Skip to main content

تحليل ها و پيام ها

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > تحليل ها و پيام ها  

نظریات شما درمورد مطلب آتی:
  سـرشـماري ؟؟ که سرنا بـودي؟؟    نویسنده:  م.ر سعاد ت

 
اسم: ر. اسحاقزی   محل سکونت: مزارشریف    تاریخ: 11.06.2008

درنو وطنوالو!
د افغانستان د وګړو سر شمیرنه او احصايیه د وزیرانو د عالی شورا دپریکړی په اساس د دوو کلو لپاره وځڼډول شوه!!!

موږ ددې پریکړې هرکلی کوو ،دافغان ولس نن ترهرڅه زیات سولی ته اړتیالری،اوداسرښمیرنه به ددوی ددردونوعلاج نه بلکه ددوی پر ټپونو مالګی دوړول دی،اوهغه هم دیوداسی هیواد له خوا (ایران)چه په مستقیمه توګه دافغانستان په ورانۍ اوبربادۍ کی لاس لری. اودحکومت څخه داغوښتنه کوو چې باید د احصایې په اداره کې ژور بدلونونه راولي او ایران او نوروګاونډیانو ته موقع ورنه کړي چې په دې برخه کې لاس وهنه وکړي.


اسم: جمال   محل سکونت: لندن    تاریخ: 09.06.2008

تشکر از سایت افغان جرمن.
بخاطر نشر کردن این مطلب. و هم تشکر از نویسنده محترم. به راستی که دسیسه شیطانی بزرگی خنثی شده که خدا را شکر. میخواهم از موقع استفاده کرده به مسولین سایت عرض کنم که بنده تا فعلا چهار تذکره نزد خود مربوط ولایت لوگر دارم که در آن از بیسوای و ساده بودن پشتون ها استفاده شده و زبان مادری شان دری ذکر شده و قرار معلومات بعدی این کار توسط افراد وابسطه به جمیعت به اشاره رهبران شان صورت گرفته. اگر به شکل دقیق دنبال این موضع گرفته شود به یقین گفته میتوانم که تعداد این چنین افراد فریب خورده به صدها هزار خواهد رسید. من شخصا میتوانم کاپی یا اصلی این تذکره ها را در موقع ضرورت در اختیر تان قرار دهم. پیروز باشید.


اسم: سعادت   محل سکونت: جرمني    تاریخ: 06.06.2008

ډیرو درنو هیواد والو بیا هم اسلام علیکم!
لومړۍ د شاغلي عبدالله له کابله ، چې دې وزیرانو دې شورامفصل راپورتاژ یې په دې اړه رالیږلې وو ،ډیره مننه . د شاغلې چنار ګل نظر ته احترام کوو او مونږه هم ترې احترام غواړو ،که تاسو غواړۍ چې واقعا به بحث کې ونډه واخلۍ ،نو د پورتال د اساسي کرښو او شرایطو سره برابر ولیکۍ ،حتما نشریږی . په لنډیز د پورتال نظریات دلته لوستې شې :«افغان جرمن آنلاين از بنيانگذاری تا امروز »

زه یو ځل بیا درنو هیوادوالو څخه هیله کوم ،چې خپل نظر څرګند کړي او په فعاله توګه دې پروسې کې برخه واخلي ، دا هم هیره نه کړي ،چې دسرشمیرنې مسله حل شوی نده ، بلکې څنډول شوی ، که مونږه په ګډه خپل غږی جګ نه کړو او په مستمره توګه دې سرشمیرنې مسله ژوندې ونه ساتو ، دوه کاله وروسته به بیا همدا حال وی .
به درنشت <


اسم: Admin   محل سکونت: Germany    تاریخ: 06.06.2008

Salam Chenar Gul
because you write some thing, but hide your indentity.
WS


اسم: faiq   محل سکونت: London    تاریخ: 05.06.2008

Weldon to you for the honest view and hope the rest of the nation will realise that.


اسم: چنارگل   محل سکونت: ویرجینیا    تاریخ: 05.06.2008

ولی زما تبصره نه نشریژی؟


اسم: Dr Zarif   محل سکونت: London    تاریخ: 05.06.2008

Tolo dustano ta salamona pa khasa toga Sadat sahib ta. Za staso la nazaraeto sara kamalan mawafeq eam. Heaila kaegay chai Afghan walas balakhaera de baharanyo wa kuranio Afghan zad dasaeus ta baedara shae wa ue maelli aw watany herkat ke pa mansajama toga de daghu watan farushu anasuro per zad mabaraza awkray.De Sadat sahib de nwro khu lekuno pa hela


اسم: safi mohamad khaled   محل سکونت: germany köln    تاریخ: 05.06.2008

zama salamona aw neke heele wa manee grano hewad walo da tol lostonko da rogtia pa heela ------ sar shemerana zama pa nazar bayad yaw dase wakht ke washi che tolo qawmono ta da manalo war wee pa 100 ke 80 % kho da hewad na bahar jwand kawee no sanga malomat ba washee la wakht shta da sarshemerene la para was bayad nor der sa da zarorat war de che bayad washi aw ka pa wosani sharayatu ke da danda har sok pa gara wakhle da ba da afghanano sara jafa wee -- pa dranakht


اسم: افغان جرمن آنلاین    محل سکونت: جرمنی    تاریخ: 03.06.2008

درنو وطنوالو!
دآریانا تیلیویزیون د خبرونو اود بی بی سی دراډیو او وبپاڼي په حواله د افغانستان د وګړو سر شمیرنه او احصايیه د وزیرانو د عالی شورا دپریکړی په اساس د دوو کلو لپاره وځڼډول شوه!!!

افغان جرمن آنلاین ویاړی چه دا پورتا ل د افغانستان د خلکو د ملی منافعو د انعکاس یوه هنداره ده او د ملی او ولسی مسایلو په اړوند ئی خپلو درستو وطنپالو لیکوالو ته دا زمیته مساعده کړی چه د خپلو څيړنیزو مضامینو له لیاری د ننیو کړکيچنو شرایطو او شخړو په هکله رڼا واچوی او خپاره ئی کړی.

د پیاوړو لیکوالو ښاغلی اکادمسین سیستانی،ښاغلی حبیب اله غمخور ،ښاغلی حاجی محمد نوزادی او نورو څخه درناوی او مننه کوو چه په رښتیا دغو ملی کړکيچو حالاتو او شخړو ته په کره گوری او لیکنی پری کوی. په ډاډ ویل کیدای شی چه د کرزی ددولت دغه تصمیم په داسی وخت او شریطو کی یو خسا اوله لانجو نه ډکه کړنه بریښيده ،خو څومره د خوښۍ ځای دئ چه د ښاغلی سعادت لیکنی د افغانانو او افغان پیاوړو لیکوالو پام د سر شمیرنی لانجی ته یو ځل بیا راو ګرځاو. دغه ملی دریځ دا ثابته کړه چه افغانان کولی شی د خپل سرنوښت په ټاکنه کی اساسی رول ولوبوی. همدا رنگه هغه څوک چه د سر شمیرنی ستونزه یوازی د پښتنو ستونزه گڼی سخت خطا وتلی او په ډاگه د افغانستان د مختلفو مگر ورونو قومونو د بیلولو د دسیسه کارانو مذبوحانه هلی ځلی څرګندوی .
د افغان جرمن آنلاین کار کوونکی یو ځل بیا خپلو درستو مبارزو لیکوالو ورونواو افغان ولس ته د دی بریالتوب له امله درانوی او مبارکی وړاندی کوی
همدا رنگه دافغانستان دکرکت دملی ټیم دبری او اتلوالی دګټلو له امله خپله مبارکی او نیکی هیلی ، درستو هیوادوالو او د ملی ټیم هر یو اتلانو ته دزړه له کومی څرګنډوو.
د افغانستان د سوکالی او د ولس د سرلوړی په هیله
اداره


اسم: Afghan German Online   محل سکونت: Germany    تاریخ: 03.06.2008

Mohtaram Saadat Sahab Salam,
Vielen herzlichen Dank für Ihr Lob. Sie waren eigentlich derjenige, der die Augen der Afghanen geöffnet hat. Wir danken Ihnen und allen anderen, vor allem Mohtaram Sistani Saheb, der die anderen Afghanen darauf Aufmerksam gemacht hat.

