افغان جرمن آنلاین خبرونه

 

+++ یاد شهدای وطن گرامی باد اما ...
+++ بررسی مطبوعات / جهان
+++ دلیل: دجمهوریت روغتون به پرمختللی روغتون وي
+++ 'دکجکي بند دامریکا دپاره ستر چیلنج
+++ امریکایي قوماندان وايي دقران سوزول خطرناک ثابت یږي
+++ قتل حامد نوری مدافعین حقوق خبرنگاران را 'نگران ساخته است'
+++ بررسى اتهامات مسؤول انتخابات در خوست
+++ روسیه غواړي چې دافغانستان تاسیسات بیاورغوي
+++ ناټو غواړي په نومبر مياشت کې له کندهاره طالبان وباسي
+++ دوه امریکایی پوځیان وویشتل سول
+++ ولسمشر: دنوري دوژني جدي څيړنه دي وسي
+++ نیروهای حافظ صلح فنلند در افغانستان هدف حمله قرار گرفته اند
+++ اتحادیه ملی ژورنالستان خواهان دستگیری عاملان قتل "نوری" شدند
+++ يوې انګريزي څيړنيزې ادارې هم د افغانستان د تجزيې وړانديز کړى دى
+++ چندین مقام مهم و څارنوالان افغانستان در امتحان صداقت اف بی آی ناکام شدند
+++ راسموسن: افغان ځواکونو ته به په ۲۰۱۱ کې د امنیتي چارو سپارل پیل شي
+++ مدغم سازی طالبان به پروسهء صلح، پرسش ها و آزمون ها


یاد شهدای وطن گرامی باد اما ...

Nach oben 08.09.2010 صبح بخیر افغانستان

هجدهم سنبله مصادف است به روز یاد بود شهدا ی افغانستان. درست نه سال پیش در چنین روزی احمد شاه مسعود عمده ترین فرمانده مقاومت علیه طالبان و یکی از چهره های برتر جهاد افغانستان در ولایت تخار در یک حمله ی انتحاری تروریستان عرب جان باخت. بعد از فروپاشی طالبان و حاکمیت دولت جدید، حامد کرزی رییس جمهور فعلی افغانستان به احمد شاه مسعود لقب قهرمان ملی کشور داد و سالروز شهادت وی را به عنوان روز یادبود از شهدای افغانستان عنوان کرد.

اگرچه تجلیل از یادبود سالروز مرگ احمد شاه مسعود و دیگر شهدا هر سال کمرنگ تر از گذشته تجلیل می گردد اما در کنار این مسله برای بازمانده گان شهدای جنگ در افغانستان نیز توجه چندانی صورت نگرفته است. در حال حاضر به بازمانده های شهدای جنگ در افغانستان کمترین کمک از سوی دولت پرداخت میگردد. نامگذاری یکی دو جاده در افغانستان که آن هم به فراموشی سپرده شده است برای برخی از شهدای جنگ که در دوران حیات خود نیز امکانات بهتری داشتند تنها امتیازی است که برای آنان داده شده است اما در طبقات پایان یاد افرادی که مبالغه نخواهد بود اگر بگوییم سرنوشت بود و نبود کشور آزاد ی به نام افغانستان را به خون خود رقم زدند به فراموشی و تاریکی های سپرده شده است.

شاید بسیاری این شهدا در خانواده های خود نیز که ممکن است از هم پاشیده به فراموشی سپرده شده باشند. کودکان یتیم و آواره ی آنان، زنان بیوه و بی نوا که روز ها در پی لقمه نان آبرومند برای بقای حیات خود در نگرانی و تشویش به سر می برند، کار می کنند و با بدست آوردن اندک پول و هزاران حسرت آن چه را زنده گی می نامند ادامه می دهند.

اما قیافه های آراسته، فرزندان صحتمند، ثروت بی پایان، دست یافتن به مرفه ترین زنده گی در پیشرفته ترین کشور های جهان ارمغان بزرگی است برای آنانی که در زیر لوح جهاد افغانستان زنده گی کردند مبارزه کردند تا خود به خوشبختی رسیدند. بدون شک بسیاری از این افراد مرگ عزیزانی را که برای آزادی کشور شان رزمیده اند فراموش کرده اند در غیر آن حساب ثروتمندان این شهر که از راه های آن چنانی پول در آورده اند بیشتر از غربا و بی نوایانی است که پدران، خانواده ها و داشته های خود را برای آزادی وطن از دست دادند و امروز در زباله دانی های خانه های کسانی برای بدست آوردن لقمه ی نان سرگردان اند که دیروز همسنگر نزدیکان شان بودند.

غم انگیز تر از هر چیز دیگر این که دولت نیز دستاورد مشخصی برای بازمانده های شهدای افغانستان ندارد. پرداخت پول اندکی که بیشتر توهین آمیز خواهد بود تا پرداخت حقوق به بازمانده گان کسانی که در راه کشورش جان باخته است تنها حرکتی است که دولت برای این خانواده ها انجام می دهد.

ثروتمندان کشور نیز که توانایی کمک مالی به این بازمانده ها را دارند با بی تفاوتی از کنار این افراد از جاده ها می گذرند و شاید هیچگاهی حال و احوال این افراد در فکر بسیاری از آنها خطور نکرده باشد. با این وضعیت یادبود سمبولیک از روز شهدا در افغانستان چه مفهومی را می تواند ارائه کند؟ این یاد بود چه تغیری در زنده گی آن کودک یتیمی خواهد آورد که پدرش در راه کشور جان باخته اما خودش در تلاش لقمه نانی با دستان کوچکش موتر های آخرین سیستم کسانی را شستشو می دهد که در واقع از برکت ریختاندن خون پدر وی به این ثروت رسیده اند.




بررسی مطبوعات / جهان

Nach oben 08.09.2010 رادیو آزادی

اکثر روزنامه های غربی در شماره های اخیر خود بار دیگر توجه را به ما جرای کابل بانک جلب نموده و جنبه های مختلف این مشکل را بررسی کرده اند.

نیویارک تایمز

روزنامه نیویارک تایمز می نویسد، اگرچه حکومت و بانک مرکزی افغانستان می گویند که از سقوط کابل بانک جلوگیری خواهند کرد و نخواهند گذشت که این بانک ورشکست شود، اما مشکلاتی که در کابل بانک وجود دارد، این بانک را به سمت ورشکستگی سوق می دهد. به نوشته روزنامه تحلیل گران سیاسی به این نظر اند که حکومت افغانستان با این سخنان که گویا کابل بانک خودش می تواند مشکلات مشتریان خود را حل کند و یا این بانک به مشکل مالی روبرو نیست، صرف می خواهد فرصت بدست آورد تا راه های نجات این بانک را جستجو نماید.

لندن تایمز

روزنامه تایمز لندن می نویسد، یکی از علایم اضطراب این است که بانک مرکزی افغانستان به شاروالی کابل دستور داده است که از فروش املاک سهمداران و مالکین این بانک در کابل جلوگیری نماید، اما برادر آقای کرزی محمود کرزی از این امر استثنی شده است. محمود کرزی گفته که دلیل این است که او هیچ ملکیت شخصی در افغانستان ندارد و صرف مالک یک خانه می باشد که آنهم در امریکا است. به نوشته روزنامه مشکل اساسی بانک اینست که سهمداران آن کسانی اند که بیشترین قرضه را از این بانک خود آنها گرفته اند، از جمله به نوشته روزنامه محمود کرزی شش ملیون دالر از این بانک قرض گرفته است تا اسهام خود این بانک را خریداری کند.

روزنامه از قول داکتر عبدالله عبدالله که در انتخابات ریاست جمهوری رقیب اساسی رییس جمهور کرزی بود، می نویسد که گفته است بانک مرکزی از سابق می فهمید که در کابل بانک اعمال غیرقانونی جریان دارد، اما رییس بانک مرکزی توانایی برخورد با کسانی را نداشت که با مقامات بلندرتبه حکومت ارتباط داشتند.

به گفته داکتر عبدالله در این هیچ شکی وجود ندارد که ارتباطات خانواده گی در امور این بانک نقش عمده داشت. روزنامه از قول دو مقام بلندرتبه حکومت افغانستان که نام های شان ذکر نشده می نویسد که گفته اند، سهمداران کابل بانک صدها ملیون دالر این بانک را بخود و دوستان خود قرض داده اند که یک مقدار پول آن در ویلا ها و بنا های آسمان خراش در دوبی سرمایه گزاری شده است که با نزول در بازار ملکیت ها در دوبی شاید مقدار زیاد این پول هم از دست رفته باشد. علاوه بر آن به گفته مقامات یک شماری مردم که از این بانک قرضه گرفته اند، از همان آغاز نیت پس پرداخت آن را نداشتند.

