دهرات ولایت دکشک کهنه او رباط سنګي ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي په دغه سيمه کې دملخانو له ډېرېدو اندېښمن دي او خبرداری ورکوي چې که ددغو ملخانو مخه ونه نیول شي، نو ددوی فصلونو ته به لوی زیان واړوي.
درباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکي جلیل قادري ددغو ملخانو دبرید په اړه آزادي راډيو ته وویل: "له نږدې څو ورځو راهیسې دشمالي ولسوالیو له ۱۵ تر ۲۰ کلیو دخلکو پر کروندو دملخانو یرغل خلک اندېښمن کړي، خو په دې برخه کې درباط سنګي ولسوالۍ دکرنې مدیریت دملخانو دله منځه وړلو لپاره کار کوي."
دهرات ولایت دکشک کهنه ولسوالۍ اوسېدونکی محمد افضل فیضي هم وايي چې ملخانو دغنمو کروندو ته ډېر زیان اړولی دی. "یوه اونۍ کیږي چې دوی په کروندو کې کر پیل کړى، دخلکو غنم چې نوي رسېدلي، خوري، دکرنې ریاست لخوا خلکو ته شاوخوا دوه درې ټنه درمل ورکړل شوي، له بده مرغه بس نشول، ددې پراخې سیمې لپاره، لږ درمل هیڅ علاج نه کېږي." هغه وايي، ملخانو چې شمېر يې ډېر دی، ددې ولسوالۍ پرشمالي سیمو يرغل کړى.
په هرات کې دطالبانو دحکومت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دکرنیزو چارو رئیس مولوي محمد نسیم سحر په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب را نه کړ. دکشک کهنه ولسوالۍ داوسېدونکو دمعلوماتو له مخې، دغه ملخان تېرکال له ترکمنستان څخه دکشک کهنه، رباط سنګي او ابکمري ولسواليو ته ننوتلي او په دغو سيمو کې يې هګۍ اچولې دي. په ورته وخت کې یو شمېر سیمه ییزو رسنیو په هرات کې دطالبانو دحکومت دکرنې ریاست دچارواکو په حواله خبر ورکړی چې دکشک کهنه او رباط سنګي ولسوالیو سربېره په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم ملخانو پر کروندو یرغل کړی دی.
دهرات ددغو ولسوالیو اوسیدونکي دطالبانو له حکومت او مرستندویه بتسټونو غواړي چې ددغو ملخانو په له منځه وړلو کې مرسته او همکاري وکړي او خپلې کروندې له دوی وژغوري. په وروستیو کلونو کې ملخانو په ځانګړې توګه مراکشي ملخانو دهېواد دشمالي او شمال ختیځو ولایتونو په ګډون دافغانستان پر یو شمېر نورو ولایتونو هم یرغل کړی او کروندګرو ته یې ډېر زیانونه اړولي دي.