په داسي حال کې چې دپاکستان پوځ دخپل هیواد په ناامنیو کې افغان کډوال ښکېل بولي او کابو دهر برید تور پر افغان کډوالو لګوي، دخیبر پښتونخوا حکومت وايي افغان کډوال دپاکستان په ناامنۍ کې هیڅ لاس نه لري.
دخیبر پښتونخوا دایالتي حکومت ویندوی محمدعلي سیف وویل، داسي هیڅ سند نه شته چې وښيي افغان کډوال دې دپاکستان په امنیتي پېښو کې لاس لري. ده زیاته کړه:«دخیبر پښتونخوا صوبايي حکومت په خپل ایالت کې دقانوني کډوالو له اوسیدو سره مخالف نه دی.»
دخیبرپښتونخوا ایالتي حکومت دپخواني صدراعظم عمران خان دتحریک انصاف ګوند په لاس کې دی. دغه ګوند دافغان کډوالو په اړه دپاکستان داوسني حکومت له تګلارې سره مخالف دی. دپاکستان حکومت داپریل په ۱۵ (ددوشنبې له ورځې) دافغان کډوالو دایستلو دوهم پړاو پیل کړی دی. په دې پړاو کې هغه کډوال ایستل کېږي چې د(اې سي سي/ دافغانستان دتابعیت کارتونه) کارتونه لري.
دخیبر پښتونخوا دایالتي حکومت دویندوی په وینا، په دې صوبه کې نژدې ۳۶۰ زره افغان کډوال دا ډول کارتونه لري. خو په مجموع کې په ټول پاکستان کې د اې سي سي کارتونو دلرونکو کډوالو شمېر ۸۵۰ زره دی. پاکستان ظاهراً وايي چې په امنیتي دلایلو افغان کډوال باسي خو کتونکي وايي چې پاکستان ددې لپاره چې پر افغانستان خپلې غوښتنې ومني دکډوالو له موضوع څخه دفشار دوسلې په توګه کار اخلي.