Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > طالبان وايي، دسږکال تر پایه به هرات ښار ته دټاپي نللیکه ورسیږي  

AgoNews: طالبان وايي، دسږکال تر پایه به هرات ښار ته دټاپي نللیکه ورسیږي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

طالبان وايي، دسږکال تر پایه به هرات ښار ته دټاپي نللیکه ورسیږي

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

5/10/2025 12:00 AM

شرح

 
 

دطالبانو دکانونو او پیترولیم وزارت وایي چې دټاپي پایپ‌لاین به دروان ۲۰۲۵ کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي.

ددغه وزارت ویندوی همایون افغان پرون (پنجشنبې) رسنیو ته وویل هرات ته دنل لیکې له رسیدو وروسته به په دغه ښار کې دګازو دوېش بهیر هم پیل شي. دهغه په وینا، دپایپ‌لاین مسیر تر هرات پورې ۱۵۳ کیلومتره دی، چې له هغه څخه ۱۴ کیلومتره یې تراوسه بشپړ شوی.

دټاپي یا دترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان دګازو پایپ‌لاین ټول اوږدوالی ۱٬۸۱۴ کیلومتره دی، او ټاکل شوې ده چې دترکمنستان ګاز دافغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي. دا نل لیکه به له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېره شي. په افغانستان کې به ددغه پایپ لاین اوږدوالی ۸۱۶ کیلومتره وي.

دچهارشنبې په ورځ دطالبانو دباندنیو چارو وزارت وویل چې ددې وزارت سرپرست امیرخان متقي دترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره دټاپي پروژې دکار دچټکتیا په اړه ټیلفوني خبرې کړي دي.