. حتی خانم نا ترس و عدالت خواه سجیه کامرانی نیز در برنامه خود درهمان روزی که محثلین دروازه های پارلمان را بستند، فکر میکنم در همان روز یکی از به اصطلاح وکیلان رابه نام بکتاش تلفونی با خود داشت. از هرچیزی پرسید به جز خواست محصلین و بستن دروازه پارلمان توسط آنها.لازم بود از وی پرسیده میشد که بکتاش خان درهمین روز جناب شما در کجا تشریف داشتید و چه اجرائات کردیدو یا شما هم مانند فوزیه کوفی و خواصی امر حمله بر محصلین را دادید.
به نظر مکن محصلین نه باید تنها گذاشته شوند. تمام عدالت خواهان در خارح کمپاین وسیعی را در رسانه آغاز نمایند و در داخل در کنار محصلین قرار گیرند. تا باشد که محصلین هم خودرا تنها احساس نکنند و مستبدین هم بدانند که درین ملک ممکن نیست که هر چه دل تان خواست بکنید.

با عرض حرمت


اسم: لنډی خیبر   محل سکونت: پیښور    تاریخ: 05.10.2012

د ښوونې روزنې پوهنتون د محصلینو د تیرایستلو او له هغو څخه د ځان د خوندیتوب لپاره، کرزي دا محصلین صلاح الدین ربانې ته لیږلي وو،دې ته وايي « نخود سیا » پسې لیږل ! څنګه چې روسته معلومه هم شوه، محصلینو « نخود سیا » پیدا نه کړل او وچې شونډې د هیڅکاره صالح الدین له غولي بیرته راستانه شول .دې ته وايي د خلکو تیرایستل او غولول ! دې ته وايي چل او فریب !دې ته وايي شوټ کول،دا په هغه وهه او هغه په دې وهه !
دغه تبکاره ډله باید د خلکو له اوږو نوره راکښته شي .خو د هغه بل ورور خبره چې له بدو بدتر رانه شي او دې ته پام وشي .


اسم: Dr. Sal Sayedi   محل سکونت: UK    تاریخ: 05.10.2012

محترم ورور داکتر مرادزی زما سلامونه ومنئ
دادی دوه ورځې ستاسې شعر دځانه سره تکراروم او ډیر يې خوند راکړی: کومه نادوده به دې یوسم - چې ناکردې دې یادم ژړا راځینه
واقعا د وضع تحلیل او اوسنی وضعی عواقب همداسې احساس پیدا کوي. وخت د ضایع کیدو نه شده او دې حاکمیت ډیر وخت ضایع کړ د عصر د طلایی هدیو او ډالیو نه بې کفایته سیاسي غیر مشروع، چالاکو فریب کارو او دپردو استخباراتي کړیو نوکرانو په ډیره بیشرمی شخصی موقته ګټه پورته کړه او دا دافغانستان دخلکو تراژیدي لیا ادامه لري د کوم په نتیجه کې چې د هغوی باداران به هم غرق کړي.


اسم: AGO   محل سکونت: Germany    تاریخ: 05.10.2012

سلام دوستان

در عین زمانیکه برعکس رضایت مردم، در افغانستان جاده و میدان طیاره و پوهنتون به هدایت اکید آقای حامد کرزی به نام نامی برهان الدین ربانی، جنگ سالار ماجرا جوی تنظیمی که کار روایی های وی در صفحات تاریخ سرزمین بخون و آتش آغشتۀ ما اظهر من الشمس است، روزی نیست که شاهکار های جنگ سالار مذکور، به طریقی افشاء نگردد. اینهم یکی از آنها، مشت نمونۀ خروار

با تقدیم احترامات.

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Rabani_Sold_ARiana_Afghan_Airlines_plane_to_Iran.pdf



اسم: حیران   محل سکونت: کابل    تاریخ: 04.10.2012

کرزی او د هغه مرستیالان دې اوس د صلاح الدین رباني د رد ځواب ته پرتوګ واغوندي . صلاح الدین رباني دښوونې روزنې د پوهنتون د محصلینو غوښتنه چې د رباني په نوم لوحه دې بیرته کوزه شي او پرځای دې پخوانۍ هغه ولګول شي، رد کړه .په خبر کې داسې راغلي :


صلاح الدين رباني: د تعليم و تربيې پوهنتون لوحې کوزول امکان نه لري

| پنجشنبه, 10.04.2012, 04:13 PM | (1434 لیدل شوی)

د تعليم و تربيه پوهنتون د جنجال پر سر د سوله عالي شورا له مشر صلاح الدين رباني سره د دغه پوهنتون معترضو محصلينو ليدلي دي.