واشنگتن پست

به نوشته روزنامه واشنگتن پوست یکی از این سهمداران که در ویلای 5 و نیم ملیون دالری در دوبی زنده گی می کند، برادر رییس جمهور کرزی محمود کرزی می باشد. روزنامه واشنگتن پوست ادامه می دهد، متن کتبی دستوری را بدست آورده است که به اساس آن، فروش ملکیت های سهمداران اساسی این بانک از جمله دو رییس سابق بانک و همین طور ملکیت های حسیین فهیم برادر مارشال فهیم معاون رییس جمهور، منجمد شود.

روزنامه در این جا سوال می کند که اگر در کارهای این بانک اعمال غیرقانونی دیده شده است چرا منجمد ساختن ثروت این مردم تنها در کابل عملی می شود و نه در دیگر نقاط افغانستان. علاوه بر آن چرا سرمایه های برادر رییس جمهور از این امر استثنی مانده است، زیرا به نوشته روزنامه آقای محمود کرزی در بسیار شرکت ها از جمله شرکت سمنت پلخمری سهم گزاف دارد. روزنامه می افزاید برادر آقای کرزی از خود این شرکت ها قرضه گرفته و بعداً اسهام آنها را خریداری کرده است، یعنی اکنون از پولی مفاد می گیرد که هیچگاه خودش سرمایه گزاری نکرده است.




دلیل: دجمهوریت روغتون به پرمختللی روغتون وي

Nach oben 08.09.2010 دآزادی رادیو

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي چې دکابل دجمهوریت روغتون په نوې جوړه شوې ودانې کې به دآغا خان فوندیشن په ملګرتیا دسیمې په کچه یو پرمختللی او تخصصي روغتون جوړ کړي. ټاکل شوې چې اغا خان فونډیشن دکابل دجمهوریت روغتون نوې ودانۍ په نړېوالو معیارونو او طبي وسایلو سمبال کړي.

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت سرپرستې وزیره ډاکټر ثریا دلیل وایي چې په دې اړه ولسمشر په خپله دآغا خان فونډیشن له چارواکو سره خبرې کړې دي. ډاکټر ثریا دلیل دسې شنبې په ورخ آزادۍ راډیو ته په دې اړه په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې نن په افغانستان کې موږ داسې روغتون نه لرو چې دسیمې په کچه روغتیايي خدمتونه خلکو ته وړاندې کړي نو ځکه غواړو چې یو تخصصي روغتون جوړ کړو.

دمیرمن دلیل په وینا په دې توګه به هم دناروغانو ستونزې هوارې شي او هم به مو خپله پانګه خوندي کړې وي: (زموږ یو شمېر ناروغان چې هندوستان او یا پاکستان ته ځي، دوي له نا چارې ورځې، ځکه دلته دتشخیص او درملنې امکانات نه شته، نو ددغه روغتون په فعالېدلو سره به له یوې خوا ددوي ستونزې هوارې شوې وی او له بل خوا به له افغانستان څخه دپانګې دلیږد مخه هم ونیسو او دغه پانګه به په خپله په افغانستان کې ولګول شي.)

دعامې روغتیا وزارت سرپرسته وایي چې ددغه روغتون په مدیریت کې به له آغا خان فونډیشن سره برابره برخه ولري. دراپورنو له مخې افغانان په میاشت کې نیږدې پنځه ویشت ملیونه ډالره ددرملنې لپاره به هېواد څخه بهر په ځانګړي ډول هندوستان او پاکستان کې مصرفوي. کابل ښاریان هم دافغان دولت له دغه اقدام څخه هرکلۍ کوي او دناروغانو دستونزو دهواري په برخه کې یې ګټور او پرځای بولي.

دیادونې وړ ده چې دکابل دجمهوریت روغتون دنوې ودانۍ کار شا او خوا درې نیم کاله پخوا د چین هېواد په مرسته پیل شو چې اوس مهال په لسو پوړونو کې بشپړ شوی دی. دافغانستان دعامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په دغه روغتون کې یو شمېر داسې ځانګړونو ته هم پام شوی چې دیو ستندرد او تخصصي روغتون د جوړولو لپاره اړین دي.




'دکجکي بند دامریکا دپاره ستر چیلنج

Nach oben 08.09.2010 دامریکا غږ

دلاس انجلس ټایمز ورځپاڼې دخپلې دوشنبې په گڼه کې دهغو چلنجو په هکله یو مطلب خپور کړی دی چې په هلمند کې دکجکي دبریښنا دبند درغولو په برخه کې امریکایان ورسره مخامخ دي. ورځپاڼه لیکي، دکجکي لوی بند دامریکایانو لپاره یو سمبولیک ارزښت لري. که څه هم ددغه بریښنا دفابریکې په بیا رغولو کې مقدماتي پرمختگ شوی دی خو وروسته بیا ناامیدي او نامعلومه راتلونکی ددغه بند رغول تهدیدوي.

دلاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې دکجکي دبریښنا دستگاه په ١٩٥٣ کې دامریکا دمتحده ایالاتو دحکومت لخوا جوړ شویدی. دغه بند دسلو مترو په لوړ والي جوړ شویدی، او یوه پراخه ساحه یې نیولې ده. ددې بند په خوا کې په هلمند کې یوه ستره زراعتي پروژه چې ډیر شمیر کانالونه، صحي کلینیکونه، ښونځي او نورهم جوړشوي وو. ددې پروژې په تکمیلیدلو سره هلمند دافغانستان یوه ډیره مهمه زراعتي سیمه وگرځیدله. دغه سیمه یو وخت کې دکمکې امریکا په نامه یادیدله. په سلگونو امریکایی ډاکټرانو، انجنیرانو، ښونکو او نورو په هلمند کې کار کول او په لښکر گاه او کندهار کې اوسیدل. په ١٩٧٥ کال کې دوه توربینونه دبریښنا په دستگاه کې نصب شول.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي د١٩٧٠ ومو کلونو په اخرو وختو کې چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ، امریکایانو هیلمند ولایت پریښود. او وروسته بیا هلمند او کندهار دطالبانو په مرکز بدل شو. دشوروي اتحاد د اشغال په وخت او بیا دطالبانو دواکمنۍ په دور کې دکجکي دبریښنا فابریکه په بدحالت اخته شوله، داوبو کانالونه ډک شول او ډیر شمیر کلینونه او ښونځي ونړول شول یا وتړل شول.

ورځپاڼه زیاتوي، دیو دپاڅه دوه زرم کال په وروستیو وختونو کې دامریکا دپراختیا دبین المللي ادارې یا یو اس ایډ توجه یو ځل بیا هلمند خواته واوښتله. ددغې ادارې خورا مهمه پروژه چې پنځو س ملیونه ډالرلگښت لاره هغه دکجکي دزنگ وهلي توربینونو نوي کول وو او څنگ کې ددریم توربین نصبول وو. ددې په څنگ کې دډیرو فرعي سټیشنونو او دبریښنا دلیږدونې لاینونه هم باید جوړشوي وای تر څو دهلمند او کندهار په ولایتونو کې د بریښنا اندازه ډیره شي. دغه پلان دامریکا، او افغانانو لخوا چې په سیمه کې اوسیږي او همدارنگه دقومي مشرانو لخوا دښه هرکلي سره مخامخ شو. دوی په دې فکرکې ؤ چې ددې ستره ې پروژې سره به د خلکو اقتصادي ژوند ښه شي.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې جگړه خپل نهم کال ته داخلیږي، دکجکي درغولو کار تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوی دی. ستونزه داده چې هغه سړک چې دغه فابریکې ته رسیږي دطالبانو لخوا کنټرولیږي. د ٢٠٠٨ کال دخبرونو د بندیز په وخت کې دوه زرو بریتانوي عسکرو ددریم توربین لپاره سل ټنه مواد دلیږدونې کار دپنځو ورځو په دوران کې ساحې ته ورسول. خو دریم توربین جوړ نه شو او ماشین او نور وسایل یې همداسې پراته دي ځکه هغه چینايي کمپني چې ددې توربین دجوړولو کار پرمخ وړل، دامنیتي ملحوظانو په سبب له افغانستان نه کډه وکړه.