Wir hoffen, dass Sie uns weitere Artikel zur Veröffentlichung schicken.
Ihr AGO Team


اسم: م . ر . سعادت   محل سکونت: جرمني    تاریخ: 03.06.2008

ډیرو درنو هیواد والو بیا هم اسلام علیکم ، ډیر خوښ یم، هغه څه،چې

ددې بې وزلي ،مظلوم اما باتور ملت بر ضدروان وو،خنثی شول. او دې یادونې وړ ده چې دا تر ټولو خطرناکه او ډیره لویه دسیسه وه چې منفي تاثیرات به یې نه یوارې په حال ، بلکې په اوږدو راتلونکې نې هم درلودای .
ځای یې ده ،چې د افغان ـ جرمن آنلاین پورتال د ډیرو درنو او سپیڅلو مسولینو څخه یو ځل بیا د زړه له کومي مننه وکړم ، چې ددې افتخار اصلي ګټونکي دوی دی، دوی وو ،چې د مسلې حساسیت یې درک کړ او دا لیکنه په حقیقت کې د سرشمیرنې مهمه مسله یې د هیوادوالو مخې ته کیشوده او په نړې کې د ټولو درنو هیوادوالو پاملرنه یې ورته راوګرځوله ، او د ډیرو درنو هیوادوالو او لیکوالا نو څخ هم مننه ،چې لیکل یې وکړل او سرشمیرنه یې وغندله د تاسو د ټولو په اجازه ، زه به د مشر لیکوال ښاغلي سیستانی صاحب نه د ټولو په استازیتوب مننه وکړم ، چې دوی په ډیره فعاله توګه ونډه واخیسته ،نه یوازې یې څو ځله ولیکل ، بلکې د نورو درنو هیوادوالو په خبرولو کې هم درنه ونډه درلوده، کور ودان .

اما!! پتمنو هیواد والو او د قلم خاوندانو !، زموږ او ستاسو وجیبه او رسالت ختم نه دی، که رشتیا ووایم اوس نوی شروع شو ،دوه کاله ډیره اوږده موده نه ده ،لکه چې په لیکنه کې پرې بحث شوی ، د امنیت د نشتوای څخه پرته ډیرې نورې خبرې شته ،چې سرشمیرنه او احصایې اخیستنه ناشونې کوی ،په دې اړه به په جلا لیکنې کې پرې بحث وشی ، اوس مې عجالتا وغوښل چې فقط دې هیوادوالو پاملرنه ورته راوګوځوم .
د اباد ، سوکاله او غښتلې افغانستان په هیله .
و من التوقفیق


اسم: هيواد فهيم   محل سکونت: هرات    تاریخ: 03.06.2008

ديره مننه د محترم داكتر صاحب نه !

زه به صرف دومره دا "زمري نومي ته" ووايم: كه چيري ستا خبر قبوله كرو او مونر پشتانه سرشميرنه قبول كرو..تاسو به دد ضمانت وكري چي هفه پشتانه چي په شمال كي اوسيزي په تاجك حساب نه شي؟نه هيس كله تاسي دد جواب نه لري..!!ايا دهرات 70%پشتانه به پشتانه حساب شي؟ مه چيري وشي دد تضمين به سوك كوي ؟تا سو ؟ كه..ان؟ زمري رور دموكراسي ته بايد تعريف پيداكرو بيا راشو دعوي وكرو!

اول بايد سر شميرني په مبناوو كاروشي ددي زمينه مساعده شي چه دهيواد په هر كونج كي خلك د سر شميرني په اهميست پوه شي بيا گوره چي هر هيوادل سومره په ليوالتيا په كي برخه اخلي!دهيواد په 80%خاوره كي امنيتي وضعيت دد اجازه نه وركوي چي په خپل سر سر شميرنه وكوم اوو بيا ووايو "مابورديم" هر شي سره به سياسي برخورد نه كوو.هر سه چي منطق ايجباويي باييد وشي.
ديره مننه


اسم: عبدالله    محل سکونت: کابل    تاریخ: 03.06.2008

بر گرفته از جریانات جلسه کابینه مورخ دوم جون 2008
طبق اجندا داکتر عزیزالله لودین رئیس کمیسیون مستقل انتخابات گزارش کار کمیسیون مختلط شامل کمیسیون انتخابات ، وزارت های امور داخله و مخابرات و تکنالوژی معلوماتی را در رابطه به مفاد توزیع همزمان تذکره و کارت رای دهی انتخابات به جلسه شورای وزیران بیان نمود.همچنان هریک از وزرا نظریات شانرا در مورد بودجه مورد ضرورت استخدام و اموزش کارمندان خانه پوری فورم و چگونگی کارت هویت ( تذکره تابعیت ) و کارت رای دهنده گان انتخابات ابراز نمودند. شورای وزیران بعداز بحث مفصل ، رئیس کمیسیون انتخابات را موظف نمودتا مطابق به روحیه مجلس ، طرح جامع را برای این منظور در یکی از جلسات بعدی شورای وزیران تهیه و ارایه نماید. در اخیر جلسه رئیس اداره مرکزی احصائیه درمورد تطبیق پروسه سرشماری در سالروان گفت :

بتاسی از هدایت مصوبه شماره 47 مورخ 6/ 12 / 1386 شورای وزیران جهت تطبیق اغاز مرحله دوم سرشماری نفوس بتاریخ دهم اسد سال 1387 هیئت اداره مرکزی احصائیه را به منظور بررسی و نظر خواهی مسوولین ولایتی در مورد تطبیق سرشماری به اکثر ولایات کشور اعزام نمودند تا مذاکرات همه جانبه را درمورد تطبیق این پروسه با والیان ، قوماندان های امنیه ، شوراهای ولایتی ، شورای علمای ولایات ، کمیته های انسجام سرشماری ، سایر ادارات ذیربط و اهالی مناطق مختلف د رولایات کشور ملاقات های همه جانبه را بعمل اوردند .

