Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > شتون او زه زه یم  

مطالب تحریری فرهنگی: شتون او زه زه یم

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: اشرف جاویدتاریخ: 11/17/2014

            شتون

 

ټول پروني، ټول نننی، ټول سبانی نه یمه

لږپرونی، لږنننی، لږسبانی یمه

 

څنګه چې وم ، څنګه چې یم، داسې کېدون لرمه

پرونۍ نـفې، نننی شـتون، سبا زیـږون لرمه

  

د ژوند لړۍ ده، کله ورو، کله ټوپونو راشې

کله څملاسته، کله ځغاسته، کله غورځنګونو راشې

 

که ویره لرې، عقل خپل، کړ ته چمتو کړمه ځان

پرون ته تېر، نن ته نن، سبا به شتون کړمه ځان

پای

 

الـمان، 16/10/2014

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

            زه زه یم

زما ځان زما دی، ستا نه دی

چې په خندا دې وخاندم او

په ژړا دې وژاړم

زه ستا د کړ پایله نه یم

چې ستا د پرېکړې له مخې

خپله پرېکړه وکړم او ستا

ارادې ته درناوی وکړم

زه  د خپلو ولولو، اندونو،

خیالونو زېرمه او پا یله یم

دا حق لرلی شم چې د خپلې

خوښې سره سم، مېنه اود

خپلو تیروتنو زده کړه وکړم او

هغوۍ ته ښه راغلاست ووایم

پای

ا لما ن ، 18/04/2014

 

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