Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > خځه  

مطالب تحریری فرهنگی: خځه

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: محمد حامد الوتاندتاریخ: 3/11/2014

د خځو دنړېوالې ورځې په وېاړ د ټولې نړۍ او لر او بر افغان ملــــــت ټولــو درنو خـځو،

خوېندواو میندوته خپلې مباره کـۍ او نیکې هيلې وړاندې کوم او دا شــعر ټولو ته ډالۍ کـوم

 

خځه

خځه مور ده خځه خور ده خځه ترور ده          هم دا انګور ده هم توړۍ ده هم دا اندرور ده

د بي بي هوا نه واخله تردې دم تر مااو تا          کوره نۍ ده پرې ودانه وداني د کلي کور ده

 

د خلقت ښکلې دنیا ده پر دوې ټوله        دا د ژوند او د خکلا ډېر خوږ انځور ده 

په فطرت  کې ده دا مينه، مینه ناکه           دا د مينې  ده  دنیا د مینې اور  ده

 

مهربانه پر هر چا چې لور په لور ده       بس دا مور ده همدا مور ده ولله مور ده

مینه ، رحم ، عاطفه د ټولو  يؤ شان       د نړۍ په هر یؤ ګوډ کې  لور په لور ده

 

نه په عرش او نه په فرش کې پیدا کېږي      هغه خوند چې پاکه غیږه کې د مور ده 

دعا ګویه چې د پلار او که د ورور ده      بل څوک نده دا یا لور ده او یا خور ده

 

چې له خپلو بچو وي پر مونږ زهيره          څومره  مينه د توړۍ او هم د ترور ده

وي نانزکې نازولې د مور پلار خپل       چې پردي ګڼي مور، پلار خپل دا انګور ده

 

د تورزنو  ننګېالو  د بري راز ده   

د باتورو ده بریا او د ملا زور ده

                               

شاځلمو چې په میوند کې برۍ وموند     د پښتو لڼډئېو خوند خو لا څه نور ده

د ملالې  میوندۍ  تل پاتې  چيغې       پر غليم باندې هر وخت بل کړۍ اور ده

 

میړنو ته خو دا تل ننګ او ناموس وي    حفاظت یې فرض پر ټولو باندې پور ده

چا چې  خځو ته په ټيټ  ‌نظر کتلي       په دنیا او په عقبا کې  یې مخ تور ده

 

نه دا مرد او  نه میړه نه  نارینه دی        چا چې خځو باندې کړۍ ظلم زور ده 

په بې وزله ضعيفانو چې تېرۍ کړي          پښتنو  کې  خو حامده دا پیغور ده

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