Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دټیلګرام موسس په لومړنۍ مرکه کې وویل، کاروونکي یې په زیاتېدو دي  

AgoNews: دټیلګرام موسس په لومړنۍ مرکه کې وویل، کاروونکي یې په زیاتېدو دي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دټیلګرام موسس په لومړنۍ مرکه کې وویل، کاروونکي یې په زیاتېدو دي

منبع

تاند

تاریخ

4/20/2024 12:00 AM

شرح

 

دټیلګرام بنسټګر په خپله لومړنۍ مرکه کې وویل چې نن سبا یوازې ځینې حکومتونه نه بلکې ګوګل او اپل هم دبیان دآزادۍ اصلي مخنیوونکي دي.

پاول دوروف، چې دټیلګرام له تاسیسه راوروسته یې له هیڅ رسنۍ سره مرکه نه وه کړې، تازه له رسنیو سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې تر یوه کال پورې به دټیلګرام دکاروونکو میاشتنی شمېر یو میلیارد تنو ته ورسیږي. ده وویل، دټیلګرام دفعالو کاروونکو دایره داسې پراخیږي لکه اور چې په وچ ځنګل کې پراخیږي. ده اټکل وکړ چې دټیلګرام دکتونکو اوسنی شمېر، چې په میاشت کې ۹۰۰ میلیون تنه دی، دکال ترپایه به تر یو میلیارد واوړي.

۳۹ کلن پاول دروف دروسیې میلیاردر دی خو په دوبۍ کې اوسي. ده دبریتانیا له فاینشنل ټایمز او دوو امریکايي خبریالانو سره مرکې کړي چې پرون (چهارشنبې) خپرې شوې. ښاغلی دوروف وايي چې په ځلونو دبیان آزادۍ او داعتراضونو دخپرولو په خاطر ترفشار لاندې راوستل شوی دی.

ڼیلګرام ۹ کاله پخوا په چین کې منع شو. په ایران، پاکستان، تایلنډ، کیوبا او ځینو نورو هیوادونو کې هم منع دی خو ددغو هیوادونو اوسیدونکي یې د(وي پي این) او فلټرماتوونکي په وسیله کارولی شي. دروسیې حکومت هم څلور کاله پخوا دوه کاله هڅه وکړه چې ټیلګرام بند کړي خو بالاخره له دې هڅې تېر شو.