Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > واړه کاروبارونه دافغان میرمنو دپایښت وسیله ده، خو طالبان پرې محدودیتونه لګوي  

AgoNews: واړه کاروبارونه دافغان میرمنو دپایښت وسیله ده، خو طالبان پرې محدودیتونه لګوي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

واړه کاروبارونه دافغان میرمنو دپایښت وسیله ده، خو طالبان پرې محدودیتونه لګوي

منبع

د امریکا غږ

تاریخ

4/26/2024 12:00 AM

شرح

 

زحل اکبري دهرات په ولایت کې دکیک او کلچو جوړولو فابریکه جوړه کړې او افغان میرمنو ته یې پکې دنده ورکړې تر څو دخپلو ځانونو، کورنیو او خپلې روغتیا خیال پرې وشي ساتلی.

میرمن اکبري امریکا غږ ته وویل چې ۱۱ واړه میرمنې چې پدې فابریکې کې کار کوي، له پوهنتون فارغې شوي چې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، دوی هم ورسره بې روزګاره شویدي. طالبانو په دولتي ادارو او غیر حکومتي سازمانونو کې میرمنې له کار کولو منع کړي، تر شپږ ټولګې پورته نجونې او میرمنې د تعلیم کولو حق نلري، دنارینه محرم پرته لیرې سفر نشي کولی، پارکونو، حمامونو او ورزشي کلبونو ته هم دمیرمنو ورتګ بند دی. سره لدې چې طالبانو ویلي په خصوصي سکتورونو کې دمیرمنو کار کولو سره کومه ستونزه نلري، خو هغوي دسنګارتونونو په ګډون په ځینو کاروبارونو کې میرمنې له کار کولو منع کړي. هغوي تیر کال په ټول افغانستان کې سنګارتونونه هم بند کړل چې زرګونو افغان میرمنو پکې کار کاوه.

میرمن اکبري وایي چې ډیرې افغان میرمنې ورته راځي او دکار غوښتنه ترې کوي خو دا وایي د امکاناتو نشتوالي له کبله ټولو ته کار نشي ورکولی. دملګرو ملتونو د پرمختیا پروګرام یو راپور چې تیره اوونۍ خپور شوی پکې ویل شوي چې دستونزو سره سره، واړه کاروبارونه چې مشرانې یې میرمنې دي، په افغانستان کې دمیرمنو دپایښت په وسیلې بدل شویدي. پدې راپور کې دشاوخوا ۳۱۰۰ داسې کاروبارونه سروې شوي چې مشرانې یې میرمنې دي او پکې ۶۶ په سلو ګډون کوونکو ویلي چې دا ډول کارونه د طالبانو په واکمنۍ کې ډېر شویدي. دآرام سمندر او آسیایي هیوادونو بیورو لپاره د ملګرو ملتونو مرستیالې کاني ویګناراجا، وایي چې ډیرو میرمنو سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې.

ګڼې ستونزې

دملګرو ملتونو دې چاراکې امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې په افغانستان کې دمیرمنو په مشرۍ کاروبارونه دګڼو ستونزو سره مخ دي چې "لومړۍ یې مناسبه پانګه، دویمه یې عصري مهارتونه او دریمه یې خوځښت دی." دافغانستان دمیرمنو دسوداګریزې خونې او صنایعو اجرائیوي مشرې سلمان یوسفزۍ هم امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې دتیرو دوو کالونو په پرتله دکاروبار په برخې کې دافغان میرمنو شمیر ډیر شوی. هغې وویل چې ددوي ادارې سره ۹۱۲۶ داسې کاروبارونه ثبت دي چې مشرانې یې میرمنې دي او په ټول افغانسان کې ۱۲۰ زره ثبت شوي او نا ثبت شوي فعالیتونه روان دي چې مشري یې دمیرمنو په لاس کې ده.

میرمن یوسفزۍ وایي چې دمیرمنو اکثریت فعالیتونه دقالینو په اوبدلو، جامو ګنډلو، ګاڼو، د میوو پروسس او دکرنې په نورو برخو کې دي. دا وایي چې په افغانستان کې دمیرمنو دکاروبار لپاره یوه غټه ستونزه دبازار نشتوالی دی، ځکه هغوي نشي کولی چې خپل محصولات دافغانستان څخه دباندې وپلوري. سلما یوسفزۍ وړاندې وایي چې له یوې خوا افغان میرمنې بهرنیو بازارانو ته صادرات نشي کولی او بله دا چې هیڅ هیواد افغان میرمنو ته ویزې نه ورکوي. دا وایي که په افغانستان کې دوړو کاروبارونو سره همکاري وشي، ډیرې میرمنې به په کار بوختې شي.

دنورو لارو نشتون

دا چې طالبانو افغان میرمنې او نجونې دبنسټیزو حقونو څخه محرومې کړي او په کور ناستې دي، دهغوي روغتیایي وضعیت یې لاپسې خراب کړی. دهرات ولایت یوه اوسیدونکې، عادله غفاري څه باندې یو کال په کور کې ناسته وه تر څو ورته دکیک او کلچو په یوې فابریکې کې کار پیدا شو. هغه له پوهنتون څخه فارغه شوې او تاریخ یې لوستی. غوښتل یې دتاریخ معلمه شي او یا دحکومت لپاره کار وکړي، خو زیاتوي چې پدې فابریکې کې دکار کولو پرته بله چاره نلري او زیاتوي چې په کور کې د کښیناستو ورته دا کار ښه دی.