Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  

Besucherzaehler

افغان جرمن آنلاین > اخبار روز آدرس ایمیل ما: news@afghan-german.de

 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
قطر ته دکارګرو استول، ګڼ شمېر کسان نوملیکنې کوي
منبع : طلوع نیوز             تاریخ: 8/1/2025
 

په دې ورځو کې، په کابل کې  قطر ته دکارګرانو دلېږد لپاره دنوم لیکنې استازولیو ته ورتلونکو هېوادوالو شمېر دپام وړ زیات شوی دی.

یو له دغو غوښتونکی دپروان ولایت اوسېدونکی محمد صابر دی، چې دسهار له اوو بجو راهیسې کابل ته راغلی او دخپلې نوملينې نوبت ته په تمه ناست دی.  دپروان اوسېدونکی، محمد صابر وايي: «زموږ کار کرنه ده، خو لږه ده، ځمکه مو کمه ده، عایدات نه‌لرو چې دکور لګښتونه پوره کړو. اوس دنوم‌لیکنې لپاره راغلي یو، چې موږ قطر، ترکیې یا هر بل هېواد ته واستوي." بل پلو، یو شمېر لوستي او تحصیل کړي ځوانان له اسلامي امارته غواړي چې دکارګرانو دلېږد بهیر په بشپړې روڼیتا سره پرمخ یوسي.

دپروان یو بل اوسېدونکی، فضل‌هادي بیا داسې وايي: "روڼتیا باید ډېر په پام کې ونیسي، ځکه ځینې خلک شتمن دي، بیا هم غواړي قطر ته ولاړ شي. اصلاً باید هغه خلک واستول شي چې دشپې یوه مړۍ ډوډۍ نه‌لري. دولت باید هغوی ته زمینه برابره کړي." شیرالله هم چې دپروان اوسېدونکی دی، وايي: "ما زده‌ کړه کړي، شپاړسم پاس یم، اوس مهال بې‌کاره یم. همدې لپاره راغلی یم، چې زموږ په وطن کې کار نشته، مزدورۍ ته بهر لاړ شو."

بلخوا، په انصاري څلورلارې کې قطر ته دکارګرو دلېږد استازولۍ هم دورغلو کسانو له ګڼې ګوڼې سره مخ ده. هېوادوال دا شمېر دبې روزګاره خلکو پراخو اړتیاوو ته دځواب ویلو لپاره بسندوی نه بولي او دکاري فرصتونو پر زیاتېدو ټینګار کوي. دمیدان وردګ اوسېدونکی، نور حبیب هم زیاتوي: "زموږ غوښتنه له امارت نه دا ده چې له نورو هېوادونو سره هم هوکړې لاسلیک کړي، موږ نورو هېوادونو ته واستوي چې هلته کار وکړو."

  
بل پلو، ددغه کاري پروګرام ظرفیت له ۲,۰۰۰ څخه ۳,۱۰۰ بستونو ته لوړ شوی دی. ددغه پروګرام پر بنسټ، کاري فرصتونه د برېښنا دانجنیرۍ، مالدارۍ او هوټلدارۍ په برخو کې برابر شوي او غوښتونکي باید لږ تر لږه یو کال کاري تجربه ولري او عمر یې له ۱۸ تر ۴۵ کلونو پورې وي. 
 دکار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع‌ الله ابراهیمي و ویل: "له نېکه مرغه دکار زمینه تر ۳۱۰۰ پورې زیاته شوې ده، او هڅه روانه ده چې په راتلونکي کې هم په بېلابېلو برخو کې دکار فرصتونه پیدا کړو. دا دندې دبرېښنا انجینرۍ، دموټر میخانیکۍ، مالدارۍ، ځینو فارمونو، او همداراز دهوټل ‌دارۍ په برخو کې دي، چې ځانګړې مهارتونه ورته پکار دي او په همدې برخو کې بستونه شتون لري."

