Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  

Besucherzaehler

افغان جرمن آنلاین > اخبار روز آدرس ایمیل ما: news@afghan-german.de

 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
هایلایت: فشردۀ مهمترین خبر های افغانستان و جهان
منبع : رادیو آزادی             تاریخ: 6/16/2025
 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
افغان ډیپلوماټان او کارپوهان وايي، افغانان باید دایران او اسراییل له کړکېچه ځان لرې وساتي
منبع : د آزادی رادیو             تاریخ: 6/16/2025
 

یو شمیر افغان پخواني ډیپلوماتان او دسیاسي او نړیوالو چارو شنونکي دطالبانو له حکومت غواړي چې دایران او اسرایلو ترمنځ جګړه کې ښکېل نشي. دوی وايي، دطالبانو حکومت باید مسوولانه او متوازن دریځ غوره کړي. دطالبانو حکومت پر ایران داسراییلو ورستي بریدونه غندلي او دا یې دهغه هیواد په ځمکنۍ بشپړتیا یرغل بللی دی.

په ایران او پاکستان کې دافغانستان پخوانی سفیر محمد عمر داوودزی ټینګار لري چې دطالبانو حکومت باید د اسراییلو او ایران تر منځ تازه کړکېچ کې ښکېل نه شي. داوودزي ازادي راډیو ته وویل: «ایران چې د افغانستان ګاونډی دی او حمله پرې شوې، هلته زموږ میلیونونه افغانان هم اوسېږي، هغوی مخکې هم متضرره وو او اوس هم دي، که دا جګړه اوږده شي دوی ته ډېر ضرر رسېدلی شي، نو افغانستان او افغان سیاستوالو او مشرانو ته په کار ده چې دا جګړه دې تقبیح کړي خو یو مسولانه، متوازن او عادلانه موقف دې ونیسي، ټولې هغه هڅې دې په کار واچول شي چې ددې جګړې دسختېدو او پراخېدو مخه ونیسي.» دا په داسې حال کې ده چې دطالبانو حکومت پر ایران داسرائیلو ورستي بریدونه غندلي دي.

دطالبانو دحکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په هغه غږیز بیان کې چې د شنبې په ورځ (دجون په ۱۴مه) د دوی دحکومت تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزون خپور کړی ویلي، دا برید دنړیوالو حقونو له اساسي اصولو په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت اوځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده او دوی یې په کلکه غندي. نوموړي زیاته کړې چې، دا ډول کړنې چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت لاپسې کړکېچن او اندېښمن کړی دی. حمدالله فطرت دا هم ویلي چې اړونده خواوې د دې وضعیت د دوام او سیمه کې د ناامنۍ زیاتوالي ته اجازه نه ورکوي.

خو هم مهاله په ایران کې دطالبانو حکومت تر کنټرول لاندې دافغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې له افغان کډوالو غوښتي چې له حساسو نظامي مرکزونو لرې پاتې شي او له سیاسي فعالیتونو او پارونکو موضوعاتو ډډه وکړي.
په روسیه کې افغان پخوانی ډیپلومات او دنړیوالو چارو پوه غوث جانباز هم وایي، افغانستان ته په کار ده چې ځان په هېڅ صورت په دې ناورین کې ښکېل نه کړي:
«احساساتي کړنې او شعارونه افغانستان ته جائز نه دي، افغانان او افغانستان خپله له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې له سترې غمیزې او بشري، سیاسي او اقتصادي ناورین سره مخ دی، تر ډېره باید دوی (طالبان) په هېواد دننه حالاتو ته متوجه شي.»

دایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه دجون په ۱۳مه سهار وختي داسرائیلو لخوا دایران په اټومي او پوځي تاسیساتو او مهمو پوځي چارواکو باندې په لوی او ناڅاپي توګه پيل شوه.

