Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > ظاهر قدیر په نایروبي کې محکمې ته حاضر شو  

AgoNews: ظاهر قدیر په نایروبي کې محکمې ته حاضر شو

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

ظاهر قدیر په نایروبي کې محکمې ته حاضر شو

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

5/10/2025 12:00 AM

شرح

 

دافغانستان دولسي جرګې پخوانی مرستیال رئیس ظاهر قدیر، چې څه موده وړاندې دامریکا په غوښتنه دکینیا حکومت ونیوه، پرون (پنجشنبې) دکینیا په پلازمېنه نایروبي کې محکمې ته حاضر شو، څو دامریکا له خوا دده داسترداد (بېرته سپارلو) غوښتنه وڅېړل شي.

پر قدیر دمخدرو موادو دقاچاق او ناقانونه وسلو دلرلو تورونه لګول شوي دي. قدیر چې نژدې یوه میاشت مخکې په کینیا کې نیول شوی، دغه تورونه رد کړي او امریکا ته دده داسترداد غوښتنه یې سیاسي بللې ده. هغه محکمې ته ویلي، دخپل سیاسي دریځ له کبله نیول شوی او امریکا ته سپارل کېږي.

دکینیا چارواکو تایید کړې چې دقدیر نیونه دامریکا دیوې محکمې په غوښتنه شوې، چې دمارچ په ۲۵ نېټه یې دهغه دنیونې حکم صادر کړی و. دنایروبي محکمې دده دتوقیف موده غځولې تر څو داسترداد دغوښتنې په اړه پرېکړه وشي.

دظاهر قدیر وکیل، ندیګوا نجیرو، محکمې ته ویلي چې دامریکا غوښتنه یوازې دنیونې پر حکم او دتورونو پر لنډیز ولاړه ده، نه پر مستندو شواهدو.