اخوا، تېره اونۍ په کابل کې دایران اسلامي جمهوریت دسفارت سرپرست علي ‌رضا بیکدلي دکار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمرې ته بلنه ورکړه چې تهران ته سفر وکړي او ایران ته دافغان کارګرانو لېږد په تړاو له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
بشري حقونو سازمانونه: ایران کې دافغان کډوالو اعدامونه زیات شوي
منبع : طلوع نیوز             تاریخ: 8/1/2025
 

دهه ‌نګاو په نوم دبشري حقونو سازمان اعلان کړی چې دایران دسویلي خراسان ولایت دبیرجند په مرکزي زندان کې ددوو افغان بندیانو داعدام حکم پلی شوی دی.

دغه دوه کسان د«قصدي وژنې» په تور نیول شوي او دایران دقضاییه قوې له لوري پر اعدام محکوم شوي وو. دهه‌ نگاو په نوم دبشري حقونو سازمان کاږي: «د ۱۴۰۴ کال دزمري میاشتې پر ۷مه (د ۲۰۲۵ کال دجولای ۲۹مه) سهار وختي نظیر محمد او یو بل افغان بندي، چې هویت یې تر څېړنې لاندې دی، په بیرجند زندان کې اعدام شول. دغه دوه بندیان د«قصدي وژنې» په تور نیول شوي وو او بالاخره دایران داسلامي جمهوریت دقضاییه قوې له لوري پر اعدام محکوم شوي وو.»

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپلان او پالیسۍ رییس، محمود الحق احدي وايي: "زه فکر نه کوم چې خپاره شوي ارقام دې دافغانانو داعدام له موضوع سره ډېر تړاو ولري. طبعاً ایران له ستونزو سره مخ دی او شکمن کسان یې نیولي دي، خو دا ډېر زیات افغانان نه ‌دي. که چېرې چا ته تاوان رسېدلی وي، دمهاجرینو دستونزو درسیدګۍ کمیسیون به دهغوی ستونزو ته رسېدنه کوي." یو شمېر کارپوهان وايي چې دایران قضایي نظام له افغان کډوالو سره په چلند کې روڼتیا نه لري.

دسیاسي چارو شنونکی، سید قریب‌الله سادات هم وايي: "افغانان په ټولو هېوادونو کې دوکیل نیولو له حقه محروم دي. دافغانستان دولت، نه دجمهوري نظام پرمهال او نه هم اوسني امارت، و نه‌شوای کولای چې د خپلو سفارتونو له لارې خپلو وګړو ته یو کوډ یا شمېره ورکړي، څو که اړتیا پېښه شي، ان له زندانونو لیدنه وشي او د افغانانو وضعیت وڅارل شي، او دا معلومه شي چې دهغوی داعدام لامل څه دی."

دسیاسي چارو یو بل شنونکی، نجیب الرحمن شمال هم بیا وايي: "دافغانستان هغه کډوال چې دایران په زندانونو کې دي، وکیل مدافع ته لاسرسی نه‌لري او بې له دفاعیې اعدامېږي. دا کار ددیني ارزښتونو او نړۍ والو قوانینو خلاف دی. هیله لرو چې له دې وروسته دایران اسلامي جمهوریت هغه کسان چې جرم کوي، له نیولو وروسته یې اعدام نه کړي، بلکې دافغانستان سرپرست حکومت ته یې وسپاري." تردې وړاندې دهنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان هم راپور کړی و چې په تېره یوه میاشت کې په ایران کې لږ تر لږه شپږ تنه افغانان اعدام شوي دي. 

 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
افتتاح پروژه انتقال آب بند قرغه به پوهنتون پولی ‌تخنیک
منبع : طلوع نیوز             تاریخ: 8/1/2025
 

در ادامه‌ تلاش ‌ها برای بهبود وضعیت دسترسی به آب آشامیدنی در کابل، شرکت امارتی آبرسانی و فاضلاب شهری، پروژه تولید و انتقال آب از بند قرغه تا ذخیره‌ گاه ده هزار مترمکعبی دانشگاه پولی ‌تخنیک را افتتاح کرد.

