دپاکستان او هند ترمنځ دوسله وال کړکېچ پر دوام ددغه هېواد کرېکټ غوره لیګ یا PSL سیالۍ متحده عربي اماراتو ته انتقال شوې. ددغه لیګ لسم پړاو سیالیو کې یوازې ۸ لوبې پاتې دي، چې په دوبۍ کې به ترسره شي.
دراپورونو له مخې په متحده عربي اماراتو کې دراتلونکو سیالیو نوی مهالوېش به ډېر ژر اعلان شي او تمه ده چې لوبې به نږدې یوه اوونۍ وروسته پیل شي. تېره ورځ دکراچۍ کېنګز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ لوبه هم دراولپنډۍ پر کرېکټ لوبغالي دهند دډرون برید له امله وځنډول شوه.
پر راولپنډۍ دهندي ډرون برید او په دغه هېواد کې دبهرنیو لوبغاړو پروړاندې موجودو امنیتي اندېښنو بهرني لوبغاړي نور هم اندېښن کړي دي. دپاکستان کرېکټ بورډ او امنیتي ادارو له هند سره تر کړکېچ وړاندې هم په دغه هېواد کې دافغان لوبغاړو په ګډون دبهرنیو لوبغاړو دامنیت خوندیتوب لپاره دامنیتي تدابیرو دټینګولو امر کړی و.