په یو کلي کې چې ددغه بند په جنوب کې پروت دی اوس څوک نه اوسیږي ځکه طالبانو د کلي خلکو ته اخطارونه ورکړي وو چې دامریکایانو سره دې مرسته نه کوي. جوول هافونسټین چې دتریاکو فصل په نامه یو کتاب لیکلی دی او په هلمند کې د یو اس ایډ لپاره یې کار کاؤ، لیکي کله چې دی خبر شو چې امریکایانو او بریتانویانو دکجکی دبریښنا دبند بیا رغونه معطل کړیده، ډیر زیات تعجب وکړ ځکه دوی دهلمند خلکو ته څومره غوړې وعدې ورکړې وې. ده لیکلي دي، دا څومره لوی امتیاز طالبانو ته ورکول دي او دا پخپله دیوې سترې ماتې نښه ده او حتی دا معنی لري چې مونږ دلته بلکل ناکام شولو.

اوس ستونزه داده چې د ٢٥ میلو دسړک ١٥ میله برخه یې محفوظ نه ده او امریکایان وايي چې مونږ دومره کافي عسکر نه لرو چې دغه برخه محفوظه کړو نوځکه دکجکي دبریښنا دفابریکې ترمیم چې دومره امیدونه ورته تړل شوي دي همداسې پاتې دی.




امریکایي قوماندان وايي دقران سوزول خطرناک ثابت یږي

Nach oben 08.09.2010 دامریکا غږ

په افغانستان کې دناټو او امریکا دقواو قوماندان جنرال ډیویډ پېټرییس وايي دفلورېډا دایالت دیوې کلیسا له خوانه دا پلان چې دسپتمبر په ١١مه د قرآن کریم نسخې وسوزوی. دامریکا عسکر له خطر سره مخ کولای شي او دجگړې هڅو ته په عمومي ډول تاوان رسولی شي. جنرال ډیوېډ پېټرییس ددوشنبې په ورځ وویل چې دمسلمانانو دسپېڅلي کتاب دسوزولو پلان دقیقا هماغه عمل دی چې طالبان به یې دتبلیغاتو لپاره استعمال کړي.

هغه وویل چې دا کار فوق العاده ستونزې پیدا کولای شي. نه یوازې په افغانستان کې بلکه په هر ځای کې چې امریکا له اسلامي ټولنو سره اړیکې لري. دامریکا دفلوریډا ایالت د یوې کلیسا مشران وایي چې دوی به دسپتمبر په یوولسمه په امریکا کې دترورستي حملو دنهمې کلیزې دنمانځلو پر وخت، دقران پاک نسخو ته اور ورته کړي. په دغو حملو کې تقریبا درې زره کسان وژل شوي وو.

رپوټ وايي چې دغې کلیسا ته حکومت اجازه نده ورکړې چې قران وسوزوي خو سره له دې هم هغوی لوړه کړې ده چې خپل پلان پر مخ یوسي. له بلی خوانه، په کابل کی دامریکا دمتحده ایالاتو سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دامریکا حکومت به په هیڅ صورت چا ته اجازه ورنکړي چې داسلام په ضد کومه بې احترامي وکړي. دامریکا سفارت وايي دوی په دې ډیر اندیښمن دي چې ځنیې کسان له کسته، دیوې قومي ډلې یا مذهب دبې احترامۍ کولو قصدي اراده لري.

نور تفصیل:

پرون په کابل کې په سلهاو کسان سړکونو ته راوتلي وو او دامریکا دهغې کلیسا په ضد یی احتجاج کاوه چې دقران پاک نسخو ته داور ورته کولو پلان یې جوړ کړی. مظاهره کوونکیو دکابل دیو جومات مخې ته مظاهره داحتجاج پر وخت دامریکا پر ضد شعارونه ورکول او ویل یې چې مرگ دې وي پر امریکا باندې. همدې ته ورته مظاهرې داندونیزیا دجاکارتا په ښار کې دامریکا له سفارت نه بهر هم دشنبې په ورځ وشوې.




قتل حامد نوری مدافعین حقوق خبرنگاران را 'نگران ساخته است'

Nach oben 08.09.2010 صدای امریکا

در پی قتل های نامعلوم اجمل نقشبندی، ذکیه ذکی، سانگه آماج، سلطان منادی و چندین خبرنگار دیگر، اکنون سید حامد نوری، یکی دیگر از خبرنگاران توسط افراد ناشناس به گونه مرموزی در کابل به قتل رسید که تا کنون عاملان قتل او شناسایی نشده اند. قتل سید حامد نوری در افغانستان، مدافعین حقوق خبرنگاران را بخاطر نبود امنیت خبرنگاران نگران ساخته است.

سید حامد نوری که یکی از گوینده گان تلویزیون ملی بود و در عین حال در بخش های دیگر رسانه ها فعالیت مینمود، به گفته پولیس ساعت ۹ شب دوشنبه از خانه اش در بلاک ۵۴ مکروریان اول بیرون کشیده شده و در مقابل بلاک ۵۲ با ضربات کارد به قتل رسانیده شد. صدیق الله توحیدی، مسوول نظارت از رسانه ها در افغانستان میگوید: ‘ما تا حال شاهد مجازات عاملان قتل ژورنالستان و یا هم اعلان نتیجه کدام تحقیقاتی نبوده ایم. وقتی دولت مجرمین و جنایت کاران را به جزای شان نمی رساند، معلوم است که جنایت زیاد خواهد شد.’

مسوولین پولیس این رویداد را خصومت شخصی عنوان نموده میگویند، آقای نوری دعوی حقوقی در قسمت خانه داشت که قرار بود محکمه به زودی خانه را به وی تسلیم نماید. ولی محمد ظاهر، رییس تحقیقات مبارزه با جرایم جنایی در مورد میگوید: ‘ما در سه بخش به صورت بسیار دقیق کار میکنیم. مگر باور من اینست که این یک خصومت شخصی بوده است و سیاست مداران به شکل آزاد که وی را بشناسند، دست به چنین کاری نمی زنند.’

در همین حال، مدافعین حقوق خبرنگاران و رسانه های آزاد از دولت میخواهند تا برای جلوگیری از چنین واقعات و اتفاقات، عاملان قتل ژورنالستان را شناسایی و به جزای شان برسانند. صدیق الله توحیدی مسوول دیده بان رسانه ها در افغانستان: ‘این قتل چه انگیزه شخصی داشت چه سیاسی، در امن ترین منطقه شهر اتفاق افتاده است. باید ارگان های امنیتی امنیت را به قسم تامین کنند که در چنین مناطقی چنین اتفاقاتی نیافتد.’

ضمناً مرکز همبستگی رسانه ها (مهر) طی یک پیام، قتل حامد نوری را یک عمل شنیع و غیرانسانی خوانده آن را محکوم نموده است. (مهر) همچنان از حامد کرزی و وزارت امور داخله و ریاست امنیت ملی تقاضا کرده است تا به منظور جلوگیری از قربانی شدن بیشتر خبرنگاران اقدامات جدی و مؤثری انجام دهند.




بررسى اتهامات مسؤول انتخابات در خوست

Nach oben 08.09.2010 کلید

فضل احمد معنوى رئيس كميسيون مستقل انتخابات ميگويد كه يك هيئت را به منظور بررسى اتهامات وارده فساد اخلاقى بر رئيس ولايتى كميسيون انتخابات در خوست، مؤظف خواهد ساخت.

اظهارات آقاي معنوي واكنش به ادعاي شوراى ولايتى خوست محسوب مي شود كه رئيس دفتر كميسيون انتخابات در خوست را به داشتن روابط نامشروع با كارمندان زن دفتر اين كميسيون متهم كرده است.

فضل احمد معنوى روز گذشته در يك نشست خبرى در ولايت خوست با ابراز اين مطلب، هدف از سفرش به خوست را ارزيابى امنيت انتخابات آينده و بررسي وضعيت در خوست ياد كرد و گفت كه وضعيت امنيتى خوست در مقايسه به بسيارى از ولايات، اطمينان بخش به نظر ميرسد.

معنوى افزود كه در آنعده محلات ولايت خوست كه در حال حاضر حوزه هاى انتخاباتى وجود دارد، امنيت قابل اطمينان است، زيرا نيروهاى افغان و ناتو در آنجا پوسته دارند و مردم نيز علاقمند اشتراك در انتخابات اند.

به گفته وى، شوراى هاى ولايتى و ارگان هاى ديگر حق ندارند تا به گونه مستقيم بر كارمندان كميسيون انتخابات اتهام وارد كنند، زيرا كميسيون انتخابات مستقل است.

وى افزود كه هر كسى كه كدام كاستى را در كار كارمندان كميسيون انتخابات ميبيند، آن را با كميسيون شكايات شريك سازد.




