Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > پخې خبرې  

مطالب تحریری فرهنگی: پخې خبرې

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: اشرف جاويدتاریخ: 11/29/2014
له جرمنيٕ ژباړه: اشرف جاويد نېټه:23/11/2014 ښه خواړه، ښه خپلمنځي رامېنځ ته کوي «سقراط»یونانی چېرې چې انسانان خپلمنځه پیوستون له لاسه ورکوي، دوستي یې ړنګېږې «سقراط»یونانی زموږنېکمرغي د نورو نېکمرغۍ کې نغښتې ده «افلاطون»یونانی یووالې، بیلوالې کې نغښتی دی «ارسطو»یونانی لمر،ځمکه،اسمان اوسمندرخپلو کې یوموټي دي، که څه هم د یوبل لیرې پراته او پېدا شوي دي «امپېدوکلوس»یونانی بیلانجې انسان د نورو اوګو پیټی نه وې «اپېکور»یونانی مخکې له دې،چې کوردې اور واخلي، څومره وختي کولی شې،ګاونډی سره په اوروژلو کې مرسته وکړه «یوسف»یونانی غلام نوردوستان ګڼل پام کوه،چې یومهال به دې دوښمنان شې، دا ځکه چې ډیریې بد دي «بېیاس»یونانی لاره هغه مهال جوړېږې، چې تګ پرې وشې «چونګ تسي»چېنی بنسټېزیووالی پرته، خپلمنځي پلانونو جوړونه، بې ګټې ده «کنفیسوس»چېنی کله چې انسانان خپلوکې یود بل لاسنیوی کوي، نېکمرغۍ ته اړنه دي «میناندر»هندی داچې نور څه وایې، پسې مه ګرځه، دا نه یوځاې ځانمننه، بلکې سپکاوی هم دی «مارکوس تولیوس سیسرو» ایټالیایی انسان یواځې اوطبیعي بڼه ځان نېکمرغۍ ته نه شې رسولی، ترڅود نورو نېکمرغۍ کې ځان ګډ نه کړي. «ګویټه»جرمنی انسان سره داچلند، څنګه چې دی اوهمداسې پرخپل ځاې پرېښودل شې، نوریې هم د بدۍ په لور روانوي، خو دا چلند،چې څنګه باید اوسې، د ښه والې اوبهتروالې په لوربیایې «ګويټه»جرمنی هرڅومره چې په څان باورمندی شې، هماغومره په ژوند کولو پوهېږې «ګويټه»جرمنی خپلمنځۍ چوپتیا هماغومره ښکلې ده، لکه خپلمنځۍ خندا «نېچه»جرمنی ښه والی او ښه ژوند دادی، چې نورو ته ډیرڅه ورکړې او لږ ترې واخلې «تولستوي»روسی هرڅه چې انسانان یوکوي، نېکي اوښکلاده.هرڅه چې انسا نان بیلوي، بدي او کرکه ده. ټوله نړۍ دغه فرمول سره اشنا ده،چې زموږ زړونوکې څاې لري «تولستوي»روسی انسانانوسره په سوله کې ژوند کوه.هېڅکله نور، لیوني، پاګل او بایللي مه ګڼه او نه یې په وړاندې غوسه شه «تولستوي»روسی ټولې کړنې چې د نوروانسانانو معنوي پراختیا او ودې ته مرسته او ګټه رسوي، ملاتړاوهرکلی وشې «دالیلاما» تبیتی دا چې نړۍ د تېرمهال په پرتله ډیره کوچنۍ شوې، موږانسانانو خپلمنځي نږدېتوب لا ډیر اړېن شوي «دالیلاما» تبیتی موږهریو باید زده کوړو، چې بشریت څنګه نېکمرغه کړو «دالیلاما» تبیتی موږانسانان نن خپلمنځو کې داسې تړل شوي یو، چې هرڅومره ځانونوکلاګانې تاوي کړواودروازي هم ځانونوپسې کلکې کړو، بیاهم بند او ایسار نه شو پاتې کېداې «دالیلاما»تبیتی څوک ښکلی عمل کوي، ښکلی دی «مهاتما ګاندي»هندی زه مسلمان، مسیحي، هندو او یهود یم «مهاتما ګاندي»هندی
  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