Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > ملي سرباز ته  

مطالب تحریری فرهنگی: ملي سرباز ته

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 2/6/2014

ملي سرباز ته

د حماسو د سنګر ځوان یم افغان یمه زه

ملی سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

دا خپل وطن مې دی ګټلی د سر په وینو

ملي بیرغ مې لوړ ساتلی دسر په وینو

دغیرتونو لوی طوفان یم افغان یمه زه

ملي سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

دلته ده ځاله دزمریانو زمریان اوسیږي

د ننګیالیو شازلمیانو  زمریان اوسیږي

ګوری اتل د هرمیدان یم افغان یمه زه

ملي سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

که هزاره پښتون ازبک دی دټولو کور دی

او که بلوچ ترکمن تاجک  دی دټولوکور دی

زه یووجودیمه یو ځان یم افغان یمه زه

ملي سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

د دې وطن اصیل بچیان دي حفیظ ملیاره

د لوړو لوړوغرو بازان دي حفیظ ملیاره

سر مې شه ځار ترینه قربان یم افغان یمه زه

ملي سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