ایراني چارواکي وايي چې دخپل هیواد دسیستان او بلوچستان ولایت په پوله کې ازغن دېوال جوړوي.
دایران یوه پوځي چارواکي عبدالرحمان ساسانیان پرون (پنجشنبې) وویل، ایراني انجینیرانو له افغانستان سره دسیستان او بلوجستان ولایت د پولې په اوږدو کې دازغن سیم دنصبولو کار پیل کړی دی. تردې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو چې له پاکستان سره دسیستان او بلوچستان ولایت دپولې په اوږدو کې ددېوال یا ازغن سیم پلان لري.
ساسانیان وویل:«موږ په دې پروژه کې دټولو شاملو خواوو دهڅو او همږغۍ له لارې تمه لرو چې له افغانستان سره دایران په شمال ختیځه پوله کې به له مهالوېش سره سم ازغن سیم نصب شي.» ایران وروسته له دې دا پرېکړه کړې چې طالبانو دایران خاورې ته دداعش دڅو تاجکستاني غړیو داوښتو مخه ونیوله. دداعش په له اړه داندېښنې ترڅنګ ایران غواړي چې په دې توګه خپلې خاورې ته دغیرقانوني افغان کډوالو مخه ونیسي.