هیئت متذکره گزارشات ، پیشنهادات و نظریات مسوولین دولتی و مردم را مبنی بر مشکلات برسر راه تطبیق پروسه سرشماری نفوس و مسکن در سال جاری طی مدت یکماه بعداز غور و بررسی جمعبندی و به اداره مرکزی احصائیه تقدیم نمودند. علاوتا" در گردهمایی مورخ 26 ثور سال جاری در هوتل انتر کانتینتال که دران تعدادی از اعضای ولسی جرگه ،سازمان های اجتماعی و فرهنگی حاضر بودند ، نگرانی های جدی شان را در مورد انجام سرشماری در سال روان ابراز نمودند . همچنان شورای ولایتی ولایت کندهار ، به اشتراک نماینده گان ولایات هرات ، فراه ، نیمروز و ارزگان طی جلسه مورخ 2 جوزا گفتند در شرایط کنونی سرشماری نفوس به صورت همه جانبه ، تمام ولایات را تحت پوشش قرارداده نخواهد توانست ، در عین حال شورای ولایتی ننگرهار به اشتراک نماینده گان ولایات شرقی ، سرشماری نفوس را در سال روان عاری از نواقص ندانستند، به همین ترتیب کمیسیون شوراهای ولایتی مشرانو جرگه به اشتراک تعداد از اعضای مشرانو جرگه دو بار رئیس اداره مرکزی احصائیه را به جلسات خویش دعوت و نگرانی های مشرانو جرگه را در مورد تطبیق پروسه سرشماری در سال جاری ابراز نمودند.همزمان با ان، اداره مرکزی احصائیه غرض ارزیابی این پروسه به تاریخ 19 / 2/ 1387 هیئت بورد مشورتی بین المللی سرشماری آی سی ای بی را از طریق صندوق نفوس سازمان ملل متحد غرض بررسی اوضاع کشور جهت راه اندازی مرحله دوم سرشماری به افغانستان دعوت نمود. هیئت متذکره با معاونین ریاست جمهوری ، وزرای معارف ، مالیه ، امور داخله ، مشاور امنیت ملی ، کمیته ملی سرشماری ، سفرای جاپان و ناروی ، رئیس هیئت نماینده گی اتحادیه اروپا ، جامعه اروپا ،کارمندان ارشد اداره مرکزی احصائیه و صندوق نفوس ملل متحد در کابل مذاکرات همه جانبه را انجام داده ، نتیجه گیری و نظریات خویش را بتاریخ 25/ 2/ 1387 به کمیته ملی سرشماری ذیلا" ابراز نظر نمودند

. *طبیق سرشماری نفوس و ثبت نام رای دهنده گان در تابستان 2008 امكان جدی سیاسی شدن سرشماری را بوجود اورده و اهمیت احصائیوی انرا به مخاطره می اندازد
• ثبت نام همزمان رای دهنده گان مستلزم به اجرای سرشماری نفوس در سال 2008 نخواهد بود
• عدم اشنائی و تجربه مردم افغانستان با سرشماری، ایجاب میکند تا اداره مرکزی احصائیه برای مدت های بسیار طولانی با مردم از نزدیک تماس مستمر برقرار کند . انجام سروی های مختلف و تبلیغات مداوم می تواند دراین مورد کمک کند و هردو به وقت و زمان طولانی نیازمند است. این امر با موجودیت شرایط دشوار امنیتی در بعضی از مناطق کشور اهمیت جدی تری کسب میکند
• با وصف ظرفیت کاری قابل ملاحظه اداره مرکزی احصائیه در مرکز زیر بناهای اداره در سطوح ولایات محدود و در ولسوالی ها هیچ وجود ندارد. انکشاف این زیربناها ضرورت به زمان طولانی دارد
• همچنان تطبیق سرشماری نفوس نیازمند اماده گی و همکاری همه جانبه وزارت های معارف ، امور داخله و سایر ارگان های دولتی میباشد.بنابر دلایل فوق هیئت بورد مشورتی بین المللی سرشماری آی سی ای بی پیشنهاد نمود افغانستان به تطبیق سرشماری نفوس در سال 1387 اقدام ننموده ، در عین حال متذکر شدند که تطبیق این پروسه در سال 1389 بعداز انجام انتخابات پارلمانی و شوراهای ولایتی سیاسی شدن سرشماری را به قدر کافی کاهش میدهد که نتایج ان در سطح ملی و بین المللی مورد قبول خواهد بود.

با در نظر داشت ارزیابی های انجام شده توسط اداره مرکزی احصائیه ، پیشنهادات و نظریات مشرانو جرگه ، شوراهای ولایتی ، مسوولین ملکی و نظامی ولایات و موسسات بین المللی مطالب فوق را درجلسه مورخ 25/ 2/ 1387 کمیته ملی سرشماری تحت ریاست معاون اول رئیس جمهوری اسلامی افغانستان مورد بحث قرارگرفت ، در نتيجه کمیته ملی سرشماری با تائید گزارشات فوق الذکر ، پیشنهاد هیئت بورد مشورتی بین المللی آی سی ای بی در مورد نگرانی ها در رابطه به تطبیق پروسه سر شماری در سال جاری را موجه پنداشته و مورد تائید قرار داد. کمیته ملی سرشماری ، فیصله بعمل اورد تا موضوع تطبیق پروسه سرشماری غرض صدور فیصله نهایی در شورای وزیران مطرح بحث قرارگیرد.

شورای وزیران بعداز استماع گزارش رئیس اداره مرکزی احصائیه و بحث همه جانبه مبنی بر اغاز مرحله دوم سرشماری با نظرداشت پیشنهادات هیئت بورد مشورتی بین المللی آی سی ای بی ،مشرانو جرگه، شوراهای ولایتی و مسوولین ملکی و نظامی ولایت و تائید فیصله کمیته ملی سرشماری ، فیصله مورخ 6/ 12/ 1386 شورای وزیران را مبنی بر اغاز مرحله دوم سرشماری بتاریخ دهم اسد سال 1387 را بنابر دلایل فوق ذیلا" تصیحح نمود. شورای وزیران اغاز مرحله دوم سرشماری نفوس و مسکن را مطابق به فیصله کمیته ملی سرشماری بعداز ختم انتخابات پارلمانی و شورای های ولایتی در سال 1389 موجه پنداشته و مورد تصویب قرارداد.


اسم: م.ر. سعادت   محل سکونت: جرمني    تاریخ: 02.06.2008

له کابله د ښاغلي زمري د لیکنې په اړه ،

لومړی له تاسو څخه مننه، چې نظر مو څرګند کړ.اما په خواشینې سره ووایم ،چې د ستاسو نظر د سرشمیرنې مسلې سره هیڅ رابطه نلري ،ګومان کوم ،چۍ نه یوارې تاسو دا لیکنه په جدی توګه نده لوستي ؟، بلکې فکر کوم ،چې پوره به مو هم نه وي لوستي ؟،که چیرې تاسو دا لیکنه تر پایه لوستې وای ، بیا مو داسې څه نه لیکل ؟

په دې لیکنه کې هڅه شوې، چې د سرشمېرې( احصایې اخیستنې ) په اړه ، موخې ، ستونزې ، او د مغرضو اشخاصو او ډلو د درغلیو په هکله ، بحث وشي ، البته مونږ د چارواکو څخه د عدالت او ریښتینولې غوښتنه کوو اوهیڅ قوم یا ډلې ته دې اجازه ور نکړې شي ،چې دې څخه دې ناوړه کټه واخلي ، نه داچا پر ضد یوو او نه دچا زوال غواړو .

ما خو درنو هیوادوالو ته فاکت ، اسناد ، ارقام ، بیلګې ، نقل قولونه اود درغلیو مثالونه وړاندې کړي دی،نه د کوم قوم نه کور کورانه دفاع . په بیلګو کې ،دې نیمروز ولایت په اړه هم یادونه شوی ده .ددې معنی څه ده ؟ بیا درته وایم ، که چیری د ستاسو په نظر درغلې (د یو قوم کم ښودنه او د قومیت بدلونه ) او ستونزې ( امنیتي ، مهاجرو ، تخنیکي ، سیاسي، د احصایې د ادارې د ترکیب آو ... ) نه وی ،بیا نو دا ګز او دا میدان راځۍ چې ، د موضوع په اړه واقعی ، فاکتوار ،علمي او مستدلل بحث وکو ، اختیار د تاسو. او یا دا چې تا سو په آګاهانه توګه غواړۍ ، چې د خلکو اذهان مغشوش کړۍ او یو ځل بیا د هغي پخوانې وسلې نه کار واخلۍ ،په کومې چې د جوړیدو ځای ( ایران او روسیه ) لیکل شوي دی .خو تاسو د هیواد دې سیاسي مشکل ته ، چې اصلا وجود نلري او د مغرضو اشخاصو او ډلو له خواه ورته لمن وهل کیږي ، اشاره کړې .