این پروژه که با همکاری یونیسف تطبیق شده، ۱۱ کیلومتر درازا دارد و قرار است برای ۶۰ تا ۷۰هزار خانواده در کابل آب آشامیدنی فراهم کند. حمیدالله همت مسول پروژه گفت: «۱۱ کیلومتر درازا دارد، از پنل ۴۵۰ میلی‌متری استفاده شده است، دو حلقه چاه حفر شده است، حدود ۲۵ تا ۳۰ لیتر در ثانیه فشار دارد که از اثر این سهولت رساندن آب برای ۶۰ الی ۷۰هزار خانواده فراهم خواهد شد.» 

غلام‌ رحمن کاظم رئیس اجرایی شرکت امارتی آب ‌رسانی و فاضلاب شهری نیز گفت: «چیزی ‌که ما حالا در دست نداریم، امید است بدست بیاوریم و به کار بیندازیم برای هموطنان ما و شهروندان خود و نیاز ها به بسیار آسانی پوره خواهد شد.» در همین حال، مقام‌ های امارت اسلامی نیز در مراسم افتتاحیه این پروژه تاکید کردند که مشکل کمبود آب در کابل جدی است، اما برای مدیریت آن برنامه‌ هایی روی دست دارند. امین ‌الله عبید والی کابل در این مراسم گفت: «برای شما اطمینان می ‌دهیم که مشکلات موجود در زمان کوتاهی حل خواهد شد و امارت اسلامی تصمیم دارد که مردم خود را از بند شاتوت و آب پنجشیر از آب پاک آشامیدنی بهره مند بسازد.»

احمد جان بلال رئیس شرکت ‌های امارتی نیز افزود: «پیش از آن که این مشکل بزرگتر شود یا با یک مشکلی جدی رو به ‌رو شوند ما این را بررسی کردیم که به اندازه توان و امکانات خود به این مشکل راه حل پیدا شود.» از سویی هم، سرپرست وزارت اقتصاد، بحران آب را یکی از پیامد های جنگ و تغییرات اقلیمی در کشور خواند و خواهان برنامه ‌ریزی هدفمند برای مدیریت آب ‌های داخلی شد. هم چنین وزارت زراعت با تاکید بر ضرورت آگاهی ‌دهی عامه، افزود که این وزارت ساخت کانال ‌ها و چک‌ دم ‌ها را از بهر مبارز با چلنج‌ های کم‌ آبی روی دست گرفته است. دین ‌محمد حنیف سرپرست وزارت اقتصاد در این مورد گفت: «میلیارد ها مترمکعب آبی که بیرون می ‌آید این باید مدیریت شود و استفاده شود تا آن ‌که وطن از این بحران نجات یابد. امارت اسلامی در صدد این است که تا با مدیریت آب ‌ها استفاده اعظمی صورت گیرد تا ما با قحطی ‌ها رو به ‌رو نباشیم.» 

صدراعظم عثمانی معین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری هم چنین افزود: «به هموطنان خود می‌ گویم که با مدیریت آب، از اصراف و استفاده بی‌ جای آب خودداری کنید، زیرا این مساله زنده گی ما است.» این پروژه در حالی به بهره‌ برداری سپرده می‌شود که پیشتر، برنامه اسکان بشردوستانه سازمان ملل متحد، بحران کم ‌آبی در کابل را "بی ‌سابقه" خوانده و تاکید کرده بود که برای مقابله با آن، به سرمایه‌ گذاری گسترده، همکاری میان نهاد ها و افزایش آگاهی مردم در مصرف بهینه‌ی آب نیاز است.

 
 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
دافغانستان درسنیو دملاتړ سازمان، دطالبانو له خوا دخبریالانو نیول او پر رسنیو محدودیتونه دبیان ازادۍ ته لوی ګواښ دی
منبع : د آزادی رادیو             تاریخ: 8/1/2025
 

اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې یو شمېر خبریالان په کابل، لوګر او خوست ولایتونو کې ګواښل شوي هم دي. دغه سازمان دا چلند دبشري حقونو، ملي او نړیوالو تعهداتو، او دبیان آزادۍ خلاف بللی دی.

