Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > درې اروپايي هېوادونه پر ایران دبندیزونو دبیا لګولو په لټه کې دي  

AgoNews: درې اروپايي هېوادونه پر ایران دبندیزونو دبیا لګولو په لټه کې دي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

درې اروپايي هېوادونه پر ایران دبندیزونو دبیا لګولو په لټه کې دي

منبع

آریانا نیوز‌

تاریخ

8/30/2025 12:00 AM

شرح

 
 

رویټرز خبري سرچینې د ۴ ډیپلوماټانو دڅرګندونو له مخې راپور ورکړی. ټاکل شوې، (پنجشنبه دوږي شپږمه) جرمني، فرانسه او بریټانیا پر ایران دملګرو ملتونو “ماشه میکانیزم” یا دبندیزونو دبیا لګولو بهیر پیل کړي.

ددې رسنۍ دراپور له مخې دا درې هېوادونه هیله من دي، چې ایران به دیوې میاشتې په لړ کې دخپل اټومي پروګرام په اړه ژمنې وړاندې او اروپايي هېوادونه به قانع او اړوند هڅې وځنډوي. جرمني، فرانسې او بریټانیا پرون په ژنیو کې له ایراني ډیپلوماټانو سره خبرې وکړې، خو ډیپلوماټانو رویټرز ته وویل، چې خبرې ښکاره پایلې نلري.

دجرمني دبهرنیو چارو وزارت یوه ویاند رویټرز ته ویلي، چې د“ماشه میکانیزم” فعالول اوس هم دایران پر وړاندې دهېوادونو لپاره یو غوراوی پاتې دی، خو دفرانسې او بریټانیا بهرنیو چارو وزارتونو ویاندانو سمدلاسه ځواب ورنکړ. ایران دې درې اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې که بیا بندیزونه ولګول شي، نو “سخت ځواب” به ورکړ شي. ایران له اسرائیل سره د جګړې له کبله دخپل اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره خبرې وځنډولې، خو له درې اروپایي هېوادونو سره خبرې روانې دي.

دایران بهرنیو چارو وزارت پرون له درې اروپایي هېوادونو سره په خبرو اترو کې خپل اټومي حقونه راپورته کړل او ټاکل شوې، چې نورې اړیکې هم جوړې شي. دملګرو ملتونو سخت بندیزونه، چې دایران مالي، بانکي، دفاعي او هایدروکاربن سکټورونه رانغاړي، په ۲۰۱۵ کال کې د JCPOA له تړون وروسته لرې شول. پر ایران ددې بندیزونو دبیا لګولو بهیر به یوه میاشت وخت ونیسي.