روسیه غواړي چې دافغانستان تاسیسات بیاورغوي

Nach oben 08.09.2010 تاند ویبپانه

تاند (سې شنبه/سپټمبر۷)

دروسیې یوه جګپوړي مقام ددوشنبې په ورځ وویل چې دا هیواد غواړي له لوېدیځ سره همکاري وکړي او له افغانستان سره دبرېښنا کوټونو او نورو هغو تاسیساتو په بیا جوړولو کې مرسته وکړي چې شورویانو ودان کړي وو او دجګړو په کلونو کې ویجاړ شوي دي. درویټرزخبري آژانس دراپور له مخې دغه روسي مقام، چې ویل یې نوم دې یې نه اخیستل کېږي، دولاډي فورم په نوم په روسیې کې دکارپوهانو کالنۍ غونډې ته وویل:«موږ غواړو چې دشوروي اتحاد له لوري په هغو یو څلو ېښتو تاسیساتو کې دځینو په بیارغونه کې همکاري وکړو چې ډېر اهمیت لري.

دې ته ورته څرګندونې ځینو نورو روسي چارواکو هم کړي او دا ښيي چې روسیه، بې له دې چې ځان په افغانستان کې له پوځي لارې ښکېل کړي، دخپل رول او نفوذ دزیاتولو په لټه کې ده. شوروي اتحاد یوویشت کاله پخوا دافغانستان له لس کلن اشغاله وروسته خپل پوځیان په داسي حال کې وایستل چې لږترلږه پنځلس زره عسکر یې ووژل شول. دشوروي په یرغل کې تر یوملیون زیات افغانان هم ووژل شول.

دروان ۲۰۱۰ کال په جنورۍ کې په ناټو کې دروسیې استازي وویل چې روسیه حاضره ده چې په افغانستان کې هغه تاسیسات (فابریکې او نور) بیا ورغوي چې دشوروي اتحاد په وخت کې په افغانستان کې جوړ شوي وو خو شرط دا دی چې لګښت یې نړیواله ټولنه ورکړي. روسي مقام چې ددوشنبې په ورځ یې دنوم دنه څرګندولو په شرط خبرې کولې، وویل چې هیواد یې کېدای شي داوبو دبرېښناکوټونو او سالنګ تونل په شان پروژو په بیارغونه کې مرسته وکړي.

روسانو تر دې مخکې هم له نړیوالو څخه دسالنګ تونل په بیارغونه په ملیونونو ډالره اخیستي دي. دغه روسي چارواکي دا هم وویل چې مسکو په افغانستان کې دامریکا او ناټو له غړیو هیوادونو سره دهغوی په پوځي هلوځلو کې دترانزیتي اسانتیا دمهیا کولو او دافغانستان ملي اردو ته دڅرخکو دورکولو په وسیله مرسته کوي. روسي چارواکي وايي چې دوی غواړي چې امریکا او ناټو په افغانستان کې بریالي شي ځکه چې روسیه له افغانستانه دمخدرو موادو او ترهګرۍ دخپرېدو له درکه اندېښنه لري.

خو له دې سره سره په لوېدیځ او افغانستان کې شک کېږي چې روسیه په دې نه خپه کېږي چې لوېدیځوال په افغانستان کې ناکام شي او دپخواني شوروي اتحاد دماتې انتقام ترې واخیستل شي. که څه هم د افغانستان دهغو تاسیساتو دبیارغونې په برخه کې چې شورویانو جوړ کړي، دروسیې وړاندیز دافغانستان لپاره ډېر واره داره ښکاري خو داسي نه برېښي چې لوېدیځوال یې ومني ځکه چې هغوی فکر کوي چې په دې توګه به روسي کمپنۍ ګټې وکړي او روسیه به په افغانستان کې خپل نفوذ وغځوي. حاضردمه هم روسیه په افغانستان کې نفود لري. دا هیواد پر پخوانیو چپي عناصرو سربېره په هغو ډلو کې هم دپام وړ اغېز لري چې دشمال ټلوالي په نوم د طالبانو پرضد جنګېدلې او دکرزي په حکومت کې اصلي قدرت په لاس کې لري.




ناټو غواړي په نومبر مياشت کې له کندهاره طالبان وباسي

Nach oben 08.09.2010 تاند ویبپانه

افغان او ناټو چارواکو نن وويل، په پام کې لري دنومبر په مياشت کې په کندهار کې پوځي عمليات پيل کړي، چې هدف له کندهار او شا خوا سيمو دطالبانو ايستل او کمزورې کول دي. دبريتانوي پوځيانو يوه جنرال نيک کارتر وويل، شا خوا ١٢سوه افغان سرتېري او ٥٠٠٠ پوليس به دسلګونو نړيوالو ځواکونو په ملتيا دشا و خوا ١٠٠٠ طالبانو په وړاندې په ولسواليو کې پوځي عمليات پيل کړي.

نوموړي وويل دا به په راروانو درېيو مياشتو کې پيل شي. دکارتر دهېواد متحدان چې شا و خوا ٢٨٠٠٠ پوځيان به له افغان ځواکونو سره په ګډه په پوځي عملياتو کې برخه اخلي چې دامريکايانو تر څنګ، بريتانويان، سلواکيان، فرانسويان، کاناډايان او رومانيان هم په کې شامل دي.

خو ځينې انتقاد کوونکي وايي دکندهار له پوځي عملياتو هم دپندانې کيسه جوړه شوې، خبرې يې کېږي خو په عمل کې هېڅ اقدام نه کېږي. ځينې نور بيا وايي دهلمند پوځي عملياتو چې کومه نتيجه يې نه ده ورکړې، دکندهار عمليات ټکني کړي دي. طالبان وايي دوى دکندهار عملياتو ته پوره تياري لري او دغه عمليات به يې کمزورې نه کړي




دوه امریکایی پوځیان وویشتل سول

Nach oben 08.09.2010 لر او بر

پنتاګون اعلان وکړ چی طالبانو پنځه ورځی مخکی په لغمان ولایت کی یو امریکایی عسکر مخامخ ویشتلی او وژلی و ، او بل پوځی یې هم وړمه ورځ په جلال آباد کی وویشت چی وروسته په بګرام کی مړ سو .

په دې سره د امریکایی پوځ تلفات ۱۲۷۷ ته ورسېدل چی ۸ یې په تیره یوه اوو نۍ کی وژل سوي دي .




ولسمشر: دنوري دوژني جدي څيړنه دي وسي
حامد کرزي دوژل شوي ژورنالېست دقضيې دجدي څېړنې امر وکړ

Nach oben 08.09.2010 بینوا

ولسمشر حامد کرزي کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې دژورنالېستانو دملي اتحاديې دمرستيال او ژورنالېست سيد حامد نوري دوسيه په جدي توګه وڅېړي. دملي تلويزيون پخوانى وياند ٤٩ کلن حامد نوري يکشنبه ماښام شاوخوا اته نيمې بجې دکابل ښار دزړو مكروريانو ۵۲ بلاك ته څېرمه دونو په منځ كې ووژل شو.

دولسمشرۍ دويندوي له دفتر څخه دپژواک خبري آژانس ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې حامد کرزى نوري په وژنې خواشينى شوى او دکورنيو چارو وزارت ته يې لارښوونه کړې، چې ددې قضيې جدي پلټنې وکړي. ولسمشر دغه راز ويلي، چې دهغه قاتلين دې ژر تر ژره دمحکمې مېز ته راکش او سخته سزا دې ورکړل شي .

نوري پرون له غرمې وروسته په شاوخوا دريو بجو دکابل ښار دچندول په هديره کې خاورو ته وسپارل شو. دهغه دجنازې په مراسمو کې دملي ژورنالېستانو داتحاديې مشر عبدالحميد مبارز، داطلاعاتو او کولتور وزارت مرستيال مبارز راشدي، دولسي جرګې يو شمېر کانديدان، ژورنالېستان، دملي اردو، راډيو تلويزيون کارکوونکي او دهغه دکورنۍ غړيو او خپلوانو برخه اخيستې وه.




نیروهای حافظ صلح فنلند در افغانستان هدف حمله قرار گرفته اند

Nach oben 08.09.2010 ریانووستی

نیروهای حافظ صلح فنلند در افغانستان یکبار دیگر هدف حمله افراد مسلح قرار گرفته اند. در این باره SKP News خبر داده است.