په اعلامیه کې دغه شان راغلي چې رسنۍ دټولنې غړېدلې سترګې دي، او پر دوی سانسور او فشار، دخلکو داساسي حقونو له پامه غورځول دي. دافغانستان درسنیو دملاتړ سازمان (AMSO) له طالبانو غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي، خبریالانو ته دخوندي او خپلواک رسنیز فعالیت زمینه برابره کړي، دبیان آزادۍ ته درناوی وکړي او درسنیو پروړاندې محدودیتونه هم ختم کړي. په ورته وخت کې دطالبانوحکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، درسنیو فعالیتونه باید داسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او مسلکي اصولو پر بنسټ وي.

دطالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس دجولای په ۳۰مه، په خپل ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) لیکلي چې مجاهد په کابل کې د"مطبوعاتي مبارزې، تکلارې او دیپلوماسۍ" په نوم غونډه کې دطالبانو حکومت درسنیزې تګلارې، تعامل او بهرني سیاست اساسي ټکي بیان کړي او رسنۍ یې زغم، سیاسي درک او ملي یووالي ته رابللی او ټینګار یې کړی چې له احساساتي چلند باید ډده وکړي. په همدې حال کې، یو شمېر افغان خبریالان وايي، دطالبانو له خوا پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي.

 

 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
یک کارخانۀ پروسس کشمش با سرمایه ‌گذاری هشت میلیون دالر در کابل افتتاح شد
منبع : پژواک             تاریخ: 8/1/2025
 

یک کارخانۀ پروسس کشمش با سرمایه‌گذاری هشت میلیون دالر امریکایی در ولسوالی استالف کابل افتتاح شد که سالانه ظرفیت پروسس ۱۰ هزار تُن کشمش را دارد.

در خبرنامۀ معاونیت اقتصادی ریاست ‌الوزراء آمده که ملا عبدالغنی برادر آخند امروز در مراسمی که به همین مناسبت برگزار شده بود، آغاز فعالیت این کارخانه را گامی مهم در راستای افزایش ارزش محصولات زراعتی خواند و گفت که این باعث در حرکت آمدن اقتصاد منطقه و معیاری شدن صادرات خواهد شد. او افزوده‌ است که در این کارخانه برای صد ها تن از شهروندان زمینۀ کار نیز فراهم خواهد شد و این امر می‌تواند در زمینۀ رشد اقتصادی کشور کمک کند.

معاون اقتصادی ریاست‌الوزراء گفته که امارت اسلامی در کنار بخش‌های دیگر، به سکتور زراعت نیز توجه ویژه‌ای نموده و به هدف رشد اقتصاد زراعتی پروژه‌های مختلفی در بخش مدیریت منابع آب آغاز کرده‌است. به گفتۀ او، امارت اسلامی تسهیلاتی را برای صادرات محصولات زراعتی به کشورهای منطقه و جهان فراهم ساخته، نمایشگاه ‌هایی جهت بازاریابی برای این محصولات راه ‌اندازی کرده و تعرفه‌های وارداتی را افزایش داده که در داخل کشور تولید می‌شود. وی افزوده که امارت اسلامی برای تقویت سکتور زراعت، استفاده از محصولات زراعتی داخلی را در اولویت قرار داده و نیز پیشرفت‌هایی در زمینۀ بهبود سیستم‌های آبیاری، اعمار سردخانه‌ها و ساخت کارخانه‌های پروسس و بسته ‌بندی حاصل شده‌است.

ملا برادر بر کیفیت و بسته ‌بندی صادرات محصولات زراعتی به خارج از کشور تأکید ورزیده و این موضوع را برای اعتبار و روابط تجاری افغانستان مهم خوانده‌ است. او گفته‌ است: «امارت اسلامی برای رشد میزان تجارت، روی اتصال منطقه‌ای بیشتر تمرکز کرده‌است و خوشبختانه در حال حاضر شبکۀ خط آهن افغانستان گسترش یافته که از طریق آن روابط تجاری افغانستان با بسیاری از کشورها برقرار و گسترش یافته‌است.» او هم چنین افزوده ‌است که امارت اسلامی در تلاش است تا دهلیز لاجورد به ‌گونۀ کامل فعال گردد و در نشست اخیر سازمان ایکو نیز با کشور های دخیل در این دهلیز گفتگو کرده تا افغانستان به بازار های اروپا دسترسی پیدا کند.

