Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دزلزله ځپلو ددایمي ملاتړ لپاره دپیسو غوښتنه، راتلونکې سړه هوا یې ژوند ته ګواښ دی  

AgoNews: دزلزله ځپلو ددایمي ملاتړ لپاره دپیسو غوښتنه، راتلونکې سړه هوا یې ژوند ته ګواښ دی

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دزلزله ځپلو ددایمي ملاتړ لپاره دپیسو غوښتنه، راتلونکې سړه هوا یې ژوند ته ګواښ دی

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

9/13/2025 12:00 AM

شرح

 
 
 
 

دکډوالۍ نړیوال سازمان ( ای.او.ایم) وایي، کونړ کې دشاوخوا ۱۳۴ زره زلزله ځپلو دملاتړ لپاره پیسو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې ددغه سازمان دماموریت مشرې میهیونګ پارک ( Mihyung Park) اسوشیتد پریس خبري آژانس ته ویلي، زلزله ځپلي اوس له سرپنا پرته شنه اسمان لاندې ژوند کوي. دهغې په خبره دوی له خیمو ورهاخوا کورونو ته اړتیا لري، ځکه غرنیو سیمو کې څو اونۍ وروسته دژمي ساړه پیلیږي.

دزلزله ځپلو دملاتړ لپاره داړتیا وړ پيسې له ۸ تر ۱۶ میلیونه ډالرو پورې یادیږي، خو تراوسه هیڅ یوه هېواد یا کوم بنسټ نه دي ویلي چې دغه پیسې به ورکوي.

د طالبانو حکومت او نړیوالو موسسو ویلي چې زلزله ځپلو ته یې بیړنۍ مرستې لکه خواړه، خیمې، کمپلې او داسې نور اړین مواد رسولي، خو داسې بریښي چې دتلپاتې ملاتړ لپاره یې لا بودجه نشته.

په کونړ کې داګست په ۳۱مه زلزلې څه باندې ۲۲۰۰ کسان ووژل او له ۳۶۰۰ ډیر نور یې ژوبل کړل. ای او ایم وایي، دزلزلې له کبله شاوخوا ۷ زره کورونه ویجاړ شوي او په خبره یې ټولټال نژدې نیم میلیون کسان متاثره شوي دي.