این حادثه در ولایت شمالی سمنگان افغانستان، جای که نیروهای فنلندی و سویدنی مصروف گزمه در محل بودند، رخ داده است. افراد مسلح بر نیروهای حافظ صلح توسط سلاح های خودکار و راکت انداز اتشباری نمودند. در این حادثه به کسی صدمه نرسیده است. نیروهای فنلندی و سویدنی در هفته گذشته مورد حمله مشابه قرار گرفته بودند. در طول سال روان چند بار بر نیروهای حافظ صلح در این ولایت حملات صورت گرفته اند.

به گفته دگروال میکائیل فیلدت قوماندان نیروهای فنلندی در افغانستان، این حوادث بر شیوهای کار و ستراتیژی نیروهای حافظ صلح تائثیر نخواهد کرد. در این باره سرویس روسی "یلیس رادیو" خبر داده است.




اتحادیه ملی ژورنالستان خواهان دستگیری عاملان قتل "نوری" شدند

Nach oben 08.09.2010 آژانس خبری روز

اتحادیه ملی ژونالستان حادثه ناگوار قتل سید حامد نوری ژورنالیست کشور را در قلب شهر کابل، نشانه ضعف عمیق نیروهای امنیتی دربرخورد با اینگونه حوادث عنوان داشت. افراد مسلح ناشناس، حامد نوری را دو شب قبل در مقابل بلاک مکروریان کهنۀ شهر کابل با ضربات چاقو کشتند. نوری یکی از ژورنالستان و گویندۀ سابقه دار رادیو- تلویزیون ملی افغانستان بود و سمت معاونیت مسلکی اتحادیۀ ملی ژورنالستان را نیز به عهده داشت.

حفیظ الله بارکزی معاون اول اتحادیه ژورنالیستان که در نشست خبری امروز در کابل صحبت میکرد، با متهم ساختن حکومت در برخورد با اینگونه حوادث، قتل نوری را ناشی ازعدم مصوونیت خبرنگاران و ژورنالستان کشور دانست. وی گفت متاسفانه این مشکل که هر روز حادتر میشود، همواره جامعه ژورنالیستان را تهدید می کند، اما دولت که وظیفه اساسی را در حمایت از آزادی بیان برعهده گرفته، هیچ گونه احساس مسوولیتی نمی کند.

بارکزی افزود: (خواسته ما از دولت این است که باید به تمامی وقایع این چنینی که تا هنوز روشن نشده است، پاسخ بدهد و ددلیل و عامل این وقایع را به مردم معرفی کند.) معاون اول اتحادیه ژورنالیستان گفت: جامعه ژورنالیستان همواره برای تحقق آرمان های دولت و ملت کوشش کرده است و در مرحله عمل بار ها این رسالت را به انجام رسانده است.

به گفته وی در مواردی، دولت تنها که از ژورنالستان حمایت نمی کند، بلکه ژورنالستان بار ها مورد توهین، تحقیر و لت و کوب قرار گرفته اند. بارکزی به طور مثال از رویداد اخیری که در ولایت پکتیکا رخ داد یاد نموده گفت که معاون قوماندانی امنیه این ولایت با برخورد نامناسب با ژورنالستان آن ولایت کمره و دیگر وسایل یک ژورنالیست را تخریب نموده است.




يوې انګريزي څيړنيزې ادارې هم د افغانستان د تجزيې وړانديز کړى دى

Nach oben 08.09.2010 لوی افغانستان

د انگرېزانو يوې مخورې څېړنيزې ادارې د افغانستان لپاره د يوې داسې طرحې وړانديز کړى چې ورسره به عملا" جنوب طالبانو ته پرېښودل کېږي او په شمال کې به تر اوسني شمېر ډېر لږ لوېديځ عسکر ځاى پر ځاى کېږي.

د ستراتيژيکو څېړنو د نړيوال انستيتوت په نامه دا مرکز وايي چې د افغانستان د ودانولو او پياوړتيا اوسنۍ طرحه کار نه ورکوي او پر دغه هيواد له لگښت نه سپمېدلې پيسې او ډېپلماتيک زور په بل ځاى کې لا ښه کارېدلى شي. په دغه طرحه کې د افغانستان لپاره د يوه کمزوري فدرال حکومت وړانديز شوى چې عملا" به دومره واک نه لري.

د ستراتېژيکو څېړنو نړيوال انستيتوت د افغانستان په اړه د لوېديځ په تگلارو کې د يوه بنسټيز بدلون غوښتنه کوي.

هدف دادى چې د ناټو اوسنۍ تگلاره دې چې هيواد جوړونه يا ملت جوړونه ده، د {ترهگرۍ} د کابو کولو او مخنيوي په يوې روښانه تعريف شوې تگلارې واړول شي.

د انستيتوت مشر جان چېپمن پر نړيوالو چارو د خپل کلني رپوټ د خپرولو پر مهال يادونه وکړه:

رپوټ وايي اوس چې د افغانستان کړکېچ دا دى د لسو کلو تر پولې اوښتونکى دى، د ځواکونو په چمتو کوونکو هيوادو کې د اوږدې مودې پاتې کېدو ته نور ولسي ملاتړ په کمېدو دى.

هغه وويل: په لومړي سر کې هدف دا و چې القاعده په دغه هيواد کې گډه وډه شي، را وپرځول شي او له منځه يوړل شي.

دغه انستيتيوت په داسې حال کې دغه وړانديز کوي چې تر دې مخکې امريکايي او اروپايي ډيپلوماتانو هم په پرله پسې توګه د افغانستان د حل لارې لپاره يواځې ددغه هيواد تجزيه کول په ګوته کړي وو .

خو افغان کتونکي وايي چې نړيوالو په افغانستان کې ماته خوړلې او په ورته وړانديزونو سره غواړي خپله ماته د افغانستان په تجزيې سره بدله او يو وار بيا اوبه خړې او ماهيان پکې




چندین مقام مهم و څارنوالان افغانستان در امتحان صداقت اف بی آی ناکام شدند

Nach oben 08.09.2010 رادیو آزادی

فساد اداری در افغانستان یک مشکل عمده به شمار می رود و جامعه جهانی هر روز فشار را بر حکومت آقای کرزی بیشتر می سازد تا در مبارزه با آن جدی تر اقدام کند.

ادارهء استخبارات فدرالی امریکا (اف بی آی) با مقامات ادارهء مبارزه با فساد اداری و جنایات حساس در افغانستان کمک می کند تا این مشکل ریشه کن شود.

اخیراً اف بی آی چندین تن از مقامات مهم و څارنوالان افغانستان را در زمینهء شفافیت و حقیقت، آزمایش کرده است که همهء آن ها در این امتحان ناکام مانده اند.

روزنامه تایمز لندن در این رابطه می نویسد:

رییس جمهور کرزی تلاش دارد که در افغانستان فساد اداری را از بین بردارد، اما اینکه چهار نفر از افرادی که او برای از بین بردن فساد تعیین کرده است، خودشان در امتحان حقیقت گویی و شفافیت ناکام مانده اند، در مورد ارادهء رییس جمهور کرزی سوال ها را زیاد می سازد.

چهار نفری که در این ساحه با ماشین آلات کمپیوتری برای پیدا کردن دروغ و حقیقت در معرض آزمایش قرار گرفته اند، یکی بررسی کننده دوسیه های فساد اداری در لوی څارنوالی، دیگر رییس ادارهءقوای بشری ، سوم معاون لوی څارنوال و چارمی مشاور سابق لوی څارنوال می باشد.

از این چهار نفر پرسیده شد که آیا در ظرف دو سال رشوت گرفته اند؟

هر چهار تن آن ها در این امتحان ناکام شدند.

این چهار نفر به روزنامه تایمز گفته اند، به این امتحان باور ندارند . آن ها گفته اند که به تکنالوژی نو احترام دارند، ولی این تکنالوژی به نظر آن ها برای افغانستان مناسب نیست.

معاون لوی څارنوالی احمد بیک قادری می گوید:

«یک روز انسان مریض می باشد ، یک روز تحت فشار قرار دارد و بعضی اوقات هم ماشین و آلات امتحان درست کار نمی کنند.»

روزنامه تایمز می افزاید، آقای قادری ماه گذشته به عوض معاون سابق لوی څارنوال فضل احمد فقیریار این مقام را اشغال کرد.

به نوشته روزنامه فقیریار قرار معلوم به این دلیل از منصب برکنار شد که نمی خواست دوسیه های فساد اداری را بر علیه همکاران رییس جمهور کرزی بسته کند و خواهان مجازات این افراد بود.