 

 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
آیا نړۍ به په اوسني وضعيت کې له طالبانو سره تعامل وکړای شي؟
منبع : دویچه ویلی             تاریخ: 6/16/2025
 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
درخواست ۶۵۰ میلیون دالر کمک عاجل از سوی برنامه جهانی غذا برای افغانستان
منبع : آریانا نیوز‌             تاریخ: 6/16/2025
 

برنامه جهانی غذا هشدار داده است که بیش از ۹.۵ میلیون تن در افغانستان با ناامنی شدید غذایی رو به ‌رو هستند و برای ادامه فعالیت‌ های اضطراری خود تا پایان سال ۲۰۲۵(جدی ۱۴۰۴)، به ۶۵۰ میلیون دالر کمک مالی عاجل نیاز دارد.

براساس ارقام منتشرشده، دست‌ کم ۴.۶ میلیون مادر و کودک در افغانستان از سوء تغذیه رنج می ‌برند و دو سوم خانواده ‌های که زنان سرپرستی آنها را بر عهده دارند، توانایی خرید موادغذایی اولیه را ندارند. زنان و دختران افغانستان‌ که تحت محدودیت ‌های روزافزون در آموزش، اشتغال و آزادی ‌های فردی قرار گرفته‌اند، از آسیب‌ پذیرترین گروه‌ ها در بحران کنونی به ‌شمار می‌ روند.

در حالی که در سال‌ های گذشته کمک‌ های غذایی توانسته میلیون‌ ها خانواده را از فاجعه گرسنگی نجات دهد، کاهش شدید منابع مالی موجب شده است که برنامه جهانی غذا، ارائه خدمات به بخش بزرگی از نیازمندان را متوقف کند. این در حالی است که ۸.۵ میلیون نفر دیگر از دریافت کمک‌ های اضطراری محروم خواهند شد.

از سوی دیگر، بحران سوء تغذیه نیز در حال وخیم ‌تر شدن است. طبق تخمین ها، ۳.۵ میلیون کودک زیر ۵ سال و ۱.۲ میلیون زن باردار و شیرده در سال جاری نیاز عاجل به درمان‌ های تغذیه‌ای نجات ‌بخش دارند. با ادامه این وضعیت، مسئولان برنامه جهانی غذا هشدار می‌ دهند که بدون تأمین منابع مالی لازم، بسیاری از نيازمندان در معرض خطر قرار خواهند گرفت.  

 

 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
سقوط هلیکوپتر در شمال هند ۷ کشته برجا گذاشت
منبع : دویچه ویلی             تاریخ: 6/16/2025
 
سقوط یک هلیکوپتر در ایالت کوهستانی اوتاراکند در شمال هند، سبب کشته شدن ۷ سرنشین آن شد. این هلیکوپتر، زائران را منتقل می ‌کرد و مقامات در حال بررسی دلیل سقوط آن اند. 
 

رسانه ‌های محلی گزارش دادند که یک هلیکوپتر که زائران هندو را از یک زیارتگاه منتقل می‌ کرد، روز یکشنبه در ایالت اوتاراکند در شمال هند سقوط کرد و هر هفت سرنشین به شمول خلبان آن کشته شدند. این رویداد چند روز پس از سقوط یک طیاره در حیدرآباد هند رخ داد.

پوشکار سینگ دامی، وزیر اعلای این ایالت، در شبکه اجتماعی ایکس گفت: «خبر بسیار غم ‌انگیزی در مورد سقوط هلی کوپتر در منطقه رودراپرایاگ دریافت شده است.» او افزود که نیروی ایالتی رسیدگی به حوادث مقامات محلی و تیم‌ های امداد و نجات عملیات امدادرسانی را آغاز کرده‌اند.

