Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > بیځایه اعتماد  

مطالب تحریری فرهنگی: بیځایه اعتماد

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: عبدالباري جهانيتاریخ: 6/16/2013

بیځایه اعتماد

یوه ورځ زمری په غره کي را روان وو

له څو ورځو وږی تږی سرګردان وو

ځغلولي تر ځنګلونو یې غوایان وه

بیرولي یې ګیدړي چغالان وه

غر خالي وو د څارویو حیوانانو

درک نه وو د هوسیانو د سویانو

هم پسونه هم هوسیاني تښتیدلي

له ناکامه یې مخ ونیوی پر کلي

چي تر څنډي د نیژدې کلي ته ورسي

ګوندي هلته یو څه ښکار وربرابرسي

چي د کلي منځ وي ډک له انسانانو

له توپکو له مرمیو له ښکاریانو

سهار مخکي د ملا تر آذانونو

غلی ورغی د کلي تر باغونو

لا د کلي سر ته نه وو رسیدلی

لا یې ښکار په نظر نه وو ورغلی

چي یې غوږ د کلنګي چرګ پر آذان سو

په آواز یې د زمري خاطر پریشان سو

 

کلنګي چرګ وزرونه سرپوله

په غړانګه پسي بله یې راتلله

زمري داسي آواز نه وو اوریدلی

تر غوږونو یې هیڅ نه وو رسیدلی

له هیبته یې پر سترګو توره شپه سوه

وارخطا سو پر وجود یې زلزله سوه

دلته کلی دی وطن د انسانانو

ډلي ګرځي د تازیانو او د سپیانو

ګوره دا به يې لا څه ډول حیوان وي

چي له ږغه یې د غره زمری پریشان وي

کلنګي چرګ بل آواز کړ پسي پورته

زمري مخ کړ په ځغستا د ځنګله لورته

د کلا له دروازې سره یو خر وو

په ځان غټ له یابوګانو برابر وو

چي زمری یې په ځغستا کي وو لیدلی

ډیر کمزوری تر نظر وو ورغلی

خر زړه ور سو چي زمری ورنه ډاریږي

چي یې ولیدی ځنګله ته ځي پټیږي

د ځنګله د زمري تیښتي ته حیران سو

په زمري پسي په تاخته ور روان سو

 

چي له کلي څخه دوه ګامه بهر سو

د زمري تیرو غاښو ته برابر سو

په یوه حمله یې وویشتی له مځکي

د شمزی یې ورته مات کړله هډوکي

په کرنکه یې ور ښخي کړلې داړي

په کوګل کي یې ور وچي کړې رمباړي

نیم یې وخوړ نیم خوراک د ټپوسانو

میله جوړه سوه د سپیو چغالانو

چي بیځایه څوک په ځان باندي باور کړي

یوه ورځ به ځان بلا ته برابر کړي

خره د چرګ د آذان زور نه وو لیدلی

په زمري کي یې ډار نه وو آزمییلی

دی د بل په توره ځانته سو مغروره

عاقبت یې سو اجل په هغه توره

چي له خپلي کمزوریه بیخبر وي

یوه ورځ به دړي وړي لکه خر وي.

 

 

 

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