در ادارهء لوی څارنوالی تنها آن عده از افراد امتحان اف بی آی را از سر می گذارنند که دوسیه های حساس را باید بررسی کنند. به گفته آقای فقیریار محمد اقبال بیدار، شیرآغا شینواری و کلیم الله ملکزی همه در این امتحان ناکام ماندند.

آقای بیدار یک هیات 60 نفری مبارزه با فساد اداری را رهبری می کند که جزءگروه بین المللی کاری مبارزه باجنایات حساس می باشد.

کسی که قبل از آقای بیدار این وظیفه را به عهده داشت آقای شینواری بود که 54 سال عمر دارد و بر استخدام در حدود 5 هزار نفر نظارت می کند. در وظیفه قبلی، او صرف یک ماه کار کرد. شینواری تصدیق کرد که در این آزمایش ناکام مانده، ولی دلیل آن را ارایه نکرد.

شخصی که قبل از آقای شینواری در این وظیفه کار می کرد، حفیظ حفیظ الله 49 ساله بود و به خاطر پیدا شدن بیش از 110 هزار دالر در حساب بانکی اش از این وظیفه تبدیل شد و اکنون به حیث رییس ادارهء شکایات در لوی څارنوالی کار می کند.

آقای ملکزی که از ماه اگست سال 2009 تا ماه مارچ سال 2010 مشاور آقای الکو لوی څارنوال بود گفته است که هرگز برای این امتحان نرفته و نه خواهد رفت.

او می گوید نمی گذارد که خارجیان اعتماد او را امتحان کنند، زیرا او به خود اطمینان دارد و تمام عمر برای مردم خود خدمت کرده است.




راسموسن: افغان ځواکونو ته به په ۲۰۱۱ کې د امنیتي چارو سپارل پیل شي

Nach oben 08.09.2010 تاند

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د سې شنبې په ورځ وویل ،دی هیله لري چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه به په راتلونکي کال کې افغان امنیتي ځواکونو ته د افغانستان د امنیتي چارو مسوولیت وسپاري .

راسموسن وویل چې د ده توقع دا ده چې ناټو تړون به په ۲۰۱۱ کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د تدریجي سپارلو په باب خپل پلان د نومبر په میاشت کې د پرتګال د لیزبون په غونډه کې څرګند کړي.

ده وویل چې دا پلان به د ولسمشربارک اوباما له پلان سره سر خوري چې پراساس یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پیلامه د ۲۰۱۱ کال نیمايي(جولای) ټاکل شوې ده.

راسموسن چې له ولسمشراوباما سره تر کتنې مخکې په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرې کولې، زیاته کړه:«زه هیله لرم چې تر نومبر پوري به موږ په دې موقعیت کې یو چې اعلان وکړو کله په لویه پیمانه د امنیتي چارو د سپارلو لړۍ پیل کړو.زه د ولسمشر(اوباما)د ۲۰۱۱ د جولای په نېټې باور لرم.نو ویلی شم چې دا نېټه مناسبه ده.»

ټاکل شوې ده چې د ناټو عمومي منشي د امریکا د متحدو ایالتونو د سفر په ترڅ کې د امریکا له ولسمشربارک اوباما سره هم وویني.

ده ونه ویل چې د امنیتي چارو د سپارلو بهیر به لومړی له کوم ولایت یا ولسوالۍ پیل شي .

د ناټو چارواکو او د ځینو اروپايي هیوادونومشرانویو وخت اټکل کړی وو چې افغان ځواکونو ته کېدای شي سږکال د امنیتي چارو مسوولیت ورله غاړې کړي.

د امریکا پوځ او د ناټو چارواکي اوس په نومبر کې د ناټو سرمشریزې او په دسمبرکې په واشنګټن کې د افغانستان لپاره د امریکا پرستراتیژۍ بیاکتنې ته انتظار باسي.

راسموسن دا هم وویل کله چې افغان امنیتي ځواکونو ته مسوولیت وسپارل شي بیا به هم له افغانستانه په یو وار ډېر شمېر نړیوال پوځیان ونه وځي.




مدغم سازی طالبان به پروسهء صلح، پرسش ها و آزمون ها

Nach oben 08.09.2010 رادیو آزادی

روزنامه نیویارک تایمز چاپ امریکا در شماره اخیر خود در ارتباط مشکلات پروگرام مدغم سازی طالبان به پروسهء صلح، مقاله ای نوشته، در آغاز این مقاله می نویسد:

شش ماه قبل حامیان بین المللی حکومت افغانستان وعده کردند، 250 ملیون دالر برای تلاش های مدغم سازی طالبان به پروسهء صلح می پردازند. اما از آن تاریخ تا کنون، صرف 200000 دالر از طرف ایالات متحده امریکا درین مورد مصرف شده وسایر کشورها نه پول مصرف کرده و نه هم پرداخته اند. درطی همین مدت، جریان مدغم سازی هم بطی بوده است.

به اساس تخمین های خوش بینانه، فقط چند صد طالب دست از جنگ کشیده و به پروسه صلح پیوسته اند. اما روشن نیست که بطی بودن این روند ناشی از نبودن یک پروگرام به منظورتضمین امنیت طالبان، تهیه کار، شغل وسایر مشوقات برای آن ها است و یا این که طالبان خود را در مسیر باخت در این قضیه نمی بینند و به روند صلح میل ندارند.

یک مقام دولتی به روزنامه نیویارک تایمز گفته است:

در مدت پنج سال گذشته، کمسیون مصالحه وآشتی ملی، نام های 9000 طالب را که در صدد یک جا شدن با دولت بوده اند، ثبت کرده است. در حالیکه از ماه اپریل باین طرف، فقط 100 طالب به سوی دولت تغییر جهت داده اند.

محمد اکرم خپلواک می گوید:

«کمسیون مصالحهء ملی در حال نزع قرار دارد و مدت سه ماه است که حتی کارمندان این کمسیون معاش نگرفته اند.»

به گفتهء خپلواک، طالبان هم می دانند که حکومت هیچ پالیسی برای صلح و آشتی ندارد.

وکیل احمد متوکل سابق وزیر خارجهء طالبان می گوید:

« هیچ شک نیست که مردم افغانستان تشنهء صلح هستند، زیرا انواع جنگ ها را متحمل شدند، اما این که صلح امکان دارد یا خیر؟ این سوال در ذهن هر افغان وجود دارد. تلاش های فعلی که بنام صلح جریان دارد، مانند کنفرانس کابل و قبل ازآن جرگهء مشورتی صلح به تعقیب کنفرانس بین المللی ماه فبروری در لندن، این ها همه تلاش های یک جانبه ودولتی است.»

در سال گذشته، زمانی که جنرال ستانلی مک کرستال قوماندانی نیروهای ناتو را به عهده گرفت، درارزیابی های اولی خود استدلال کرد که اگر قرار باشد که طالبان دست از جنگ بکشند، ضرورت است تا برای آن های که واجد شرایط هستند، یک پروگرام تهیهء مشوقات مناسب ایجاد گردد. ایالات متحدهء امریکا وجامعه جهانی نیزازین ابتکار حمایت کردند. چنانچه کانگرس ایالات متحدهء امریکا مقدار یک صد ملیون دالر در حمایت از پروگرام مدغم سازی طالبان تخصیص داد.

در کنفرانس ماه فبروری بین المللی لندن در بارهء افغانستان، چندین کشور از جمله بریتانیا، آلمان و جاپان تخصیص 150 ملیون دالر را برای پروگرام صلح وآشتی تعهد کردند. ولی به گفته یک مقام امریکایی، از ماه اگست تا کنون صرف 200000 دالر از پول اختصاص یافته ایالات متحدهء امریکا به مصرف رسیده است.

کشور بریتانیا که هفت ونیم ملیون پوند تعهد کرده بود صرف 2.6 ملیون پوند پرداخته است. آلمان که 64 ملیون وجاپان که 50 ملیون دالر تعهد کرده بودند تا کنون پول نپرداخته اند.

به نوشته روزنامهء نیویارک تایمز، حکومت افغانستان یک نهاد مشخص را که این پول ها را باید به مصرف برساند، هنوز ایجاد نکرده است.

گری یونگر سخنگوی آیساف می گوید، حکومت افغانستان تاسیس یک شورای عالی صلح را اعلان کرده است که درآن یک تعداد شخصیت های جهادی و زنان نیز شامل اند. این شورای وظیفه دارد تا رهبران طالبان را به مذاکره تشویق کند. آیساف نیز یک واحد را ایجاد کرده تا با مقامات افغان در بارهء ساختارتشکیلاتی این پروگرام کارکند، اما این پروگرام تا هنوز آغاز نشده است، زیرا افغان ها در بارهء اینکه چه کسی این شورا را رهبری کند دعوا ومشاجره دارند.

