دافغانستان دپوځي الوتکو دبرخلیک په اړه، چې د ۲۰۲۱ داګست په میاشت کې دتېر حکومت دسقوط پرمهال منځنۍ آسیا دوو هیوادونو ته وړل شوې وې، یو ځل بیا اټکلونه راپورته شوي دي.
دسپتمبر په ۱۰مه، دطالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد کابل تایمز ورځپاڼې ته وویل چې ازبکستان له طالبانو سره موافقه کړې چې هغه هیلیکوپترونه بېرته وسپاري چې افغان پيلوټانو دکابل دسقوط پر مهال له پولې هاخوا وړي وو. نوموړي ادعا وکړه چې د ۵۷ هیلیکوپترو دلېږد بهیر نژدې دی، او دا یې دافغانستان دهوايي ځواک دبیارغولو او د اړو هېوادونو داړیکو دپیاوړتیا پر لور یو ګام وباله.
دمجاهد په وینا، یادې الوتکې دتاشکند او کابل ترمنځ دپټو خبرو په نتیجه کې په ازبکستان کې پاتې شوې وې. ټایمز اف سنټرل ایشیا ورځپاڼې پرون په یوه راپور کې لیکلي، دامریکا ددفاع وزارت تردې وړاندې تایید کړې وه چې ۴۶ الوتکې او څرخکې ازبکستان ته او ۱۸ نور تاجیکستان ته الوتلې وې. په دغو الوتکو کې د Mi-17 او UH-60 هیلیکوپترونه، او همدارنګه د PC-12، C-208، AC-208 او A-29 وزر لرونکې الوتکې شاملې وې.
خو دازبکستان دبهرنیو چارو وزارت دطالبانو دغه ادعا ژر رد کړه. دسپتمبر په ۱۱مه ددې وزارت ویاند، اهرور برخانوف، Gazeta.uz ته وویل چې دهیلیکوپترو دبېرته سپارلو په اړه راپورونه “له واقعیت سره سمون نه لري.” نوموړي دغه معلومات “جعلي خبرونه” وبلل او ټینګار یې وکړ چې دازبکستان دریځ په دې برخه کې نه دی بدل شوی. طالبانو څو ځله له ازبکستان او تاجیکستان څخه ددغو الوتکو دبېرته ورکولو غوښتنه کړې، خو نه تاشکند او نه هم دوشنبې تراوسه دغو غوښتنو ته څرګند ځواب نه دی ویلی.
په ازبکستان کې دامریکا دمتحدوایالتونو سفیر، جاناتان هنیک، تردې وړاندې ویلي و چې واشنګټن او تاشکند په ۲۰۲۱ کې ددغو الوتکو په اړه یوه تفاهم ته رسېدلي دي. نوموړي زیاته کړې وه چې دپوځي تجهیزاتو یوه برخه لاهم په ازبکستان کې ده، او دواړه حکومتونه دیوې ګډې پروژې له لارې پردې موضوع کار کوي. له دې مخکې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال داګست کې واک ته ورسېږي، دافغانستان دهوايي ځواک په fleet کې ۱۶۴ پوځي الوتکې شاملې وې. نن ورځ اټکل کېږي چې یوازې ۸۱ یې پاتې دي. دحکومت دسقوط پرمهال دافغانستان دهوايي ځواک ګڼو پيلوټانو خپلې الوتکې ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان او تاجیکستان، ته ولېږدولې.