Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > محمد حامد الوتاند  

مطالب تحریری فرهنگی: محمد حامد الوتاند

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: محمد حامد الوتاندتاریخ: 6/4/2014

مونږ به نه ېو

 

تل به دغه ورځې شپې وي مونږ به نه ېو

دا بته لمـر دا ستارې وي  مونږ به نـه ېتو

 

هـم بـه ځـمکه  آسمــانـونـه  کـائینات وي

واړه هر څه به دلې وي مـونږ بـه نـه ېو

 

ځي راځي  به  دلته  مني، ژمـي، دوبـي

دا بـدلون بـه پـرلپسې وي مونږ به نه ېو

 

معطر به  هر  وطـن او هر  چـمـن وي

د سپرلي به دا وږمې وي مونږ به نه ېو

 

هم به  ګل هم به  بلبل هـم بـه سنبل وي

د بلبلو  به  نارې  وي مـونـږ  بـه نه ېو

 

دا به  بتڼ دا به  چـمـن دا بـه خُـتن  وي

خوندورې به مېوي وي مـونږ به نـه ېو

 

دابه  تاک دا به مـمیز دایې شربت  وي

دا ترخې به تل ختوږې وي مونږ بته نه ېو

 

دا به  یار دا به  دلدار دا بـه  رېبـار وي

دا به  ناز، دا به نخرې وي  مونږ بـه نه ېو

 

څوک به بوخت په عبادت څوک جماعت وي

څوک به مست په مېکدې وي مونږ به نه ېـو

 

څوک به یار ویني په جام او پـه پیاله کـې

څوک په لار به د کعبې وي مونږ به نه ېو

 

څوک بې خوده به د ېار په ور کې پروت وي

څوک خمار به د پېالې وي مونږ به نه ېو

 

د رندانو، خماریانو به تـل مست وي محفلونه

پرلپسې  به یې مېلې  وي مـونږ بـه نه ېو

 

دا به جـام دا به مـطرب دا یې انجـام وي

دا ساقي دا به پیالې وي مونږ بـه نـه ېـو

 

ټنګ ،ټکور به وي رباب ،خواږه غږونه

دا یاران دا به حجرې وي مونږ به نه ېو

 

دا یاري  دا دلداري به  وي  همـداسې

دابه ناز دابه نخرې وي مونږ به نه ېو

 

څوک به څنګه ،څوک به څنګه ،څوک به څنګه

د چاسيخې د چا لارې به کږې وي مونږ به نه ېو

 

نه به دا  رنګ نه  به دا خوند  بل سبا وي

په  بدلون به  زمانې وي  مونږ  به  نه ېو

 

خکلې  څڼې به تاوېږي هم نڅا هـم اتڼونـه

د هر ځوان به  نندارې وي مونږ به نه ېو

 

نو  راځه  واخله  خوندونه  له  ژوندونه

دا هر څه به افسانې وي مونږ به نـه ېو

 

دا خوږ عمر په خوښۍ او خندا تېر کړه

دا به ژوند دا به مزې وي مونږ به نه ېو

 

زه حامد شوم هله پوه چې هر څه تېر ول

مونږ نه پاتې به  قصې وي مونږ به نه ېو

 

د ۲۰۱۴ کال د مې ۲۲مه
  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