ناظرین امور می گویند با وصف اعلان شورای صلح، شک وتردید هایی در بارهء موفقیت این شورا وجود دارد. چنانچه صبغت اله مجددی رییس مشرانو جرگه افغانستان بروز یکشنبه گذشته در باره مشکلات شورا عالی صلح گفت:

«شوراعالی صلح هم کامیاب نخواهد شد، کلید کل کار امروز بدست آی-ای-آی پاکستان است. تا زمانی که آی-اس آی تصمیم نگیرد و به این راضی نشود، طالبان از ما نمی شوند.»

یک مقام امریکایی که از گفتن نامش خود داری کرد، گفته است:

«این جا مخالفت های سیاسی از سوی بسیاری اشخاص صورت می گیرد.»

محمد اکرم خپلواک می گوید:

«شک وتردید هایی راجع به موثریت این شورا وجود دارد، زیرا در داخل حکومت چندین گروپ است که نمی خواهند طالبان در حکومت شامل شوند.»




د امریکا او بریتانیا مشرانو پر افغانستان او پاکستان خبرې وکړې

Nach oben 08.09.2010 تاند

د امریکا ولسمشربارک اوباما او د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون پرون(سې شنبه)د افغانستان د جګړې په باب خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ وویل د دې خبر د اعلانولو په ترڅ کې وویل چې دواړه مشران په منظم او پرله پسې ډول د افغانستان د تحولاتو په باب ږغېږي چې دا ټېلفوني خبرې هم په همدې لړ کې وې.

د سپینې ماڼۍ له یوې وړې خبرپاڼې سره سم دواړو مشرانو ،چې وروستی ځل یې په جولای میاشت کې په واشنګټن کې سره لیدلي وو،همداراز د ترهګرۍ پر ضد هلوځلو او د پاکستان د وروستي سېل له مصیبت ځپلو سره د مرستوپه باب خبرې وکړې.

امریکا او بریتانیا وېره لري چې د پاکستان وروستي سېلونه به د دغه هیواد اقتصادي ستونزې زیاتې کړي او سخت دریځو به له دې فرصته استفاده وکړي.په همدې حال کې د پاکستان حکومت هم دا سېلونه پلمه ګرځوي او وايي چې پوځیان یې له سېل ځپلو سره په مرستو بوخت دي او نه شي کولی چې په خپله خاوره کې د سخت دریځو ډلو ځپأو ته دوام ورکړي .

له بلې خوا طالبانو له دې فرصته په استفادې سره په خیبرپښتونخوا کې پر له پسې د پولیسو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی او له تېرو څو ورځو راهیسي د هغوی په مرکزونو ځانمرګي بریدونه کوي.

اوباما همداراز یوځل بیا کامرون او د هغه مېرمنې سمانتا ته د لور د زېږېدو مبارکي ورکړه.د کامرون لور تېره میاشت پیدا شوه او روز انډلین نومېږي.




کشته و زخمی شدن حد اقل هشت کودک معصوم در اثر در گیری طالبان و نیروهای خارجی

Nach oben 08.09.2010 ویسا

کابل:- بر اساس گزارش های رسیده، روز سه شنبه یک گروهی از کودکان معصوم در تقاطع تیراندازی میان جنگجویان طالبان و نظامیان ناتو در شرق افغانستان قرار گرفتند.

بر اساس این گزارش، این حادثه در منطقه “یحیی” ولایت پکتیا زمانی رخ داد که طالبان به مقر نظامیان خارجی ها حمله کردند. در اثر حملهء طالبان، گروهی از کودکان معصوم در میان مواضع طرفین درگیر قرار گرفته که در جریان تیراندازی ها سه نفر از آنها کشته و پنج تن دیگر آنها مجروح شدند. تاکنون در مورد تعداد تلفات طالبان و نظامیان خارجی گزارشی در دست نیست. سخنگوی مطبوعاتی ایساف اعلام کرد که کودکان در اثر تیر اندازی طالبان کشته شده اند




د کابل بانک د ونډه والو شتمنۍ کنګل شوې

Nach oben 08.09.2010 تاند

په کابل کې د چارواکو په وینا د افغانستان حکومت د کابل بانک د ريیس او د دې بانک د ترټولو لویو ونډه والو یا سهم لرونکو شتمني کنګل کړه.خو له خپلو حسابونو د پیسو د راایستلو لپاره د خلکواوږده قطارونه لا هم د بانک مخته لیدل کېږي.

کابل بانک ته ورپېښ بحران د افغانستان نورخصوصي بانکونه له ستونزو سره مخامخوي او ممکن ځینې خلک خپلې پیسې له افغاني بانکونو بهرنیو ته انتقال کړي.

د روانې اوونۍ د شنبې له ورځې د کابل بانک پر څانګو د خلکو بیروبار دی او د دوه نیم لکو دولتي مامورینوپه تېره بیا پولیسو او عسکرو په شمول خلک له خپلو حسابونو پیسې باسي.دوه نیم لکه امنیتي ځواکونو ته د دې بانک په څانګو کې معاش ورکول کېږي.

پر شېرخان فرنود او حلیل الله فیروزي سربېره د کرزي او فهیم وروڼه د دې بانک لوی ونډه وال دي.

د افغانستان مرکزي بانک(د افغانستان بانک) د دوشنبې په ورځ امر وکړ چې د کابل بانک د مخکیني ريیس شېرخان فرنود او اجرییه ريیس خلیل الله فیروزي شتمني دې له ګڼ شمېر نورو سهم لرونکو سره کنګل شي.افغانستان بانک له کابل بانکه د پور اخیستونکو د شتمنیو د کنګل کېدو حکم هم کړی دی.

د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور وویل د دې خبرې مانا دا ده چې دوی(فرنود او نور) خپلې شتمنۍ ترهغو پورې نه شي پلورلی.ده د دې پرېکړې علت توضیح نه کړ.

تېره اوونۍ اعلان وشو چې فرنود او فیروزي له خپلو دندو استعفا کړې ده .افغان چارواکو وویل چې دوی د د هغې نوې مقررې له وضع کېدو وروسته استعفا وکړه چې پراساس یې د بانک ونډه وال د بانکونو اجرايي چارې نه شي پرمخ بېولی.

د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې د کابل بانک کنټرول د افغانستان بانک اخیستی دی او د بانک دوه مشران (فرنود او فیروزي) یې ،چې د بانک په پیسو یې په دوبۍ کې د ۱۶۰ ملیون ډالرو په ارزښت قیمتي او لوکسې ودانۍ اخیستې وې، له کاره ګوښه کولو ته اړ ایستلي دي.بېلا بېل افغان چارواکي به د دوبۍ د چکر په وخت د فرنود په نوم په اخیستل شویو لوکسو کورونو کې اوسېدل.

له بلې خوا په واشنګټن کې د پیسو د نړیوال صندوق ویندوی وویل چې افغان چارواکو د دې مالي ادارې له مسوولانو غوښتي چې له دوی سره خبرې بل وخت ته وځنډوي.ټاکل شوې وه چې دوی د جمعې په ورځ په کابل کې د افغانستان پر بانکي سیستم خبرې وکړي.




سفما:طرفین جنگ باید به مناسبت عیدفطر نقطه پایانی جنگ را بگزارند

Nach oben 08.09.2010 وخت

مقام های مطبوعات جنوب آسیا (سفما) میگویند که، مخالفان مسلح دولت به مناسبت عید سعید فطر جنگ را خاتمه و پروسه صلح را بپزیرند.

عبدالحمید مبارز عضو کمیسیون سفما در یک نشست خبری امروز در کابل به مطبوعات گفت:

«ما از دو طرف جنگ (طالبان و دولت)میخواهیم که به منظور بزرگ داشت عید سعید فطر دست از جنگ بر دارند،وپروسه صلح را تقویت ببخشند وهمچنان روی صلح دایمی کارکنند،زیرا جنگ به نفع مملکت ما نیست.»

وی افزو ، اگر طالبان خواست مبنی بر خروج نیرو های خارجی دارند،باید به پروسه صلح یکجا شوند واز طریق این پروسه این کار تحقق پیدا می کند.

به گفته مبارز ،در این جنگ مردم بی گناه متضرر میشوند وبه نفع کشور های همسایه تمام میشود.

فریده نیکزاد معاون سفما(مطبوعات جنوب آسیا) گفت:

«در این جنگ بیشترین ضرر به قشر زنان واطفال رسیده ودیگر ما نمی خواهیم که بجای خینه در دست نسل جوان خون را ببینیم.»