هغه هم د قومونو مسله ،څوک چې په افغانستان کې مسایل د قومي نقاب لاندې مطرح کوی ، هغه ملي خیانت کوي او نه په فضل د الله (ج )په هیواد کې د قومونو تر مینځ کومه ستونزه شته . او تاسو هم په همدې توګه د سرشمیرنې مسله قومي کړې ، هغه هم د پښتون قوم . نه یوازې دا چې تاسو ،دې (مشکل) په حد کې پاتې شوی یاست ، بلکې د( ګناه) څخه هم خبري کړي او په دې مو هم بسنه نه ده کړې ،بلکې غټ توهین مو هم کړی :«... ما باید از خود بپرسیم که آیا این درست است که چون من نمي توانم دمكراسي و ارزش هاي دوران مدرن را بپذيرم پس ديگران هم نبايد پذيراي آن باشند؟ « یعنې څه ؟؟ستاسو مشکل دا ده ،چې دې یوه قوم په میلیونونو وګړې ، دې یوه تن په وجود کې وینۍ .په داسي حال کې چې مسله داسي نه ده .اصلا تاسو مسایل عمدآ په غلط بنیاد مطرح کوي ( اوبه خړې کړه ، ماهی ونیسه ) ،تاسو ټول پښتون قوم د هغه انسان په وجود کې وینۍ ، چې جهنمي سازمانونه ورته مغز مینځې ،هم دی او دده په واسطې نور په زرګونه بیګناه انسانان وژني او د هیواد امنیت ګډوډوی .

زه پدې ځای کې تاسو نه یوه کوچنې پوښتنه کوم ، چې ددې جګړې اصلي قربانیان څوک دی ؟؟ ستاسو څواب څه ده ؟؟ پښتون قوم ؟؟ ، بلی دقیقآ پښتون قوم . وختې چې خبره داسې ده ،بیا مه وایاست چې دا قوم د دیموکراسې اصول یا مدرنیزم نه مني، زه به څه درته د بیلابیلو شخصیتونو د پیړیو ،پیړیو را پدې خواه نومونه درته واخلم .دا منم چې زمونږ خلک ډیر سپیڅلې او صادق دی ، اما ددې معنی دا نده چې دا خلک نه دیموکراسي مني یا نه مدرنیزم غواړي د لوی احمد شاه بابا ټاکل په 1747 کې دې نن څخه 260 کاله پخواه دې دیموکراسي بشپړه ښکارندویې کوی .

بیا هم دې شاعر داکټر صاخب حسن په دې وینا سره (جزې تغیییر ) خپلې خبرې ختموم :

صــــــادقان د زمــانې یو
صــــــفایې لرو په زړه کې
نور په خوله کې عقل سـاتي
زمونږ زړونه دی په خوله کې
و من الله التوفیق


اسم: سیستانی   محل سکونت: سویدن    تاریخ: 02.06.2008

نویسنده دلسوز ووطن پرست جناب سعادت صاحب سلام!
تبریکات صمیمانه خود را به مناسبت نتیجه موفقیت بار مقاله مستند وتکاندهنده "سرشمیرنه؟ که درنابودی؟"خدمت شما نویسنده آگاه، شجاع، و عاقبت اندیش صمیمانه تبریک میگویم. زیرا امروزکابینه دولت کرزی در جلسه دوشنبه دوم جون ۲۰۰۸ تطبیق پروژه سرشماری را تا دوسال دیگر معطل تصویب کرد. خبر این تصویب امروز از طریق خبرهای تلویزونهای آریا وتلویزوین ملی به اطلاع هموطنان وبخصوص باشندگان ۱۶ ولایت سوخته در آتش نا امنی وحملات انتحاری رسانده شد. هنگامی که من این خبر را شنیدم، ذهنم متوجه تاثیر این مقاله ورسالت میهن پرستانه پورتال افغان- جرمن گردید. بدون شبهه دراین موفقیت کارکنان این پورتال سهیم وشریک هستند.

اما گلایه من از روشنفکران بعضاً پرادعای منسوب به همین شانزده ولایت پرآشوب است که زحمت خواندن به این مقاله مهم را بخود ندادند ورنه شاید نظریات خود را ابراز میداشتند. البته به استثنای آنانی که من آنها را از نشر این مقاله مستندو جاندار مطلع ساختم تاهرچه زودتر آنرا بخوانند ونظر خود را در مورد آن بدهند، وآنان هم با کمال مسئولیت و احساس وطن پرستی مقاله آقای سعادت را خواندند ونظریات عالمانه خود را ابراز کردند، ولی بسیاری از هموطنان تعلیم دیده مقیم غرب منسوب به این ۱۶ ولایت توجهی درخور به این مسئله حیاتی نکردند، که مایه تاثر وتاسف آدمی میگردد.

تاثر من آنگاهی دوچندان شد که خبربسته شدن پنجاه باب مکتب را در ولایت غزنی در هفته گذشته خواندم. آژانس خبری وخت چنین گزارش میدهد:"وخت : طی هفته گذشته در ولایت غزنی و ولسوالی های مربوط ان ۵۰ باب مکتب مسدود گردیده و ۱۷۰۰۰ شاگردی از پروسه تعلیم باز مانده اند

حبیب الله رئیس شورای ولایتی غزنی ضمن اظهار مطلب فوق به آزانس خبری وخت گفت : « بیشترین این مکاتب که از اثر خرابی وضعیت امنیتی مسدود گردیده در والسوالی های اندر، گیرو، ناغه ،زنه خان، رشیدان، خوگیانی و ده یک موقعیت دارند.» موصوف افزود درهفته جاری از اثر تهدید مخالفین ۸باب مکتب در مرکز غزنی مسدودگردیده که در حدود ۴۰۰۰ هزار شاگرد از پروسه تعلیم باز مانده اند . گزارش یک چنین خبر تکاندهنده کافی است که هرآدم باشعوری را به این اندیشه وادارد که بی امنیتی چون مرض ساری هرروز اپیدمی تر میشود وجغرافیای حاکمیت کرزی را محدود ومحدودتر میکند، پس در چنین وضعیتی ، اقدام به تطبیق پروژه سرشماری ،جزفریب دادن خود وجامعه بین المللی، مفهوم دیگری ندارد وخوب شدکه تلاش های وطن پرستان منتج به نتیجه ای نسبتاً دلخواه ولو موقتی شد، تا دوسال دیگریار زنده صحبت باقی.


اسم: Dr. K. Gharwal   محل سکونت: Vienna    تاریخ: 02.06.2008

It exist since 30 years chaos and anarchy in Afghanistan, all of them are united now under the logo " Alliance of Nation ", in reality they are " the killer of Nation", it is easy game for Iran and Pakistan to increase more chaos and anarchy in country.
Pakistan new government establish peace with its Taliban to concentrate themselves more in Afghanistan, although Mr. Zardar announced very loud at the beginning, when we get the power, then we will eliminate all of them, but he acted opposite even worst than Mr. Musharaf. The regime of Iran started to throw out under barbaric conditions lot of Afghan refuges last year and at the same year offered Iran in London 30 million USD for census purpose, it was used strong criticism on their treacherous arrangement in London, but some body was telling, that those people are looking for money, it does not matter for what purpose, therefor it is your complain for none sense.

The government does exist by name, but in reality we have the same condition like we had it between 1992 and 1996, but with different style, because there are ISAF, NATO and USA now, this why is their choice for creation of instability in such a way.
I am wondering, where are the Afghan Mellat? I think, they are hungry jakals, they are busy with the USD collecting


اسم: م.ر. سعادت   محل سکونت: جرمني    تاریخ: 02.06.2008

ډیرو درنو هیواد والو ،آغلو او ښاغلو اسلام علیکم !

