دماشومانو دملاتړ لپاره دملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې ددوی شریکان په ساحه کې دي او درواني ټولنیز ملاتړ دبرابرولو لپاره چمتووالی لري.
په افغانستان کې دیونېسف استازي تاج الدین اويوالي پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دغه مرستندویان دوروستیو سېلابونو او اورښتونو له کبله زیانمنو شویو ته لومړنۍ مرستې، دڅښاک پاکې اوبه او دخوندیتوب بستې هم برابروي.
نوموړي په افغانستان کې دسېلابونو دزیانونو په باب پر خواشینوونکو راپورونو خپګان ښودلی او ویلي یې دي، اغېرمن شوي کسان یې په سوچونو او دعاوو کې دي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې خپل خپلوان یې په دغو سېلابونو کې مړه شوي دي.
دطالبانو دحکومت دهواپېژندنې ریاست وايي، دکشنبې ترورځې به دافغانستان په ۲۹ ولایتونو او همداراز سالنګونو کې اورښت دوام وکړي. دطالبانو چارواکي وايي، د وروستیو ورځو دسېلابونو او اورښتونو له کبله ۷۰ تنه مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.