Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > د ملالی یوسفزی په ویاړ او یاد  

مطالب تحریری فرهنگی: د ملالی یوسفزی په ویاړ او یاد

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: عبدالغفور لېوالتاریخ: 10/13/2012

                                              د ملالی یوسفزی په ویاړ او یاد

 

د سواتۍ ملالې سپینه غاړه سره شوه

یوه سره ګولۍ په ګلو کې سړه شوه


ډز شو، ډزسره دره کې انګازې شوې

دملالې سلګۍ عرش کې اوازې شوې


د
ملالې لاس نه لویږي کتابونه

له دې شرمه ګوره! ریږدي دسوات غرونه


د
ملالې وینو رنګ کړې سپینې پاڼې

په لړزه شولې ګورګورې او مماڼې


د
ملالې خولګۍ وچه وچه کیږي

لکه ژبه د‌ډيوې باد ته رپیږي


د
ملالې څاڅکي څاڅکي وینه تویې

نن ماښام ستوروته لاس پورته کړه مورې


له هرڅاڅکي به یې زیږي زر لمرونه

پرې تودیږي به کتاب ته ناستې نجونه


د
میوند ملالې توغ ته دې سلام دی

ستابچو باندې اوس هم علم حرام دی


پښتنو غرونو کې ګرځي یوه څړیکه

دهغې ده که ددې ملالې کړیکه


یوه وتې د
وطن بیرغ په ننګه

ددې بلې کتابونه دي ترڅنګه


په ولس کې خدای پیدا کړې دوې ملالې

د وطن او پوهې ځلنده مشالې


ملالۍ دوینو څاڅکي دې غمي شه

دوښمنان دې ورته دود شه سپیلني شه


لاس دې راکړه چې دلمر کلي ته ولاړ شو

د ولس دویښتابه څلي ته ولاړ شو


یوه نه ، زر ملالۍ به راپسې شي

پرې رڼا به دکابل اوسوات شیبې شي


لاس دې راکړه چې دلمر کلي ته ولاړ شو

ددې ولس دویښتابه څلي ته ولاړ شو
  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