Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دپاکستان ځانګړی استازی محمد صادق دطالبانو له چارواکو سره دخبرو لپاره کابل ته رسېدلی  

AgoNews: دپاکستان ځانګړی استازی محمد صادق دطالبانو له چارواکو سره دخبرو لپاره کابل ته رسېدلی

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دپاکستان ځانګړی استازی محمد صادق دطالبانو له چارواکو سره دخبرو لپاره کابل ته رسېدلی

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

5/10/2025 12:00 AM

شرح

 
دافغانستان لپاره دپاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په افغانستان کې دطالبانو دحکومت له چارواکو سره دخبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.
دا خبر دنوموړي پر ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه خپور شوی او ویل شوي چې نوموړی به کابل ته ددې سفر په لړ کې له "افغان چارواکو سره مهمې غونډې" وکړي. دا چې دا غونډې به له چا سره وي او په کومو مسایلو به پکې خبرې کېږي، جزییات نه دي ورکړل شوي.
خپله دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه کابل ته دصادق خان د
ورتګ په اړه څه نه دي ویلي.
دا پاکستاني استازی داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې دهند او پاکستان ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی. په کابل کې واکمنو طالبانو ظاهراً په دې کړکېچ کې خپل ځان بې‌پرې نیولی او له دواړو خواوو یې دزغم او ډیپلوماسۍ له لارې دمسایلو دهواري غوښتنه کړې.
وروستیو څو اونیو کې دطالبانو دحکومت او پاکستاني لوري ترمنځ تماسونه زیات شوي دي. داپریل په نولسمه نېټه دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته تللی و او هلته یې دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په یو لړ مسایلو خبرې کړې وې.