این هلیکوپتر حدود ساعت ۵:۲۰ صبح به وقت محلی از زمین برخاست و در جریان سفر ۱۰ دقیقه‌ای اش خیلی زود سقوط کرد. مقامات گفتند که پس از این سقوط، آتش ‌سوزی رخ داده و اجساد به شدت سوخته اند. اداره هوانوردی غیرنظامی اوتاراکند اعلام کرد که این هلیکوپتر از منطقه «شری کدارنات دام» به «گوپتکاشی» در حال حرکت بوده و افزود که یکی از مسافران یک دختر ۲ ساله بوده است. این اداره گفت که تیمی را برای بررسی علت سقوط به محل سقوط اعزام کرده است.

مجله خبری هندی «دویک» گزارش داد که مردم محلی که برای جمع ‌آوری علف برای مواشی خود رفته بودند، لاشه هلیکوپتر را دیده و به مقامات اطلاع داده ‌اند. راهول چابی، مسئول گردشگری منطقه، به رسانه‌ ها گفت که به احتمال زیاد این حادثه به دلیل آب و هوا رخ نامساعد داده است. کشته‌ شده گان هندی ‌هایی از ایالت‌ های اوتار پرادش، گجرات و ماهاراشترا بودند.

 

 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
ایران دخپلو نورو وژل شویو جنرالانو نومونه خپاره کړل
منبع : تاند             تاریخ: 6/16/2025
 

دسپاه پاسداران دعامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې دهغو جګپوړو قوماندانانو نومونه خپاره کړي چې داسراییل دوروستیو هوايي بریدونو په ترڅ کې دسپاه دهوافضا ځواک له قوماندان امیرعلي حاجي‌ زاده سره یو ځای وژل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې، چې دیکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۵مه (جون ۱۵مه) خپره شوې، ویل شوي چې دا کسان د هغه برید پر مهال له حاجي‌زاده سره وو، کوم چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا پر یوې تر ځمکې‌لاندې اډې ترسره شو. دجمعې په ورځ، یوه اسراییلي امنیتي مقام ویلي و چې په یوه تاکتیکي برید کې یې دحاجي‌زاده، په شمول یو شمېر لوړپوړي نظامي چارواکي، په نښه کړي. وروسته، داسراییل ۱۲ نمبر کانال راپور ورکړ چې دغو قوماندانانو دایران له خاورې داسرائیل پر ضد داحتمالي برید دچمتووالي لپاره غونډه کړې وه، چې داسرائیل جنګي الوتکو دهغوی پټ مرکز وپېژاند او ویې ویشت.

په دې برید کې، دراپورونو له مخې، دا جګپوړي چارواکي وژل شوي دي:

  • امیرعلی حاجي ‌زاده: دسپاه دهوافضا ځواک قوماندان
  • محمد باقر طاهرپور: دبې ‌پیلوټه الوتکو دقطعې مشر
  • داوود شیخیان: دهوايي دفاع قوماندان

دشنبې په ورځ، دغبرګولي په ۲۴مه، دایران رسنیو دهغو اته جګپوړو پوځي چارواکو نومونه خپاره کړل چې په دې برید کې وژل شوي:

  • محمدحسین باقري: دایران دټولو قواوو لوی درستیز
  • حسین سلامي: دسپاه پاسداران عمومي قوماندان
  • غلامعلي رشید: دخاتم‌الانبیا قول اردو مشر
  • امیرعلي حاجي‌زاده: د هوافضا ځواک مشر
  • مهدی رباني: دعملیاتو مرستیال، درستیزوال
  • غلامرضا محرابي: داستخباراتو مرستیال، درستیزوال
  • داوود شیخیان: دهوايي دفاع مشر
  • مسعود شانه‌يي: دسپاه دعمومي قوماندان دفتر مشر

دیکشنبې په ورځ، دغبرګولي ۲۵مه، سپاه دنورو شپږو هغو پوځیانو نومونه هم اعلان کړل چې دحاجي ‌زاده له ډلې سره وو او تردې وړاندې یې نومونه نه وو افشا شوي:

  • محمود باقري
  • محمدباقر طاهرپور
  • منصور صفرپور
  • مسعود طیب
  • خسرو حسني
  • جواد جرسرا

دسپاه عامه اړیکو دا نومونه دهغو له وژل کېدو درې ورځې وروسته خپاره کړي دي.