له ټولو درنو هیوادوالو څخه ،چې تر دې دمه یې په دې مهمې مسلې کې د نظر درکولو ،ونډه اخیستې ،د زړه له کومې مننه کوم او کور ودانی ووایم. دې مسلي یو بل واقعیت هم څرګند کړ ،چې څنګه زمونږ درانه او په وطن مین افغانان د نړې د ګوټ ، ګوټ خخه د هیوادسیاسي او ملی مسلې تعقیبوي او په فعاله توګه کوښښ کوی ،چې دا توطﺉ شنډی شی .له ټولو درانو دوستانو او هیوادوالو څخه ،خصوصا د درانو او په هیواد مین او زړه سوانده لیکوالان ښاغلو سیستاني ،پوهنمل حاجي محمد نوزادي ،احمد خان ، جاوید اونورو ټولو درانو ښاغلو څخه، چې تر دې دمه یې په نظر ورکولو کې ونډه اخیستې ده او یا اخلې ، مننه .

دا هم خپله اخلاقي دنده ګڼم ،چې د افغان جرمن دپورتال،د ډیرو درنو او په هیواد مینو اصیلو بچیانو ،څخه د زړه له کومې مننه وکړم ،ځکه چې د دوی برخورد مسایلو سره واقعا ملی او انساني ده او د تعصب مزمن او خطرناک مرض ،څرک په دی سایت کې نه لیدل کیږی ،چې دا مسله ددوی په درایت او لوړ ملي شخصیت پورې واقعا اړه لري .د یادونې وړ ده ،چې دغو ښاغلو ،مونږ افغانانو ته داسې یو سایت برابر کړې ،چې هم د تخنیکې امکاناتو له پلوه او هم د مضامینو او محتوی له پلوه بې جوړې ده ، کور ودان او لا ډېرې بریاوي مو په نصیب شه . که څه هم په لیکنه کې هڅه شوي ،چې ډیرو مسایلو ته پاملرنه وشي اما د لیکنې د اوږدوالې له کبله ،څینو مسلو نه ډډه شوی ده ، که څه هم د ښاغلي غفوري په مرکو کې ډیر نور جالب مسایل هم شته ،چې پرې بحث کیدای شي ، په هر صورت . یوه مسله چې مهمه ده او دلته په لنډ ډول ورته نظر اچول په کار دی ،هغه دې ضریب مسله ده . ( لکه څنګه چې درانه هیوادوال پوهیږی د آمریکا تر ټولو ستره جفا زمونږ ملت سره دا وه ، چې داسې یو شخص یې د چارواکې په حیث ټاکلې ، چې دې مقام ته کوالیفیکیشن٫وړتیا ، ظرفیت ،درایت او د پریکړو د عمل صلاهیت نلری).

نو دداسې بې کفایته شخص تر شااوخواه مغرض او داسې کسان شتون لری ،چې لا ددوی پر غاړه د پردیو د غلامې حلقې را ځوړند دي. دغه کسان د مشخصو پلانونو او برنامو مطابق، اوضاع ورته داسې ترسیموي ،چې ګواکې په هیواد کې خیر ،خیریت دې او هر څه ددوی په کنترړل کې دي .او داسی هم ورته وایې ،چې فقط د ګوتو په شمار کلو کې امنیت نشته او هلته به د ډیرو مدرنه تخنیکې امکاناتو ( ؟ )څخه استفاده وشي او د دغو کلیو عکسونه به په دقیقه توګه (؟)له فضا څخه واخیستل شی ، او دغه کورونه بیا، د 6 (شپږو ) ضریب سره ضربوی او په دې توګه دې دغو کلیو او بانډو اوسیدونکې او نفوس معلوموي . پامرنه وکړۍ درنو هیوادوالو !

1 ـ لکه څنګه چې دمخه هم د ارواښاد څمکني صاحب د کورنې په اړه وویل شول ،چې ( 36 ) کسان دی او زمونږ په کلو او بانډو کې په یوه کورنې کې 6 کسان ژوند نه کوی ، بلکې ډیر ، ډیر زیات له دې څخه اوسیږې یعنې په دې کلاګانو کې کم از کم 30 څخه تر 40 کسانو پورې ژوند کوي .نو دا به جفا نه وی ،چې د 30 یا 40 کسانو په ځای یوازې 6 حساب شی ؟؟. 2 ـ په دې ډول د سر شمیر نې ، اود ډیر غټ تفاوت سربیره بله خبره دا ده چې ،ددې شمیر به څنګه معلومیږي ،چې : څږمره یې نارینه ، ښڅینه ،ماشومان ، څوانان ، لوستي ، نالوستی او ... داسی نور ؟؟.

له بده مرغه،ستونزي ډیرې دی .د درنو هیوادوالو څخه هیله کیږي ،چې څانونه لا ډیر فعاله او دا ډیره ستره او خطرناکه دسیسه شنډه کړي .

په آخر کې دا هم وایم ، که چیري چارواکې داسې فکر کوي ،چې دالیکنې د غرض له مخې شوی دی او کوم نقل قولونه چې شوی دی ، یا دا ارقام به درست نه وی ، مونږ حاضر یو ،چې ددغو ښاغلو ،خوصوصا د ښاغلي غفوري اورګینال خبري ، د افغان جرمن آنلاین دفتر ته ولیږو ، تر څو تاسې په خپلو غوږو ددوی مرکې واوری او پوه شۍ ،چې په دې هیواد کې څه تیریږي ؟؟.

پای


اسم: حبيب الله غمخور   محل سکونت: سويډن    تاریخ: 02.06.2008

سر شمېرنه که شر اچونه ؟
درنو دوستانو !ما دروان کال داپرل پرنهمه باندي د))داسرشمېرنه به دملي غميز ي پيل وي ((تر نامه لاندي مفصله ليکنه خپره کړه اوپه هغې کښي زما هڅه داوه تر څوڅرگنده کړم چي دسرشمېرنې ((تر دغه کاسې لاندي نيم کاسه شته)) ،ددغې نيم کاسې ټوله څيره اوپدې کاسه کې چي څه دي ښاغلي سعادت صاحب دخپلی ليکنې په کبکير کي راايستلې دي .

سعادت صاحب پخپل غښتلي قلم اوقوي منطقو يوځل بيا دسرشمېرنې تر نامه لاندي پروژې دپلي کېدو ټولي هغه ستونزي راسپړلي چې افغان ولس به ورسره مخامخ کېږي اوهمداډول ئې ددې پروژې دپلي کوونکوله ناولومو خونه پرده پورته کړې ده .

زه يوځل بيا دسرشمېرنې تر نامه لاندي د((شراچونې)) پروژې ناوړوپايلو اودافغان ولس دملي گټو پرخلاف دبهرنيوهيوادوپه ځانگړې توگه دايراني چارواکوپټو لومواو دسيسوته دهيواد والوپاملرنه را اړوم .

پدې باور يم چې افغانان حق لري ددې پروژې دپلي کيدو پر خلاف ملي مقاومت وکړی اوپه خپلو کليواوکورو نوکې هيچاته اجازه ورنکړی چې دسر شمېرنې تر نامه لاندي ئې دپښتنواوملي يووالي ضد دسيسه پلې شي .

