Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > خالی لاس  

مطالب تحریری فرهنگی: خالی لاس

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حاجی محمد نوزادیتاریخ: 7/21/2014

 

 

خالی لاس

 

لاندی شعر چی ستاسی ادبی برخی در ولیږه :

 

 

زوی مـــــي و پــوښــتــل چي پـلاره

لـــــــــږ خـــبــر مـي کـړه لــه حالــه

تـــــــه لــه کـــومـه یــی راغــلـــــی

چـــــا پـــه څــــه یــې پـیـژنــدلـــــی

څــــــه کــمـال،  څــه دي کــارونــه

چــــي پـــرې و کــانــدم ویــاړونـــه

شــــم به خوښ چـــي زوي د چـایــم

چـــــــي هــمــزولــو کي دی ستـایـم

 

مـــــا وې زوي د احـــمـــدخـان یـــم

او لـــمسی د مــیـرویـس خـان یــــم

لــــــه ډهــلـــي تـر اصـفـــهـــانــــه

نــــوم یــې پـروت دی پـه میـړانـــه

تـــــــه راواخـــلـــه کـــتــابـــونــــه

ســـــــه خــــبـر پـــه تـاریـخـونــــه

دوي پـــــــه تـــــوره جـنـګـیـد لـــه

غــــلــــیــــمـان یــی ماتــــولــــــــه

 

زوی مـــي بـــیــا وویـــل پـــــلاره

پـــــوه مــي نه ســوی ته له سوالـه

تــــه خــــپــل ځـــان راتــه وښـیــه

چـــي تــه ویــــښ یې که ویــده یـه

پـــلار نـــیــکــه کیسې دي ډیــري

هــــغــه ټــولــي دي اوس تــیــري

خــــپــل پـه کـومـو کـارو ویــاړې

څــه دي کـــړي او څــه غـــواړې

 

هـک حـیـران سوم چي څه یادکړم

په کـوم ویـاړ به مي زوي ښادکړم

زه بـــــه څـــنــګه ورتـــه وایـــــم

چـــــــي بــی وســـه بــیــنـوا یـــم

 

  ســــپـــیـنـه ورځ وه پــه رڼـا مـي

 تــیـــره تــــــــوره د بــــابـــا مـي

 کـــــړه د ورور پـه زړه کي ماتـه

  اوس خـــالـــی لاس یــــمه پـــاتـه  (*)

 

 (*) ـ ددغه شعر مقطع د "درویش دُراني" د یوه غزل له مطلع سره په ورته والي راغلې ده. 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