افغانه ۲۱ کلنه ستایش حیات چې پخوا یې په سینما او تلویزیوني خپرونو کې د لوبغاړي په توګه کار کاوه، اوس په یوټیوب کې د ویډیوګانو خپرول د ځان دپاره د کار روزګار ښه فرصت بولي.
حیات د هغو افغان مېرمنو په کتار کې ده چې په رسنیو کې د ښځو پر کار باندې د طالبانو د حکومت له محدودیت وروسته، یې خپلو کورنیو ته د روزۍ ګټلو دپاره په یوټیوب کې خپرونو ته مخه کړې ده او شمېر یې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.
ستایش حیات د پخلي، فیشن او سینګار او داسې نورو موضوعاتو په اړه د میاشتې شاوخوا ۳۰ ویډیوګانې د یوټیوب له لارې خپروي او د چینل د لیدونکو شمېر یې اوس له ۲۰ زرو اوښتی دی. وايي، ټولې ویډیوګانې په خپل تیلیفون کې ثبتوي او ددې کار دپاره ځانګړې کامرې او نور وسایل نلري.
ستایش حیات څرګنده نکړه چې له دې لارې څومره پیسې ګټي، خو ویې ویل چې همدومره ګټي چې د کورنۍ اړتیاوې یې ورباندې پوره شي.
نړیوالو بندیزونو د افغانستان له بانکونو سره راکړه ورکړه محدوده کړې ده. له همدې کبله په افغانستان کې میشت یوټیوبران په بهر کې د خپلو خپلوانو او ملګرو په مرسته خپله حق الزحمه ترلاسه کوي.
ستایش حیات وايي، زیاتره لیدونکي یې په امریکا، کاناډا، ډنمارک او استرالیا کې دي او په ترکیه، پاکستان او افغانستان کې هم لیدونکي لري.
د طالبانو محدودیتونه
د ۲۰۲۱ په اګست کې د بیاواکمن کېدو راهیسې، طالبانو افغانې ښځې په موسسو کې له کار کولو څخه منع کړي او د ښځو سینګارتونونه یې تړلي چې له کبله یې په لسګونو زره افغانې مېرمنې بې روزګاره شوي دي.
د نجونو پر مخ منځني ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او ښځې پارکونو ته د تللو او د نارینه محرم پرته د لیرې سفر کولو اجازه هم نلري.