ما په خپله ليکنه کښي له ښاغلي کرزی صاحب نه هم داپوښتنه کړېده،کرزی صاحب ! تاسو پدې نه پوهېږی چي ستاسو اوستاسو دادارې په وړاندي تردغه کارډيري نوري درنې اواژينې ملي دندي پرتې دي چي بايد ترسره شي ،هغه موولي هيري شوی دي؟؟؟ هغۀ کارونه چي زموږ دهيوادوالو لپاره حياتی ارزښت لري ولي هغه نه تر سره کوی ؟ چې دغه کارته مو دملت دارادې او خوښی خلاف ملاتړلې ده ؟

پدې ټول ښه پوهېږي چي دسرشمېرنې لپاره سراسري سولي او امنيت ته اړتياشته ،پداسي حال کي چي همدا اوس زموږپه هيوادکي سوله دجدي گواښ سره مخامخ ده ،موږ ټول ئې دسر په سترگو وينوچي زموږ هيواد داورپه لمبوکي سوځی اوهر ورځ داداورلمبې تر آسمانوپورته کيږي ، دناټو او امريکاپوځی ځواکونه پداسي حال کي چي ترغاښو په مډرنووسلو سمبال دي نشي کولاي په خلاصه پښه ولسواليو اوکليوته ولاړسی اويایې دکابل په ښارکي بېله ډارنه کاروان تير شي، څنگه داومنل سي چي دهمدغو بهرنيوتر حمايي لاندي دولت يو ماموردي بياپه يوه ليري پرته سيمهکښي دخلکوکورونوته ولاړشی اوهلته دي سرشمېرنه ترسره کړی؟ نواوس دغه سرشمېرنه وبولو؟ اوکه شر اچونه ؟ اويا ديوې بلي ملي غميزي پيل؟

بلې په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې ا يران لا د ډيرو پخوازمانو نه راپدې خوا زموږپه خاوره کې جا سو سان در لودل او تل يې د خپلو جا سوسانو په مر سته زموږ دخلکو تر مينځ دمذ هبی ،قومي اوژبني اختلاف او تاوتر يخوالي دراپيدا کېدو لپاره خپل کرغېړن لاسونه پورته اوکښته کړې دي،داپروسه همدا اوس هم په خپل ټول قوت سره روانه ده .

ټول افغانان پدې ښه پوهېږ ې چي ايران په افغانستان کي دمذهبی اوفرهنگی اړيکوتر نامه لاندي څومره ناولي لوبی پر مخ بيايي . ایران او ايران پلوه خراساني ټلواله غواړي د پښتنو پرضد یوه پلان شوې دسیسه داځل دسر شمېرنې تر پوړني لاندي پر مخ بوزی .

په افغانستان کي دسرشمېرني مسله دومره ساده خبره نده ،په شمېرنه کښې دهرډول دسيسې اوتوطئې امکانات شته . پدې له ستونزو ډکوشرايطو کي داکمزورې اودلږو تخنيکی امکاناتو لرونکې دمرکزي احصايې اداره ددې جوگه نده چه دا ستر ملي بار اودروند پېټۍ دي په پوره امانت داری سره پورته کړي ،اوله بلې خواتر اوسه لاملت پردي اداره او دولت داباورنلري چي هغوي دي داملي دنده په بې پرې بڼه اوصداقت سرته ورسوي .

د معتبرو نړیوالو سرچینوپه گډون هره ورځ په افغانستان کي دډله ايزورسنيوپه مټ دځانمرگی بريدونو ،ددولت دمخالفينو لخوا دولسواليو دنيول کېدو اويا ازادېدو پر لويو لارو دبهرنيو اوکورنيو کارمندانو دتښتولو او وژلوخبرونه خپرېږي ،دا پدې معناچي دهيواد په لويه برخه کښي جگړايز حالت روان دي، همدا ډول ټول سياسي څېړونکي اودپارلمان زيات شمېر وکيلان اوسناتوران هره ورځ وايي چې دافغانستان په ۱۹ ولايتونوکي امنيتي حالت کړکېچن دي ،سوله او امنيت له جدې گواښ سره مخامخ دي ،هلته سرشمېرنه ناشونې ده .بيانو څنگه داومنل شي چې پر دغوبربنډو ستونزوسربېره پر سر شمېرنې ټينگارکومي ضد ملي موخی نلري ؟ هرو مرو ئي لري .

داسرشمرنه دافغانستان دراتلونکو جوړونکو کارو لپاره نه بلکي دورانی ،ملي زورآزموينې اوختلاف دراپيدا کېدولپاره ترسره کيږي . زما په عقيده هر وخت چې په هېوادکښې بشپړه او ډاډمنه سوله او امنیت تامین شواوله بلې خوا زموږ خلک دسرشمېرنې په ارزښت پوه شول اويوه داسي ملي اداره جوړه شوه چي وکولاي شي د ځينوکورنيو او بهرنيو سياسي ډلواوگاونډيانو ددناوړو سياسي اغېزو مخه ونيسی ،دافغان کډوالواکثريت هېواد ته راستانه شي او له بلې خوا داخلي بې ځايه شوي کورنۍ دوباره ځاي پر ځای او دکوچيانو دسرشمېرنې لپاره يو دقيق او روښانه پروګرام جوړ شي هغه وخت به که خير ووسرشمېرنه تر سره کړو .

اوس دمگړۍ دغه ((۶۰)) ميليونه ډالره چي پر غلطه اوضدملي سرشمېرنه لگېږي ښه به داوي چې پدغوپسو يوه فابريکه جوړه شي ترڅوله يوې خوا زموږ دبيکارانو شمير راکم شی اوله بلې خوا دملي توليد څښتنان شو.
ومن الله التوفيق


اسم: فريد نوزادی   محل سکونت: دنمارک    تاریخ: 02.06.2008

السلام ليکم !
اينجانب نظر محترم زمری که از کابل ارسال فرموده ، نيز خواندم . من فکر ميکنم که اين تنها مشکل برادران پشتون ما نيست وهمچنان مشکل اساسی ما برسرپذيش وعدم پذيرش دموکراسی نيز نميباشد بلکه مسله اساسی درين ساحات عدم امنيت است که برعلاوه پاکستان ، اخندهای ايران هم دران رول عمده دارد . درساحات ناامن اقوام مختلف زنده گی ميکنند که بايد در سرشماری حصه گيرند . درين باره بايداز وسعت نظر کارگرفته شود
. صحت باشيد .


اسم: زمري   محل سکونت: كابل    تاریخ: 02.06.2008

مشكل مردم پشتون را بايد بزرگان خود پشتون بنشيند و حل وفصل نمايد اما اين هم درست نيست كه ما بگوييم چون ما مشكل داريم پس ديگران هم بايد به گناه ما بسوزد اقوام ديگر ساكن در افغانستان هم متا سفانه به دليل مشكلاتي كه ما در جاي جاي كشور بر سر راه توسعه افغانستان بوجود مي آوريم نتوانسته اند به رفاه و آسايش و امنيت برسند ما بايد از خود بپرسيم كه آيا اين درست است كه چون من نمي توانم دمكراسي و ارزش هاي دوران مدرن را بپذيرم پس ديگران هم نبايد پذيراي آن باشند؟


اسم: abdul Rahim Wardag   محل سکونت: Canada    تاریخ: 01.06.2008

De Afghan-German karkawoonko aaw toolo Afghan wroono ta che de Sadat Sahib leeknana lawalee Salamoona Wrandi kawam,zama pa nazar da sarshmerana de Afghanistan de khalku pa ghushtana na balki de irani akhundano aaw de haghu de you soo mazdoorano de teengar per bansar kezee che Afghanano ta ba hes Gata wa na laree
Pa daranawee


اسم: Mohammad Farooq   محل سکونت: Denmark    تاریخ: 01.06.2008

محترم سيستانی صاحب ! سلام های ګرم مرا بپذيرد .
من نظر شمارا درين ارتباط خواندم وفهميدم که پافشاری برسر يک سرشماری ناقص ناشی از توطيه ها و دسيسه کاری اخند های ايرانی وحلقات افغان دشمن درپاکستان است . من درحاليکه نظر شماراتائيد ميکنم ، خواهان موفقيت های بيشتر محترم سعادت در امور فرهنگ وبررسی مسايل حاد ملی هستم .
باعرض احترام .


