کارپوهان په دې باور دي چې داسرائیل دبریدونو په پایله کې په ایران کې اوسنی کړکیچن وضعیت په دغه هیواد کې افغان کډوال او دافغانستان اقتصاد دواړه اغیزمن کوي. دهرات ولایت سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی چې ددغه وضعیت په پایله کې له ایران څخه دتیلو او ګازو واردات ځنډول شوي دي.
«لومړی درجه» اقتصادي شریک
ایران دافغانستان یو له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دی، افغانستان د طالبانو له بیا راتلو وروسته دنړیوالو بندیزونو سربیره له نړیوالې بانکي شبکې سره اړیکه نه لري او له اقتصادي بحران سره مخ دی. دایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ شمیرې شاوخوا ۳ میلیارده ډالرو ته رسیږي.
دافغانستان دسوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال یونس مومند، دویچه ویلې ته وویل: «دسیمې په کچه افغانستان دایران لومړی درجه سوداګریز شريکان دی او په څرګنده توګه دا وضیعت کولی شي د افغانستان اقتصاد اغیزمن کړي.» نوموړي وویل:«دافغانستان داړتیا وړ دسوند توکو یوه لویه برخه، چې ښه کیفیت لري، له ایران څخه واردیږي، او دا مسله (داسرائيل او ایران شخړه) ښایې په بیو اغیز وکړي.»
کارپوهان په دې باور دي چې د اسرائیل د بریدونو په پایله کې په ایران کې اوسنی کړکیچن وضعیت په دغه هیواد کې افغان کډوال او د افغانستان اقتصاد دواړه اغیزمن کوي.د هرات ولایت سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی چې د دغه وضعیت په پایله کې له ایران څخه د تیلو او ګازو واردات ځنډول شوي دي.
«لومړی درجه» اقتصادي شریک
ایران دافغانستان یو له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دی، افغانستان د طالبانو له بیا راتلو وروسته دنړیوالو بندیزونو سربیره له نړیوالې بانکي شبکې سره اړیکه نه لري او له اقتصادي بحران سره مخ دی . دایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ شمیرې شاوخوا ۳ میلیارده ډالرو ته رسیږي. دافغانستان دسوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال یونس مومند، دویچه ویلې ته وویل: «د سیمې په کچه افغانستان د ایران لومړی درجه سوداګریز شريکان دی او په څرګنده توګه دا وضیعت کولی شي د افغانستان اقتصاد اغیزمن کړي.» نوموړي وویل :«دافغانستان داړتیا وړ دسوند توکو یوه لویه برخه، چې ښه کیفیت لري، له ایران څخه واردیږي، او دا مسله (داسرائيل او ایران شخړه) ښایې په بیو اغیز وکړي.»
دکابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی، هم دې نظر سره همغږی دی، خو وايي چې اقتصاد یوازینۍ برخه نه ده چې زیانمنه به شي. استانکزي وویل: «په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې ډیری یې کارګران دي او د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ لپاره کار کوي. دا په افغانستان منفي اقتصادي اغیزه لري. سربیره پردې، سیاسي او امنیتي وضیعت هم اغیزمنولی شي.» نوموړي وویل: «دافغانستان او ایران په پولو کې، ترهګرې ډلې ښایي له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي، افراطیت وده کولی شي او سیمه ایز ثبات ممکن له ګواښ سره مخ شي. زه فکر کوم که چیرې شخړه دوام وکړي، نو افغانستان به تر ټولو ډیر اقتصادي زیان سره مخ شي.»
دطالبانو دمالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې « تر دې دمه له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه په عادي ډول فعالیت کوي.» دافغانستان دسوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال هم دویچه ویله ته وویل: «موږ د توکو د لیږد لپاره دایران لاره کاروو او بندر عباس زموږ لپاره یو له خورا مهمو او اسانه لارو څخه دی. تر نن ورځې، دا لاره هیڅکله زموږ لپاره تړل شوې نه ده. اوس مهال هم چې زه له تاسې سره خبرې کوم د بندر عباس لاره پرانیستې ده او د موټرو د بارولو پروسه هم روانه ده.»
دکابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو دپوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی، هم دې نظر سره همغږی دی، خو وايي چې اقتصاد یوازینۍ برخه نه ده چې زیانمنه به شي. استانکزي وویل: «په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې ډیری یې کارګران دي او د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ لپاره کار کوي. دا په افغانستان منفي اقتصادي اغیزه لري. سربیره پردې، سیاسي او امنیتي وضیعت هم اغیزمنولی شي.» نوموړي وویل: «دافغانستان او ایران په پولو کې، ترهګرې ډلې ښایي له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي، افراطیت وده کولی شي او سیمه ایز ثبات ممکن له ګواښ سره مخ شي. زه فکر کوم که چیرې شخړه دوام وکړي، نو افغانستان به تر ټولو ډیر اقتصادي زیان سره مخ شي.»
