په کابل کې دایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دهلمند داوبو ددوهاړخیز تړون له مخې دافغانستان او ایران داوبو دکمېسارانو دګډې کمیټې نههویشتمه ناسته، د ۱۴۰۴ لمریز کال دثور په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه په کابل کې جوړه شوې ده.
یاده ناسته ددواړو هېوادونو ترمنځ دګډو اوبو دسرچینو دمدیریت او دهلمند تړون ددقیقې اجرا په هدف، دتخنیکي او دیپلوماټیکو تعاملاتو په چوکاټ کې ترسره شوې او ددواړو لوریو درسمي استازو په ګډون جوړه شوې ده.
په دې خبرو کې دواړو خواوو دهلمند سیند داوبو دبهیر وضعیت، داوبو دونډې اړوند مسائلو، دکجکي بند حالت او نورو تخنیکي موضوعاتو په اړه بحث او نظریات تبادله کړل. دایران دتسنیم خبري آژانس دراپور پر اساس، ددې ناستې موخه داوبو په برخه کې دهمکارۍ ښه والی، داحتمالي ترینګلتیاوو کمول او ددوهاړخیزو موافقو دپلي کېدو په بهیر کې زیات شفافیت رامنځته کول ښوول شوي دي.
دهلمند داوبو دګډې کمیټې ناستې د ۱۳۵۱ لمریز (۱۹۷۳ میلادي) کال دتړون له مخې له هغو لاروچارو څخه ګڼل کېږي، چې دایران او افغانستان ترمنځ دموافقو دتطبیق څارنې او د احتمالياختلافاتو دحل لپاره تعریف شوي دي.