 

 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
نږدې دوه لکه افغان ماشومان په پاکستان کې له تعلیمه بې برخې دي
منبع : د آزادی رادیو             تاریخ: 6/16/2025
 
 

دملګرو ملتونو سازمان وايي، نږدې دوه لکه افغان ماشومان او تنکي ځوانان په ځانګړي ډول نجونې په پاکستان کې لا هم له زده کړو بې برخې دي. دغه سازمان د «غبرګون پلان» په راپور کې چې پرون جمعه د جون ۱۳ مه خپور شوی د معتبرو اسنادو او د بودیجې کمښت هغه لاملونه یاد شوي چې له امله یې افغان کډوال ماشومان له زده کړو پاتې دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د طالبانو له لوري د نجونو په زده کړو محدودیت لا هم په خپل ځای دی د سیمه ییزو کډوالو د غبرګون پلان ویلي په ګاونډي هیواد پاکستان کې شاوخوا ۱۹۴ زره افغان ماشومان او تنکي ځوانان په ځانګړي ډول نجونې لا هم له زده کړو بې برخې دي.

د دغه پلان په لس مخیز راپور کې چې پرون جمعه د جون ۱۳ مه د ریلیف په ویب پاڼه خپور شوي راغلي چې دغه افغان ماشومان په پاکستان کې د زده کړو لپاره لازم اسناد نه لري او په دې برخه کې دوی د بودجې له کمښت سره مخ دي.

په راپور کې خبرداری ورکول شوی چې دا حالت په عمومي ډول د افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو د زده کړو مخه نیسي او راتلونکې یې له خطر سره مخ کوي.

د سیمه‌ییزو کډوالو د غبرګون پلان د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یونیسف، سیف دې چلډرن او د زده کړو د بنسټونو سره په همغږۍ پرمخ وړل کیږي او هدف یې د کډوالو د زده کړو او نورو اړتیاوو پوره کول دي.

دغه پلان ټینګار کوي چې که چېرې سمدستي او دوامداره پانګونه ونه‌شي، نو د افغان ماشومانو یو بشپړ نسل به د زده‌کړو په ګډون له هغه فرصتونو بې برخې شي چې له امله یې کولای شي له بې ځایه کېدو وروسته خپل راتلونکې جوړ کړي.

په پاکستان کې میشتې یو شمېر افغانې کورني بیا وايي د اسنادو د نه لرلو ترڅنګ د دوی ګڼې اقتصادي ستونزې اجازه نه ورکوي چې ماشومان په خصوصي ښوونځیو کې داخل کړي.

د کابل اوسېدونکې تولا چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ مخکې په کابل کې د لسم ټولګي زده کوونکې وه وايي پاکستان ته د خپلو زده کړو د بشپړېدو لپاره لاړه خو د زده کړو د بشپړتیا هیله یې لا هم همداسې هیله پاتې ده.

«په افغانستان کې د لسم ټولګي زده کوونکې وم، طالبانو زموږ په وړاندې ښوونځي وتړل، دلته پاکستان ته کډوال شو، دلته افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د ویزو ستونزه د پولیسو د نیولو او د ډیپورټ ستونزه، زه خپله دلته له زده کړو محرومه یم، ځکه موږ دلته د مالي ستونزو ترڅنګ ګڼې نورې ستونزې لرو.»

د څلورو اولادونو مور یاسمین نبي زاده هم په اسلام اباد کې میشته ده او وايي نه یواځې اقتصادي ستونزې یې د اولادونو د زده کړو مخه نیولې بلکې د ویزو نشتوالي هم د افغان ماشومانو په وړاندې د زده کړو دروازې بندې کړي دي.