وی افزود: باید مخالفان مسلح دولت و دولت به خواست ما مبنی بر پایان دادن جنگ لبیک گفته و این را آغاز صلح وثبات ونقطه پایانی جنگ بدانند.

همچنان محمد زبیر شفیقی عضو دیگری سفما در این نشست گفت:

«باید نیرو های خارجی در پهلوی این خواسته ها به بمباردمانهای هوایی خود در نقاط مختلف افغانستان نیز نقطه پایانی بگزارند ،زیرا در این بمباردمان ها مردم ملکی وبی گناه صدمه می بینند.»

همچنان این انجمن از دولت وارگان های امنیتی خواست تا عاملان قتل سید حامد نوری ژورنالیست موفق افغانستان را شناسایی وبه مجزات برسانند.

سید حامد نوری شب دوشنبه از طرف افراد ناشناس با ضرب چاقو کشته شد اما، تا به حال عاملان این قضیه معلوم نیست.




تفاهم ليک لاسليک شو

Nach oben 08.09.2010 باختر

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې داروپا د اتحاد يي دنمايند ګې د هيئت ددفتر ترمنځ په افغانستان کې د٢٠١٠ کال دپارلما ني انتخا باتو دڅيړنې دټيم د جوړولو په اړوند نن له غرمې مخکې يو تفاهم ليک لاسليک شو باخترا ژانس ته دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو اوخپرونو مديريت د معلو ماتو له مخې : دغه تفاهم ليک دبهرنيو چارو وزارت له خوا ددغه وزارت دڅلورمي سياسي څانګى مدير ډاکتر اسد عمر اوداروپا داتحاد يي له خوا په کابل کې داروپاد اتحاد يي سفير اود نمايند ګي د هيئت رئيس لاسليک کړ . په دى تشکيل کې اووه تنه شا مل دي اود بيلا بيلو هيوادو نو دانتخاباتي چارو څيړونکې ددغې اتحاد يي غړي دي



لوی حارنوال با رئیس اتحادیه پولیس اروپا ملاقات کرد

Nach oben 08.09.2010 باختر

حارنپوه محمد اسحق الکو، لوی حارنوال امروز با ویاگادس رئیس عمومی اتحادیه پولیس اروپا در افغانستان ملاقات نمود. به اساس معلومات ریاست نشرات اداره لوی حارنوالی به آژانس باختر، در این ملاقات روی همکاری های این اتحادیه در افغانستان بخصوص در بخش های عدلی و قضایی بحث شد. لوی حارنوال کشور از همکاری های این اتحادیه که تاکنون به اداره لوی حارنوالی در بخش های مبارزه با فساد اداری و محوه خشونت علیه زنان نموده است اظهار قدردانی و تشکری نمود. همچنان لوی حارنوال در مورد تدویر کورس های که از طرف این اتحادیه براه انداخته شده است معلومات داد. همچنان ویاگادس رئیس این اتحادیه از کنفرانس کابل نیز یاد آوری نمود و کمک این اتحادیه را در بخش های عدلی و قضایی کشور وعده نمود



نوې څېړنه: د کابل بانک د دوبۍ په ملکيتونو کې محمود کرزي ۳ مليونه جېب ته کړي دي

Nach oben 08.09.2010 تول افغان

د اماراتو څخه خپرېدونکي ورځپاڼه دي نشنل ليکي چې په دوبۍ کې د کابل بانک د مشر شېرخان فرنود په نامه يو کور چې د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی په کې اوسېږي او نوموړی یې له ملکيت څخه انکار کوي په اصل کې د محمود کرزي په نامه و خو وروسته یې په شېرخان فرنود خرڅ کړ چې درې مليونه درهمه یې په ګټلي او جيب ته کړي دي.

دي نيشنل وايي چې د دوبۍ د مځکو دفتر ښيي چې محمود کرزي په ۲۰۰۷ ز کال کې د دوبۍ په پآم جميرا کې هغه کور چې دی اوس په کې اوسېږي په هغه ۷ مليونه اماراتي درهم پور رانيولی و چې له کابل بانک څخه یې ترلاسه کړی و خو په ۲۰۰۸ ز کال کې یې همدا کور په کابل بانک کې په خپل شريکوال شېرخان فرنود په ۱۰ مليونه امارتي درهم پلورلی چې ۳ مليونه درهمه یې په کې ترلاسه کړي دي.

محمود کرزي دې ورځپاڼې ته د پورته معلوماتو پخلی کړی دی. محمود کرزي د دې پخلی هم کړی دی چې د دې کور د رانيولو لپاره یې له کابل بانک څخه پور اخيستی و خو وايي چې له خرڅولو وروسته یې پور بېرته کابل بانک ته ورکړی دی.

کرزي په دې اقرار کړی دی چې د پام جميرا په فانډ ډي برخه کې یې ۳۵ نمبر کور له شېرخان فرنود څخه اخيستی و.

محمود کرزی په کابل بانک ې ۷٪ شريک دی چې پخپله د کابل بانک په يو پور یې دا سهم اخيستی دی. نوموړي مخکې انکار کړی و چې ګنې د دوبۍ د پام جميرا کور چې دی په کې اوسېږي د ده دی. نوموړي ويلي و چې دا کور یې له شېرخان فرنود څخه په کرايه کړی دی.

اوس د دې کور د مشبوهې معاملې معلومات د کابل بانک د فساد معامله او په کې د محمود کرزي لاس نور هم روښانه کوي. د يادونې ده چې د افغانستان بانک د پنځو کسانو شتمني کنګل کړه چې د محمود کرزي نوم په کې نه دی شامل کړای شوی.

د دې معاملې څخه داسې ښکاري چې محمود کرزي او شېرخان فرنود د غيرقانوني پيسو د وينځلو يا Money Laundering په موخه دا معامله ترسره کړې ده. ځکه چې له شېرخان یې کور اخيستی او بېرته یې پرې په لوړه بيه خرڅ کړی دی چې درې مليونه درهمه ګټه یې قانوني ښکاره شي. د پيسو وينځنه په ټوله نړۍ کې غيرقانوني او مرتکبين په زندان محکومېږي. په امريکا کې هم امکان لري چې محمود کرزی په دې تور محاکمه کړل شي.

د دوبۍ په پام جميرا کې ۱۵کورونه، يو اپارتمان، او د دې ښار په بيزنس بی کې دوه پلاټونه د کابل بانک د پخواني مشر شېرخان فرنود او د نوموړي د ميرمنې فريده په نامه ثبت شوي دي. شېرخان مخکې ويلي و چې دا ملکيتونه به بېرته کابل بانک ته واړوي. ميرمن فريده په کابل بانک کې ۶،۶۸ او فرنود په خپله په کابل بانک کې ۲۸،۱۶٪ ملکيت لري. د افغانستان بانک د ميرمن فريده شتمني نه ده کنګل کړې.

په دوبۍ کې د معاملاتو يو لارښود دي نشنل ورځپاڼې ته ويلي دي چې شېرخان د کورونو د پلورلو ورته ويلي و خو ځکه یې ونشول پلورلای چې بيه یې لوړه ويله.

شېرخان فرنود په ۱۵ کې دوه کورونه د مسعود نصيب په نامه د يو کس له لارې رانيولي دي چې د الياسين پراپرټيز په نامه په دوبۍ کې شرکت لري. د مسعود نصيب تره فاروق نصيب په کابل بانک کې ۲،۹۶٪ ملکيت لري. د مسعود نصيب پلار غلام داود نصيب هم په پام جميرا کې د شېرخان فرنود په نامه د ثبت کورونو ترڅنګ پخپله نامه يو کور لري.

د محمود کرزي په شمول د کابل بانک څښتنانو د فساد شبکه ورځ په ورځ رسوا کېږي چې په دې قضيه کې له جدي او پراخه څېړنې پرته امکان نه لري چې په کابل بانک د بې وسې حساب لرونکو حقوق او په افغانستان کې نوی بانکي سيستم له فساد څخه پاک کړای شي.

د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرت چې دا منصب ورته د واک په ويش کې رسېدلی او د جمعيت اسلامي غړی دی وايي چې د کابل بانک په اړه د پيسو د وينځلو او درغليو تورونه بې بنسټه او غلط دی. تر اوسه داسې ښکاري چې افغان دولت او د افغانستان بانک د بانکي فساد سره په مقابله کې جدي نه دی او رپوټونه وايي چې په دې اړه د بهرني فشار مقاومت کوي.