Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > د زړه پرهر  

مطالب تحریری فرهنگی: د زړه پرهر

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 5/22/2013

د زړه پرهر

د زړه پرهرته مسکیدلي ماکتلې تاته

په وچو شوڼډو خندیدلې ماکتلې تاته

زخمي زخمي وی ای زړګیه ستاګناه څه کې وه؟

په خپلو وینو شټیدلې ما کتلې تاته

د امیدونو جنازې دپاس اسمان ته تللې

حیران حیران به دکتلې ماکتلې تاته

تابه دمینې محبت ددرس کتاب لوستلو

تا دمجنون کیسې کولې ماکتلې تاته

اوس نودخپل دزړګي وینې به د څښې ملیاره

چې په هرچابه غولیدلې ما کتلې تاته

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