«په پاکستان کې افغان نجونې او هلکان د زده کړو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي، ځکه دوی په خصوصي ښوونځیو کې د زده کړو مالي امکانات نه لري او ان یو شمېر خصوصي ښوونځي له ویزو سره سره افغان ماشومان نه شاملوي.»

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو دشورا مسولین هم وايي چې دغلته میشت په سلو کې شاوخوا اتیا سلنه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي.

د دې شورا مسول میوند عالمي افغان ازادي راډيو ته وویل:

«تقریبا په سلو کې اتیا سلنه افغان کډوال ماشومان له زده کړو محروم دي، کوم شل سلنه چې ښوونځيو ته ځي هغه هم په خصوصي ښوونځیو کې شامل شوي دي، نور خلک له مالي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای ماشومانو باندې زده کړې وکړي، په دولتي ښوونځیو کې اجازه نه ورکول کیږي، او کوم افغان کډوال ماشومان چې له زده کړو بې برخې دي په دوی کې هم ډیری یې نجونې دي.»

دسیمه‌ییزو کډوالو د غبرګون پلان د دغه پروګرام په ترڅ کې یې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۱۲ زره فغان ماشومان چې له نیمايي زیاتې یې نجونې دي په رسمي او غیر رسمي ښوونیزو مرکزونو کې شامل کړي دي، خو په دغه راپور کې راغلي چې د بودجې د کمښت له امله او دا چې تقاضا هم ډېره وه لا هم ډیری ستونزې پر خپل ځای دی.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز لګول شوی دی.

ډیری افغانې کورنۍ د خپلو لوڼو او خویندو د زده کړو د بشپړېدو په هدف ګاونډي پاکستان ته تللي داسې مهال چې پاکستان په وروستیو کې له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یوازې په تېرو دوه میاشتو کې له ۲۱۶ زره ډېر افغانان ایستل شوي دي.

پاکستان پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړه.

د دغه هیواد کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ وویل له هغه وخته تر اوسه له یو میلیون ډېر بې اسناده او افغان تابعیت کارت لرونکي افغان کډوال له دې هیواده ایستل شوي او دا پروسه په چټکۍ روانه ده. 

 

 

 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
داحمد ظاهر مرګ – ترافیکي پیښه، غچ اخیستنه، که پلان شوې دسیسه؟
منبع : تاند             تاریخ: 6/16/2025
 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
احمد جاوید نور، آگاه محیط زیست در این برنامۀ مهمان آزادی
منبع : رادیو آزادی             تاریخ: 6/16/2025
 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
خانواده مهاجر افغان با واقعیت مهاجرت در آلمان روبرو است
منبع : دویچه ویلی             تاریخ: 6/16/2025
 
برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
سازمان ملل متحد: نزدیک به ۲۰۰ هزار کودک و نوجوان افغان، خصوصآ دختران در پاکستان از آموزش محروم‌اند
منبع : رادیو آزادی             تاریخ: 6/16/2025
 
 
 
 
 
 
 

در حالی که محدودیت های آموزشی دختران بالاتر از صنف ششم در افغانستان هم چنان پابرجاست، طرح منطقه‌ای پاسخ به پناهنده گان سازمان ملل متحد "RRP" اعلام کرده که بیش از۱۹۴ هزار کودک و نوجوان افغان خصوصآ دختران در پاکستان از آموزش محروم مانده‌اند.

آر آر پی در گزارش ۱۰ صفحه‌ای خود که روز جمعه ۱۳ جون، در ویب ‌سایت "ریلیف" منتشر کرده افزوده، این کودکان در پاکستان مدارک لازم برای ادامه آموزش ندارند و هم چنان این طرح با کمبود بودجه روبرو است. در ادامه هشدار داده شده که اگر سرمایه ‌گذاری فوری و پایدار در این بخش صورت نگیرد، نسل کاملی از کودکان افغان از آموزش و فرصت ‌هایی بی بهره خواهند شد که می تواند آنان را قادر بسازد که پس از آواره گی آینده خود را بسازند.