د دغو محصلينو يو استازي محور ورځپانه ته ويلي، د سوله عالي شورا مشر او د برهان الدين رباني زوى صلاح الدين رباني دولسمشر له شوې پرېکړې نه تېرېږي. هغه محصلينو ته ويلي، د تعليم و تربيې پوهنتون نوم د ولسمشر د فرمان او د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې شوى او له دې پرېکړې تېرېدل ناشونى کار دى.

دغه پلاوى وايي، کله مو چې د سولې عالي شورا مشر صلاح الدين رباني ته وويل، چې ولسمشر ددې جنجال د اواري ټول واک تاته درکړى، نو ته ددې جنجال د اواري لپاره له دې کار تېر شه، نو ښاغلي رباني محصلينو ته ويلي:((دا هېڅ امکان نه لري، زه د وزيرانو شورا پرېکړه او د ولسمشر کرزي فرمان نشم ماتولى او ددې لوحې بېرته کوزول د نه منلو خبره ده.))

دغې سرچينې محور ورځپاڼې ته ويلي، کله چې محصلين له ښاغلي رباني بېرته راوګرځېدل، نو په ساحه کې د ولسي جرګې غړي حفيظ منصور سره مخ شول. محصلين ادعا کوي، چې نوموړي ورته د پسخوند په ډول ويلي: ((دا خو لاسر دى، پټى وروسته سورور دى.))

معترض محصلين زياتوي، چې ښاغلي منصور زياته کړه:((دا خو لا وړه خبره ده، ډېر نور کارونه به هم وشي، تاسو ددې وړې لوحې پر سر دومره جنجال کوئ، غټې معاملې خو لا پاتې دي، هغه وخت به څه کوئ، تاسو خو به په دې ډول کارونو ټول افغانستان خراب کړئ.))

معترض محصلين وايي، دسولې عالي شورا په رمزي ډول په ارګ تور ولګاوه، چې په وينا يې يو شمېر چارواکي يې نه غواړي د تعليم وتربيې پوهنتون (( د سولې شهيد پروفيسوربرهان الدين رباني پوهنتون)) په نوم بدل شي.

صلاح الدين رباني معترضو محصلينو ته ويلي، په دې اړه به خپله غوڅه پرېکړه له ولسمشر سره تر ليدنې وروسته اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر ماښام دغو محصلينو محور ورځپاڼې ته ويلي و، ولسمشر ورته ډاډ ورکړى، چې که صلاح الدين رباني دغه پرېکړه ونه مني د حل يوه بله لاره به ولټوي، خو اوس چې معلومه شوه، چې هغه هم دا خبره نه مني، نو نه ښکاري چې د ولسمشر به وروستى اقدام څه وي؟

ولسمشر پرون محصلينو ته پخپلو خبرو کې دا هم ويلي و، چې:(( د تعليم و تربيې پوهنتون نوم بدلول مې ستره تېروتنه وه.))

معترض محصلين وايي، تر هغې چې دغه لوحه نه وي کوزه شوې خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

دې خوا محصلين له خپلې پرېکړې نه تېرېږي او هغې خوا ولسمشر په دوو کې ګېر پاتې دى.


اسم: زمری   محل سکونت: سویدن    تاریخ: 04.10.2012

کرزی او د هغه معاونین له اوس څخه نه بلکې له تیرو یوولس کلونو څخه افغانان خپلو منځو کې یو بل سره جنګوي. ترڅو چې دا مداریان په واک کې وي افغانان به ښه ورځ هیڅکله خوب کې هم ونه ویني . د رهبرۍ تغییر ته اشد ضرورت دی. خو چې ددې کفن کشانو پرځای له دغو بدتر کفن کشان په افغان ملت واکمن نه شي . د دوی ځای طالبان او یا نور توندلارې ونه نیسي . ډیری افغانان همدې خبرې ته ګوري ، که نه دا لنډه غر به يي په سپو او کوتکو سره له مخې لری کړی وای !



Copyright by AFGHAN GERMAN ONLINE all rights reserved