دطالبانو دمالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې «تر دې دمه له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه په عادي ډول فعالیت کوي.» دافغانستان دسوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال هم دویچه ویله ته وویل: «موږ دتوکو د لیږد لپاره دایران لاره کاروو او بندر عباس زموږ لپاره یو له خورا مهمو او اسانه لارو څخه دی. تر نن ورځې، دا لاره هیڅکله زموږ لپاره تړل شوې نه ده. اوس مهال هم چې زه له تاسې سره خبرې کوم د بندر عباس لاره پرانیستې ده او د موټرو دبارولو پروسه هم روانه ده.»
په افغانستان کې د سوند توکو د بيو لوړېدل
خو د«طلوع نيوز» ديوه رپوټ په حواله په هرات کې سيمه ایزو چارواکو اعلان کړی دی چې دايران او اسرائيل دشخړې له کبله له ایران څخه د تیلو او ګازو واردات دريدلي دي. په هرات کې د طالبانو دنفتو او ګازو درياست تجارتي آمر صديق الله منصور، وويل: «له هغه وخت راهېسې چې دایران او اسرائيل ترمنځ جګړه پېل شوې ده، هرات ولایت ته دنیمروز دپولې، دفراه ولایت د ۷۸ لویې لارې او داسلام قلعه بندر له لارې د نفتي موادو او مايع ګاز واردات په بشپړه توګه دريدلي دي. موږ هره ورځ تر دوو زرو ټنو پورې د تیلو او مايع ګازو واردات درلودل خو اوس دغه بهير درېدلی دی.»
په دې رپوټ کې له ایران څخه دوارداتو په بهیر کې د اخلال او مايع ګازو او نفتي موادو بيو ۱۵ سلنه لوړېدو ته اشاره شوې ده دهرات دسوداګرۍ او پانګونې خونې دمشر يونس قاضي زاده، له قوله ويل شوي: «موږ دتوکو او سوند موادو د تامين نورې لارې لرو. سوداګرو له منځنۍ آسيا څخه د حیرتان، آقينه او تورغنډۍ بندرونو له لارې واردات لرلي او هڅه کوي چې واردات یې ډېر شي. که چېرې دايران په ساحه کې له مشکلاتو سره مخامخ شو نو دنورو سرحدونو له لارې به د سوند توکو دتامينولو له پاره ګامونه پورته کړو.»
په افغانستان کې دګازو او تیلو ديوه سوداګر محمد صادق، په حواله په افغانستان کې داړتيا وړ ګازو کابو ۵۰ سلنه یې دایران له لارې وارديږي. نوموړي دويچه ویله ته وویل: «داسرائيل او ایران ترمنځ دشخړو له پېل راهېسې دنفتو په بيو کې کابو ۱۰ سلنه او د ګازو په بيو کې ۲۰ سلنه لوړوالی راغلی دی. اوس هم درې ورځې کېږي چې دایران او افغانستان ترمنځ ترانزيتي لاره بنده ده. که چېرې دا شخړه دوام پيدا کړي نو دبيو دلوړېدو احتمال شته چې په پایله کې به دخلکو له پاره دګازو او تیلو رانیول لا پسې ستونزمن شي شي.»
په ایران کې دافغان کډوالو انديښنه
دې نظامي شخړې، په ايران کې میشت افغان کډوال چې پخوا یې هم وضعيت ښه نه وو، لا پسې اندیښمن کړي دي. په تبعيد کې د افغان خبريالانو دفدراسيون مسئول اميد پويا، چې په ایران کې ژوند کوي، دويچه ویله ته وويل چې پر ایران باندې داسرائيل دبريدونو له پېل راهېسې يو شمیر کډوال وژل شوي او ټپيان شوي دي. نوموړي وویل چېداسرائيل يو توغندی دافغان کډوالو پر يوه کور لګيدلی او هغه یې له خپلې ښځې او اولادونو سره وژلی دی. دایران حکومت تر اوسه په دې شخړه کې افغان کډوالو ته د رسېدلو تلفاتو په اړه ارقام نه دي خپاره کړي.
افغان خبريالې سارا رحماني چې کورنۍ یې په ایران کې ژوند کوي، دويچه ویله ته په دې اړه وویل: «یو شمیر افغان کډوال چې دجګړې دشرائطو له کبله غواړي بیرته افغانستان ته ستانه شي، نه شي کولی دکور له څښتنانو څخه خپلې پېسې بیرته واخلي. ډیری بانکونه دنغدو پېسو دکمښت په دليل افغانانو ته دپېسو دورکولو امکانات نه لري.» نوموړې چې د خپلې کورنۍ له لارې په ایران کې وضعيت څاري، وايي: «په ډېرو مواردو کې دکارو مالکان هم په ایران کې کارکوونکو افغانانو ته دپېسو د ورکړې امکانات نه لري. دا جګړه په ایران کې د میشتو افغانانو له پاره دډېرو ستونزو درامنځته کيدو باعث شوې ده.»
دڅو لسیزو ددښمنۍ او داوږدې مودې سړې جګړې وروسته چې په نيابتي ډول او د مخفي عملياتو له لارې پرمخ وړل کیدله، دجمعې په ورځ پر ایران باندې داسرائيل ناڅاپي بريد د تر دې وخته ترټولو شديده شخړه پېل کړې ده چې ښايي پر سیمه ډېرې پراخې اغیزې ولري.