Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > په څپو کې ژوند  

مطالب تحریری فرهنگی: په څپو کې ژوند

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: سید عبیدالله نادرتاریخ: 10/8/2014

په څپو کې ژوند

چې راویښ له درانه خوبه، غــــــافلان کړم

درسته شــــــــــــپه لکه بلبل ، په چغهار یم

چې مې پوه په درد دل، صـــــاحبدلان شي

زه په تال و سر د ساز کي، هــــــغه تار یم

پاســـــــداری چی د ګلونو، د ناموس کړي

زه بـــــــــوټو د چمن کې هغه خــــــار یم

نه رغیږي چي می زړه د کلـــــــی کوره

ځــکه مینه کي پابند د خپل نـــــــــګار یم

بی منته ګوهر شیندمـــــــــــــــــه په خلکو

په محفل کی ، لکه وریځ د نو بهــــــار یم

چی اوچت یي کړم تر عرشه ، محبت کې

د هغې مینــــــــــــــــی تر تله منت بار یم

تر ګریوانه می راځي د عــــــجز اوښکي

ځـــــکه پروت په اندیښنو کې تر سهار یم

آرامی می په هیڅ ملک کې مینده نه کړه

زه بی کوره ،بی وطنــــــــه ، بی دیار یم

نارامئ کې می قرار ځـــــــــان ته میندلی

د څپــــــــــــوپه دود، په ژوند کې ناقرار یم

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