اسم: Aslam Khawri   محل سکونت: Mazar Sherif    تاریخ: 01.06.2008

سعادت صاحب زما سلامونه ومنې .
ستاسی دی کور ودان وی چی خپل دوطن حادو موضوعګانوته مو دقيق پام اړولې دی . زه ګمان نکوم چی داتش پنامه سرشميرنه به وشی ، خو که داسی وشوه نو کرزی صاحب به پرخپل سياسی تابوت باندی اخيری ميخ پخپله وټکوی .


اسم: فريد    محل سکونت: Kabul    تاریخ: 01.06.2008

وړونو ! السلام عليکم .

r>په نظر داسرشميرنه د ځان غولول دی او بس ځکه نه ورڅخه نتيجه ترلاسه کيږی او نه ورباندي ستونز ی حل کيدلای سی . تر دا اوسه چی بيله سرشميرنی ګوزاره کوو ، خير څه موده به ئی نورهم وکړو . خدای مهربان دی شرايط به ارام سی او موږ ته به خدای توفيق راکړی چی داکار په صحيح توګه ترسره کړو . په درنښت .


اسم: پوهنمل حاجی محمد نوزادی   محل سکونت: Denmark    تاریخ: 01.06.2008

د محترم سعادت م. ر. اوږده ليکنه می په ډير غورسره ولوسته . د ده قلم ته دي پاک خدای د وطن د تودو ملی مسئلو په څيړنه کی لا نور توان ورکړی څود وطنوالو پام په هيواد کښی ددغو مسئلو په اړه دستونزو وموجوديت او دهغوی څخه دخلاصون د لارو چارو و لټولو ته را وګرځوی .

که بخت ياری راسره وکړه ، هڅه به وکړم پدی اړه يوه ځانګړی ليکنه هيوادوالو ته وړاندی کړم ، خو اوس په بيړه غواړم د ښاغلې سعادت ستړيا وستايم او په لنډو کښی اړينه بولم څو ټکيوته اشاره وشی او هغه داچی :

لکه څنګه چی سعادت صاحب په ډير ځيرسره څيړلې ده ، په هيواد کښی د باوری سرشميرنې په لاره څو ډوله ستونزی پرتی او هره يوه ئی پخپل وار دمسئولو چارواکو و جدی پام اړونې ته اړتيالری . پدی کی د شک ځای ندی پاته چی سر شميرنه ديوه هيواد دسياسی - اقتصادی چارو په تنظيمولو کښی حياتی خبره ده او هر متمد نه ټولنه و دی ته اړتيالری چی داکار په منظم ډول د يوی مودی په تيريدو سره ترسره کړی . که چيری سرشميرنه نه وی د خلګو ډيری ستونزی څيړل کيدلای نه شی او که ونه څيړل شی بيا ئی نو دحل دقيقي لاری سنجول کيدلای نشی . د ستونزو دحل دقيقی لاری سنجول پخپله و دقيقی سرشميرنی ته اړتيا لری . شاغلی عبدالرحمن غفوری چی ددغو چارو مسئول دي ، داريانا تلويزيون سره ئی په مرکه دا ومنل چی همدا اوس د امنتی ستونزو له کبله دهيواد وهر ګوټ ته دسرشميرنې په خاطرځان رسول ګران کار ده . خو موږ مکلفيت لرو چی اقلا يو څه ارقام خو ترلاسه کړو .

دده دا خبره په ډاګه ښئی چی دوی د دقيقی سرشميرنی په موخه دقيق ارقام ترلاسه کولای نشی . که چيری ارقام دقيق نه وی نو اټکلی ارقام خو دا اوس هم موجود دی چی پربنسټ ئی د اولسمشری دپاره ټولټاکنې ترسره او پارالمان جوړ سو چی ګويا دټول هيواد استازيتوب کوی . پدی خاطر نو پکار نده دنيمګړو ارقامو دترلاسه کولو په موخه په ميليونو ډالرونه ولګيږی . ښه به داوی د امنيت تر ټينګيدو پوری د همدغو موجودو ارقامو څخه کارواخلو چی پدی توګه به نه بيځايه پيسی ولګيږی ، نه به بيځايه وخت ضايع شی او نه به لدی امله په ١٦ ولايتونو کښی دهيواد داوسيدونکو لويه برخه خفه او ناراضه شی . والسلام .
پوهنمل حاجی محمد نوزادی


اسم: nasim   محل سکونت: kabul    تاریخ: 01.06.2008

دجرمن انلاين درنو چلونکو ډير ښه ساېټ مو جوړ کړي ده په عمر مو برکت ٠ يوه هيله لرم هغه دا چې که امکان ولری د خپل سايټ نوم که چيری کوم بل نوم ورته پيدا کړي ښه به وی
په درناوی انجينر ن بابکرخيل


اسم: Ahmad Khan   محل سکونت: Köln, Germany    تاریخ: 31.05.2008

ســـــــــــــرشــــــماري دما له نظره په اوسني وخت کي ســــرنا بــودي ده او ستر ملي تخريش رامنځته کوي.


اسم: سیستانی   محل سکونت: سویدن    تاریخ: 31.05.2008

احسنت ومرحبا براحساس عمیق وطن پرستانه آقای سعادت ،نویسنده مقاله "سرشمیرنه ؟؟؟ که دسرنابودی؟؟؟" که با اینکار خود بسیاری از افغانان خفته درخواب خرگوش را بیدارساخت.

در شرایطی که امنیت درسراسر کشور وبخصوص در ۱۶ ولایات جنوبی وجنوب شرقی کشور بحرانی وبسیار غم انگیزاست ونیروهای دولتی وبین المللی ایساف (ناتو) هر روز با حملات انتحاری وجنگ های چریکی طالبان روبرو میباشند و بلا آستثنا هرروز در این ولایات بشمول کابل ازمردم ملکی وغیر نظامی قربانی میگیرد وهر هفته یکی دو ولسوالی جدید از زیرحاکمیت دولت خارج ساخته میشود و پس گرفتن آنها به قیمت جان بازهم مردم بیگناه محلی تمام میشود، تلاش برای راه اندازی سرشماری نفوس کشور درمناطق بحرانی وجنگ زده، یک کارجنون امیز، غیرمفید و ضد ملی است.

ما میدانیم که درولایات جنوبی وجنوب شرقی کشور که اوضاع امنیتی بیشتر از هرجای دیگری خراب تر است، اکثریت مردم پشتون زندگی دارند که از مدت هفت سال بدینسو پیوسته وبلا وقفه مورد بمباردمان نیروهای خارجی ودولتی قراردارند و تا کنون بیش از ۲۵ هزار از مردم غیر نظامی کشته شده اند و به همین تعداد یا معیوب ویا معلول شده اند.آقای کرزی هیچگاهی نتوانسته است تا فشار عملیات نظامی نیروهای خارجی وبمباردمانهای هوائی آنها را از سرمردم بدبخت پشتون کم کند. مخالفین سیاسی داخل نظام نیز ادامه این وضع را به نفع اهداف سیاسی خود میدانند تا هرقدر از مردم مناطق جنوبی وجنوب شرقی توسط نیروهای خودی یا بیگانه کشته شوند، به همان میزان مردم ازحاکمیت کرزی بیزار رویگردان میگردند وچانس پیروزی آنها برکرزی در انتخابت اینده بیشتر خواهد شد.