به گفتۀ معاون اقتصادی، امارت اسلامی برای سرمایه‌گذاران در بخش‌های مختلف تسهیلات فراهم کرده و همه سرمایه‌گذاران می‌توانند در کنار زراعت و صنعت، در بخش‌های معادن، انرژی، مخابرات، ترانسپورت و خدمات نیز سرمایه‌ گذاری کنند. ملا برادر از سرمایه‌گذاری و آغاز فعالیت کارخانۀ پروسس کشمش «افغان سمون» استقبال کرده و به مسؤولین این کارخانه از هر نوع همکاری اطمینان داده‌است و از آنان خواسته که به جای کمیت، بر کیفیت، پروسس معیاری و بسته‌بندی مناسب تمرکز کنند.

باید گفت که کارخانۀ پروسس کشمش افغان سمون در مساحت ۱۲۸ جریب زمین به سرمایه‌گذاری هشت میلیون دالر امریکایی ساخته شده و سالانه ظرفیت پروسس ۱۰ هزار تُن کشمش را دارد. کشمش که در این کارخانه پروسس و بسته ‌بندی می‌شود، به روسیه، عربستان سعودی، امارات متحدۀ عربی، هند، کانادا، امریکا، بریتانیا و کشورهای شرق آسیا صادر خواهد شد. 

 

 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
دملګرو ملتونو دښځو څانګه، له یمن وروسته افغانستان دویم هېواد دی چې جنسیتي توپیر په کې په لوړه کچه دی
منبع : دویچه ویلی             تاریخ: 8/1/2025
 

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دطالبانو دحکومت له لوري پر ښځو لګول شوي بیلابیل محدودیتونه ورځ بلې ته پراخېږي، دملګرو ملتونو دښځو څانګې (UN Women) وايي، افغانستان په نړۍ کې دښځو دحقونو په برخه کې له سختو بحرانونو سره مخ هغه هیواد دی چې دوی لپاره د برابرو فرصتونو مبارزه په کې ورځ بلې ته سختیږي.

دغه ادارې دخپل ۱۵ کلن ماموریت دکلیزې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې په دې هیواد کې واکمنو طالبانو پر ښځو دمحدودیتونو لپاره لږ ترلږه اتیا فرمانونه صادر کړي دي. په دې راپور کې چې سه شنبه دجولای په ۲۹ خپور شوی راغلی افغانستان په نړۍ کې له یمن وروسته دوهم هیواد دی چې دجنسیتي توپیر لوړه کچه په کې موجوده ده.

یو این ومن ویلي اوسمهال دنړۍ له هرو لسو ښځو او نجونو یوه یې په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي او که چېرې دا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو نړۍ به تر راتلونکو ۱۳۷ کلونو پورې هم له ښځو سره اقتصادي نابرابري پای ته ونه رسوي. ددغه ادارې په راپور کې دا هم راغلي چې په تېره یوه لسیزه کې د جګړو سره نږدې سیمو کې دهغو ښځو شمېر دوه چنده شوی، چې دجنسیت پر بنسټ له لوږې، خوراځواکۍ، دخوړو نه خوندیتوب او تاوتریخوالي له لوړو خطرونو سره مخ کبږي.

په ورته وخت کې یو شمېر میرمنې او دښځو دحقونو فعالانې هم وايي په تېرو څلورو کلونو کې افغان میرمنو سخت کړاوونه ګاللي دي. په کابل کې یوه میرمن چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، "له درې کاله زیات وشول چې دزده کړو او کار په ګډون افغان میرمنې له لومړنیو حقونو او ان له عمومي ژونده بې برخې دي، دبشري حقونو دغه ښکاره نقض دمیلیونونو انسانانو ژوند له کړاو سره مخ کړی او دافغانستان راتلونکی یې له خطر سره مخ کړی دی." 

