Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > بس کړۍ  

مطالب تحریری فرهنگی: بس کړۍ

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 7/5/2013

بس کړۍ

ای د څوکیو لیونیانو بس کړۍ

د قدرتو د سر لیوانو بس کړۍ

پخوامو په کور کې کوم ګوډ خر لرلو؟

نن په خارج کې بانکدارانو بس کړۍ

تاسو په نس باندې هیڅ نه مړیږۍ

د بد بختیو ښامارانو بس کړۍ

دا بیتالمال و وایۍ چاچور کړلو؟

چپاولګرو بدماشانو بس کړۍ

د ملت ځمکې خو هم تاسو چور کړې

ولې بیرحمو غاصبانو ؟ بس کړۍ

د خپل د مور غوښې مو وخوړلې

د قبرستان رنګ رنګ چنجیانو بس کړۍ

ماشوم سپینګیري او ځوانان شهید شول

ولې بیرحم جنګسالارانو ؟ بس کړۍ

په هره لویشت کې قبرستان لرو مونږ

بس کړۍ جابرو قاتلانو بس کړۍ

خلک اوس پوه شول نورنو نه غولیږي

ای د تبعیض ټیکه دارانو بس کړۍ

دا د حساب وخت خو به راشي اخر

د پاک الله شرمنده ګانو بس کړۍ

حفیظ ملیار د ملت درد وایمه

ای حرامخوره ټپسانو بس کړۍ

******************

د زړه دردوي

درد د زړه وي چې فغان له خولې نه وځي
له بلاله چې اذان له خولې نه وځي
په خپل ننګ او خپل عزت به همیش ویاړي
له ملالې یا قربان له خولې نه وځي
هر عاشق ګورۍ لیلا لیلا نارې کړي
له مجنونه چې جانان له خولې نه وځي
د یوسف او زلیخا وصال نصیب شو
بندي څنګه د کنعان له خولی نه وځي
هغه څوک چې نا امید شي له اميده
ترې ارمان ارمان ارمان له خولې نه وځي
د مرګ ورځ کې دحفیظ ملیار له خولې نه
دخپل ګران افغانستان له خولې نه وځي

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