ددې څېړنې په ترڅ کې پوښتل شوو ښځو ویلي دي چې وضع کړل شوو محدودیتونو د دوی فعالیتونه محدود کړي دي. ۷۰ سلنه د دغو ښځو ویلي دي چې بې له شرعي محرم څخه سیمه یزو بازارونو ته سفر نه شي کولی. طالبانو په رسمي ډول دښځو کار نه دی منع کړی، خو ډېري کارمندانې له کار کولو څخه منع کړای شوي او سینګارتونونه یې تړلي دي. ددغو محدودیتونو له کبله په لسګونو زره ښځې بې روزګاره شوي او دښځو تګ راتګ او په ډېرو ادارو کې دهغوی کار په محرم درلودلو پورې مشروط کړای شوي دي.
دکار نړیوال سازمان په وینا دغه محدودیتونه د دې سبب شوي دي چې دښځو داشتغال کچه په ۲۰۲۱م کال کې دطالبانو له خوا دقدرت دنیول کیدو له وخت څخه مخکې په پرته هم را کم شي. په هر حال دښځو له خوا دکاري فرصتونو رامنځته کولو فعالیتونه ادامه لري او ځيني طالب چارواکو دهغو له ډلې څخه دطالبانو ادارې دسوداګرۍ چارو وزیر ویلي دي چې دطالبانو اداره دښځو دتجارت ملاتړ وکړي. دغه تجارتونه ښځې دغالیو اوبدلو، لاسي صنایعو، دوچو میوو بسته بندۍ او زعفرانو په تولید کې استخداموي.
په افغانستان کې دملګرو ملتونو دپراختیایي ادارې استازي شټیفن روکریکویس په هغه اعلامیه کې چې له دې څېړنې سره یوځای خپره شوې ده ویلي دي: «له مودو راهیسې ښځې په افغانستان کې دکورنیو دهوساېنې په برخه کې محرکه قوه پاتې شوې ده او دسیمه ایز اقتصاد په ساتنه کې مهمه ونډه لري. دوی نړیوال ملاتړ ته ضرورت لري... دافغانستان راتلونکې په دوی پورې تړلې ده.» په هرات کې دسوداګرۍ خونې یوه غړې صادقه صادقیار وایي چې اته ښځې یې دوچو میوو په برخه کې استخدام کړي دي او له ۲۰۲۱م کال راهیسي تونیدلي دي چې دویمه څانګه هم پرانیزي. هغې وویل چې سوداګري یې له ارزانه وارداتو سره درقابت او سرمایې ته دنه لاسرسي له کبله په کافي اندازه وده نه ده کړې. میرمن صادقیار زیاته کړه: «موږ دمالي سرچینو او منابعو دکمښت له ننګونې سره مخامخ یو. که سازمانونه زموږ سره په مالي برخه کې مرسته وکړي، نو کولی شو ښځو ته لا زیات کارځایونه رامنځته کړو او حتی خپل محصولات له هیواده بهر صادر کړو.»