 

 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
طالبان دبې کارۍ کمولو په موخه افغان کارګران قطر ته لېږي
منبع : دویچه ویلی             تاریخ: 8/1/2025
 
طالبانو پتېيلې ده چي په افغانستان کي دبې کارۍ دکمولو په موخه افغان کارګر دکار له پاره قطر ته ولېږي. دوی ويلي دي چي له سعودي عربستان، متحدو عربي امارتو، عمان، ترکيې او روسيې ته دکارګرانو دلېږلو له پاره خبري رواني دي.
 

داسوشېتيد پرس خبري آژانس دراپور له مخي دسې شنبې په ورځ دمېلمه پالني، خوړو او مشروباتو په برخه کې قطر هيواد ته د ۲۰۰۰ ملسکي کسانو دلېږلو له پاره دنوم ليکني پروسه پيل سوه. دافغانستان دټولو ۳۴ ولايتونو څخه غوښتونکي کولای سي دارزوني له پاره خپلي کاري تجربې او اسناد وړاندي کړي.

دغه نوم ليکنه له هغه وروسته پيليږي چي له ګاونډيو هيوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ايران څخه په اجباري توګه نږدې ۱،۵ ميليونه افغان مهاجر افغانستان ته ستانه سوي يا ستنيږي او په هيواد کي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. دطالبانو ادارې دکار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري، د کارګرانو دلېږد پروګرام «يو مهم او بنسټيز ګام» وباله او ويلي يې دي چي له سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو، عمان، ترکيې او روسيې سره هم په دې برخه کي خبري رواني دي.

عمري، ددوشنبې په ورځ په ټولنيزه شبکه ايکس کي ليکي: «موږ ژمن يو چي په راتلونکي کي هم دغو هيوادونو ته مسلکي، نيمه مسلکي او حرفوي کارګر ولېږو.» عمري ويلي دي: «موږ په بهر کي دافغان کارګرانو قانوني حقونو او خونديتوب ته ژمن يو. زموږ موخه دغيرقانوني مهاجرت مخنيوی او دافغان کارګرانو عزت او وقار ساتل دي.» تراوسه يوازي روسيې دطالبانو حکومت په رسميت پيژندلی او نور هيوادونه له کابل سره ډېپلوماتيکي اړيکي نه لري.

دقطر او طالبانو اړیکي

قطر، چي په سيمه کي دامريکا متحده ايالاتو ديوې لويي پوځي اډې کوربه دی، په ۲۰۲۱م کال کي يې له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو پرمهال دګډوډيو په ډکو ورځو کي دطالبانو له ويري د تښتېدلو کسانو له پاره يوه حياتي لاره وه. دغه هیواد دغه راز دطالبانو له پاره ديوه دېپلوماتيک دفتر کوربه توب هم کوي او په ۲۰۱۹ـ۲۰۲۰م کلونو کي دطالبانو او دهغه وخت ددونالد ترمپ ادارې ترمنځ دسولي دخبرو اترو کوبه وو.

دطالبانو درئيس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر، وويل چي قطر ته د کارګرانو دلېږلو نوښت به دبې کارۍ په کمولو او اقتصاد کي مرسته وکړي، داسي چي هغوی به پيسې هيواد ته رالېږي. برادر، د دوشنبې په ورځ ددغه پروګرام دپيل په مراسمو کي وويل: «بهر ته په قانوني توګه دمسلکي افغان کارګرانو دلېږلو پروسه به پر ملي اقتصاد مثبته اغېره او په بې کارۍ کمولو کي به مرسته وکړي.» هغه وويل چي حکومت له څلور کلونو راهيسي په کورنۍ او بهرنۍ پانګه اچوني، پراخو سواګريزو اړيکو او زېربنايي پروژې سره دبې کارۍ کچي راکمولو له پاره کار کوي.