| 
	
		| | | |  | AFGHAN GERMAN ONLINE http://www.afghan-german.de
 http://www.afghan-german.com
 | 
 |  |  |  | 
 |  | | | نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیار | تاریخ: 7/11/2013 | 
 |  | 
پارلمان ته کانديد
 غواړم کانديد شم پارلمان لپاره
 د شخصی ګټو د ار مان لپاره
 ورته به لافې د خدمت و وهم
 جيب به می ډک کړم د خپل ځان لپاره
 په رشوتونو کې کورونه اخلم
 د شهر نو او مکرويان لپاره
 ... د اتفاق پر ځای نفاق جوړوم
 د دی زخمی افغانستان لپاره
 زه په تبعيض کې خپل بقا وينمه
 د ګډوډی او چور ميدان لپاره
 په ملی ګټو کې ځای کله شته دی
 د خد غرض او د شيطان لپاره
 زه د مظلومو خلکو اوښکې څه کړم
 زما يي څه څيری ګريوان لپاره
 دا ابادی ته خو مې ملا ماته ده
 وطن به جوړ کړم قبرستان لپاره
 هر ا جنبی چې راته دهل غږوی
 ورته نڅيږم د قيران لپاره
 په لباسی خندا به خلک غولوم
 شم به بلبل نطق او بيان لپاره
 او به به خړي کړم ماهيان به نيسم
 ځان به کړم ټګ د هر انسان لپاره
 
 که له سواد نه بهره مند نه ومه
 سکرتر نيسم د پرسان لپاره
 په نيکتايي باندی به لاس وچوم
 پلو چلو او دسترخوان لپاره
 حفيظ ملياره بيابه ځای نلرم
 افشا مې نکړي د قران لپاره
   |  |  | 
 |  | افغان    جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ
				   
				  
				 acc@afghan-german.de یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ
 | 
 |  |