تعدادی از خانواده‌ های افغان مقیم در پاکستان می‌ گویند، علاوه بر نداشتن مدارک، مشکلات زیاد اقتصادی دارند که اجازه نمی ‌دهد فرزندان شان را در مکاتب خصوصی ثبت نام کنند. تولا دانش آموز در کابل که پس از بازگشت طالبان به قدرت در افغانستان به هدف ادامه آموزش به پاکستان رفته به رادیو آزادی گفت که او در آنجا موفق به ادامه آموزش نشده است. "افغان ‌ها اینجا با مشکلات زیادی روبرو هستند، از جمله مشکل ویزه، بازداشت از طرف پولیس و احتمال اخراج، من خود از ادامه تحصیل محروم مانده‌ام، چون علاوه بر مشکلات اقتصادی، مشکلات دیگری هم داریم."

یاسمین نبی ‌زاده، مادر چهار فرزند که در اسلام‌ آباد زندگی می ‌کند، می‌ گوید، علاوه بر مشکلات اقتصادی، نداشتن ویزه و برخی مسایل دیگر مانع از ثبت نام افغان ها در بسیاری مکاتب در آنجا می ‌شود. "در پاکستان دختران و پسران افغان در عرصه آموزش با مشکلات زیادی روبرو هستند، چون آنها پول ثبت نام در مکاتب خصوصی را ندارند و حتی در بعضی از این مکاتب با وجود ویزه، دانش ‌آموزان افغان پذیرفته نمی ‌شوند."

اعضای شورای مهاجران افغان در اسلام ‌آباد نیز می ‌گویند، حدود ۸۰ درصد از کودکان افغان ساکن در آنجا از آموزش محروم‌اند. میوند علمی رئیس این شورا به رادیو آزادی گفت: "مردم با مشکلات اقتصادی روبرو هستند و نمی ‌توانند هزینه تحصیل فرزندان خود را بپردازند. در مکاتب دولتی اجازه ثبت نام نمی ‌دهند و اکثر این کودکان محروم از آموزش دختران‌اند." طرح منطقه‌ای پاسخ به پناهنده گان سازمان ملل متحد"RRP" گفته که در سال ۲۰۲۴ حدود ۱۱۲ هزار کودک افغان، که بیش از نیمی از آنها دختران‌اند، در مراکز آموزشی رسمی و غیررسمی در پاکستان تحت پوشش قرار گرفته اند، اما با آن هم تقاضا ها و مشکلات زیادی در این بخش باقی مانده اند.

طرح منطقه‌ای پاسخ به پناهندگان سازمان ملل متحد "RRP"به رهبری سازمان ملل متحد از جانب صندوق حمایت از کودکان این سازمان "یونیسف" در هماهنگی با صندوق نجات کودکان"سیف دچلدرن" و برخی نهاد های آموزشی به هدف فراهم کردن زمینه آموزش و رفع سایر نیاز های پناهندگان در شماری از کشور های منطقه اجرا می شود. پس از بازگشت طالبان به قدرت در افغانستان، آموزش دختران بالاتر از صنف ششم و تحصیل آنان در پوهنتون در این کشور ممنوع اعلام شد، بیشتر خانواده ‌های افغان با هدف ادامه تحصیل دختران خود به پاکستان مهاجرت کرده‌اند.

این در حالی‌ است که وزارت داخله پاکستان به تازه گی گفت که بیش از ۲۱۶ هزار افغان در دو ماه گذشته و بیش از ۱ میلیون دیگر آنان در حدود دو سال گذشته از این کشور اخراج شده اند. پاکستان روند اخراج مهاجران افغان فاقد اسناد را در اکتوبر ۲۰۲۳ و اخراج دارنده گان کارت شهروندی افغان "ای سی سی" را از اول اپریل سال جاری از آن کشور آغاز کرد که تا کنون به سرعت ادامه دارد.