Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > زه به نه يم  

مطالب تحریری فرهنگی: زه به نه يم

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: جانان شفقتاریخ: 12/18/2016
­­­=­­­­­===================== زه به نه يم ========================== دا دُنيا به وي پرځاي او هم ودانه زه به نه يم / / / د افغان پرمخ به نه وي د غم اوښکي زه به نه يم مينان به له يوبل نه ډيرځاريږي زه به نه يم / / / خندا ګاني موسکا ګاني هري خوا ته زه به نه يم دبلبلوبه آواز او چرچي وي په هر بڼ کښي / / / د هيواد دا وران باغونه به سمسوروي زه به نه يم پيغلونجونوبه ټومبلي په خپل سروي دسنځلوزيړګلونه / / / په دي باغ به راټول شوي شنه طوطيان وي زه به نه يم په اختراو په نوروزبه بيا ميلي وي په هرلوري/ / / په هجروکښي به سروراوخوشحلي وي زه به نه يم بيا به صلح اوآرامي وي ټول وطن کښي / / / افغانان به ټول يو بل نه قربانيږي زه به نه يم ګران هيواد به بيا نامدارشي ټول جهان کښي/ / / سيلانيان به د پغمان دروکښي سيل کړي زه به نه يم په مزارکښي به بيا جګه شي جنډه د نوي کال بيا /// په لوګرمڼي سنځلي ډکي له ګلونوزه به نه يم ننګرهاراو په لغمان کښي به ميلي وي د نارنجو/// قندهارکښي به د اناروټولول وي زه به نه يم زماداوران کلي به جوړشي د وګړو په همت بيا /// کلي وال به اټنونه اوښادي کړي زه به نه يم سپين اډوکي به دي پټ وي د وطن تر توروخاورواي جانانه /// دغه شعربه افغانانوته يادګار وي زه به نه يم
  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