Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > د اوښ ګیله  

مطالب تحریری فرهنگی: د اوښ ګیله

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: سیدهمایون اولسیتاریخ: 11/26/2013

د اوښ ګیله

 

د یو اوښ کـړه چا پوښتنه         ای  د  لـوی طاقـت  څښـتنه

ته چی کړې مدام مـزلونـه         وړې  درانـه درانـه بارونـه

 

دا اوږدی لارې  وهی  تـه         دومره سختی چی ګالی  ته

دغـه کار د چـا  تدبیر دې         یا  ازل نه  سـتا  تقدیـر دې

 

ته یی خوښ پدغـه سخته           یـا  خـفـه لـه  خپلـه  بخــته

اوښ ویل زه یم خوشحال          نـلـرم  شکـوه  څـه  ویــال

 

که  اوږدې  لارې  وهمه          که  درانـه  بارونــه وړمـه

خو په یو شې اندیښمن یم          خپل خاونـد نه ګیله من یـم

 

چی زمـا  نه مهار  وړې          خــر  لکی  پـوری  تــړې

زه  بیا  خـر  پسی  روان          بی  خـبر  لـه  ایـن  او  آن

 

دومره وایـم  که پوهیږې          پدغـه  راز  کـه  خبریـږې

چی رهـبر د چا وې خـر          هغـه  لار  کې  وې  خـطر

با  خبر ورنه خبر دی

نا  خبر ترې  بی خبر

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