په کابل کې دچین سفیر دطالبانو داطلاعاتو اوکلتور له وزیر سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې دعینک مس به بې له دې چې لرغونو آثارو ته زیان واوړي، استخراج کړي.
له خیرالله خیرخواه سره ژایو شنګ ددوو هیوادونو ترمنځ دکلتوري او اقتصادي همکاریو هم خبرې وکړې. دافغانستان او دچین د ایم سي سي شرکت ترمنځ دمس عینک کان داستخراج قرارداد په ۲۰۰۸ م کال لاسلیک شو خو دا شرکت بې له دې چې په دغه کان کې پانګونه وکړي، له قرارداده په شا شو.
وروسته په دغه کان کې دبودايي دورې مهم لرغوني آثار وموندل شول چې ددغو اثارو موجودیت هم دکان داستخراج په اړه اندېښنې پیدا کړې.
دطالبانو داطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دچین د ایم سي سي شرکت هم باور لري چې دمس عینک کان لرغوني اثار نه یوازې دافغانستان بلکې دبشریت شتمني ده نو دوی به دکان داستخراج په لړ کې زیان ورته پېښ نه کړي.