Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > هند ته له پنجشېره ۵۰ ټنه ګیلاس صادرېږي  

AgoNews: هند ته له پنجشېره ۵۰ ټنه ګیلاس صادرېږي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

هند ته له پنجشېره ۵۰ ټنه ګیلاس صادرېږي

منبع

تاند

تاریخ

7/1/2025 12:00 AM

شرح

 

دپنجشېر ولایت ځایي مسوولین وایي، چې له دغه ولایته هند ته دنږدې ۵۰ ټنه ګیلاس صادرات پیل شول.

دپنجشېر چارواکو پرون (دوشنبه، سرطان ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دطالبانو دولایت والي دتازه میوو له یو شمیر سوداګرو سره په یوه غونډه کې دشتل، دره، ابشار، پریان او حصه اول ولسوالیو څخه هند ته دیادې اندازې ګیلاس دصادرولو له پرېکړې هرکلی کړی دی. نوموړي ډاډ ورکړی چې دپنجشېر سیمه ‌ییزه اداره په دې پروسه کې دهر اړخیزې همکارۍ لپاره بشپړه همکاري وکړي.

پنجشېر کې دطالبانو دحکومت والي ویلي، چې دهیواد اقتصادي وده د طالبانو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. دسوداګرو په وینا، له لرې پرتو ولسوالیو څخه دګیلاس دحاصلاتو یوه بله اندازه هم دصادراتو لپاره چمتو ده. دوی زیاتوي چې دغه اندازه مېوه به دمعیاري بسته بندۍ وروسته هند ته واستول شي. پنجشېر کې دطالبانو دولایت ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې دغونډې هدف بازارونو په ځانګړې توګه هند ته ددې محصولاتو دلېږدپروسې په برخه کې دپراخې همغږۍ رامنځته کول وو.

دلټون په وینا په دې مرحله کې، شاوخوا ۵۰ ټنه ګیلاس ددره، ابشار، شتل او حصه اول ولسوالیو څخه راټول شوي او هند ته به صادر شي. دیادونې ده چې تردې وړاندې دپنجشېر ولایت له مرکز (بازارک) څخه شاوخوا ۱۰۰ ټنه ګیلاس دمنځنۍ آسیا هیوادونو ته صادر شوي دي.