مردم ساکن در ولایات فراه، هلمند،قندهار، روزگان، زابل، غزنی، پکتیکا، میدان و وردک، لوگر، پکتیا، خوست، لغمان، ننگرهار، کنر، نورستان وبادغیس وکندز نه به این سرشماری علاقه یی دارند ونه آنرابه نفع خود واینده فرزندان خود میدانند ونه کسی حاضر به گرفن فورمه های اداره احصائیه مرکزی خواهند شد، رئیس احاصیه مرکزی نیز به گدی کوکی میماند که هرچه برایش از سوی مقام های تطمیع کننده دیکته شود، همان را بازگومیکند.این ادم بخاطرته جیب زدن از پولهای باد آورده (۶۵ ملیون دالری) حاضر است تمام این شانزده ولایت را به دشمنان این کشور بفروشد. واقعاً خجالت اور است که یک شخص غیر مسلکی وخیلی معمولی چگونه به این مقام برگزیده شده آست؟ منطق او در برابر پرسش خبرنگاران ومصاحبه کنندگان رادیوها وتلویزینها بسیارضعیف وخنده آور است. وعلت آنهم این است که وی یک شخص مسلکی واکسپرت در اداره مرکزی احصائیه نیست.ما دراین درعرصه یک شخص مسلکی وتحصیل یافته در امور دیموگرافی را می شناسیم وآن عبارت از محترم محی الدین شهباز است که به هیچ حزب وجناح سیاسی تعلق نداشته وندارد وقبل از حکومت مجاهدین در رأس این اداره کار میکرد واکنون در استرالیا زندگی میکند. اگر حکومت میخواهد دراین اداره یک آدم پاک نفس وتحصیل کرده متخصص را بگمارد، از آقای شهباز برای این اداره شخص بهتری را سراغ کرده خواهد توانست.

هرگاه در یک چنین شرایط بحرانی بازهم اداره کرزی بخواهد پروژه نفوس شماری را تطبیق کند،این کار صد درصد به ضررمردم ۱۶ ولایت متذکره تمام خواهد شد،و خیانتی از این بزرگتر نخواهد بود که درحق یکی از اقوام بزرگ وسرنوشت سازکشور روا داشته میشود ومی بایستی پشتونها با تمام قوت در برابر این عمل ضدملی دست به مقاومت بزنند ومانع تحقق این پروسه ضد مردمی گردند. مردم ۱۶ ولایت جنوب وجنوب شرقی دیده ومی بینندکه آقای کرزی در شش سال گذشته نه در توقف عملیات هوائی نیروهای خارجی و نه در امر بازسازی آنطوریکه شایسته است به نفع شان کاری انجام نداده است،پس هیچ آدم عاقل وبا تمیزی دراین ولایات پیدا نخواهد شد که باردوم برای کرزی رأی بدهد، ولی اگر کرزی جلو این توطئه را گرفته بتواند و درشرایط فقدان امنیت عمومی در این ولایات از تطبیق پروسه سرشماری صرف نظرنماید، طبعاً مردم حق شناس افغان این عمل را او را به دیده قدر نگریسته و در اینده نیز به او به عنوان یک خدمتگار دوباره رأی خواهند داد.


اسم: jaweed Samadi   محل سکونت: eoropaa    تاریخ: 31.05.2008

arze salaam bradaran wa khwaharan
man in maqala ra khwondam ba nazare banda bisiar khoob nowishta shode man ham taeed mikonom wa migoyom ki der in halaat in sarshomori aslaan momkin nist wa bayad mardomi mosolmon man bisiar faal shawand in tawteye iron ra khonsa konand tashakor


اسم: Ehsan    محل سکونت: Europa    تاریخ: 31.05.2008

salam azizan
, nokhost arze hormat daram ba portal e khely gerami wa mahbob e qalba hai afghan ha der sar ta sar e donya , sanian tashakor az in nawesinda e gerami aqa e Sadat , ta ba hal ba maqalat ash ma ashna na bodem ,ama in maqala qodrat e newesendagi e in hamwatan e gerami wa saheb e qalbe por khon ba watan wa mardom e dard dedae ma, az tahlil wa asnad wa maware de ke jonab e shan farmoma and , khelay der khorr e tawajoh wa hormat ast

. Hamwatane gerami , der chonin sharayet ke watan wa mardome ma qarar darand ,aya ba in moqdar pol ra ke dawalat der nazar daran kare ast drost ? wa ya in ke der hamcho sharayet ke amnyat nist wa solh nist aya aslan tawreke nawesenda e mohtaram ham naweshand aya momken ast ? na khair

. ba omid solh der watan e bala kashida e man. der akhir baz ham tashakore ferawan az aqa e sadat, peroz bashed. wa az aqayone afghan german online ham jahane sepas


اسم: Hashmat   محل سکونت: Hamburg Germany    تاریخ: 31.05.2008

ASALAM ALIKOM WA RAHMATULLAH E WA BARAKATU HU, DERO DRANO HEWADWALO, DE DAKTAR SAHIB SADAT SAKHA DEERA MANANA CHE DA DEERA SHA AW ELMI AW TSERANIZA MAQALA YE LIKALE DA, KOR WADAN AW DE ZAHAMATO NO TSAKHA MO CHE PO DE ARRA KARAY DA ,BIA HAM MANANA, TER KOMA CHE ZA DAKTAR SAHIB PEJHANAM DEERY LIKANY NA KAWE AMA KA DASE SHAY LIKANEE WOKRAY GHANEMAT BA WE, ZA TRE HILA KAWAM CHE PO RATLONKAI KE HAM DASY SHAY AW PO ZRA PORE AW MOSTADLALAY AW PAKHY AW PO ASNADO DAKY LIKANEE WOKRAY

. REKHTIA HAM PO HIWAD KE DA NOFOS SHOMARE HES MOMKENA NA DA , KOME PO KHTANE AW NEWAKY CHE DE DRANA LIKWAL KAREE DE PO ZAI DE , PO DASE HALATO KE SAR SHOMARE YA NOFOS SHOMAREE MOMKENA NA DA ZA HAM DE LIKWAL KHABARA AW LIKANA TASDEQAWAM. PO DRANAWI


اسم: عبدالجمیل    محل سکونت: المان    تاریخ: 31.05.2008

اسلام علیکم د ا. ج. انلاین پورتال ډیرو درنو چلونکو!لمړې تاسو څخه مننه، بیا د لیکوال څخه چۍ دا ډیره شه او مستنده او قوی مقاله یې لیکلی ،کور یی ودان او پقلم یې برکت رشتیا په داسی حالاتو کی اصلا سرشماری نشی کیدای موژ و دی ته حیران یوو چې دا څنګه حکومت دی چې داسی کارونه کوی زه ډیر څه نه غواړم چې ولیکم په دی ډیری شه ی مقاله کی هر څه شته او نورو هیوادوالو ته هم ددی لوستلو او د نظر د ورکولو هیله کاوم. ژوندی اوسی


اسم: sangeen_4   محل سکونت: europe    تاریخ: 31.05.2008

salam, sarshmirana po osani halaat ke na keedonke da,zaka che po Hewad ke halat der kharab de, kala che amniat ting shi bayad sarshmirana washi ka sok os sarshmirana kawa da mana lree, che pakhtoon qaam de shmir la lehaza kam khkaara kree, aw warsra de haghoy haqona ham ter pokho laande kree.


اسم: Farhad   محل سکونت: Europe    تاریخ: 30.05.2008

in sar shomari yak sar shomari tahmili wa gharaz alood ast. ba haq e aksariat e nefoos e afghanistan yak tazwir wa nairang ast ke ba badbakhti wa ranj wa azab e afghan haa afzoda meshawad.In waqiaan sar naboudi ast na sar shomari. bayad az hama imkanaat istefa shawad ke in sar shomari soorat na girad. Adelana nest . Ba izat bashid!



Copyright by AFGHAN GERMAN ONLINE all rights reserved