Skip to main content

تحليل ها و پيام ها

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > تحليل ها و پيام ها  

نظریات شما درمورد مطلب آتی:
  صدمین سالگرۀ استرداد استقلال افغانستان    نویسنده:  وطندوست

 
اسم: سید عـبدالله کاظم   محل سکونت: USA    تاریخ: 19.08.2019

تجلیل از سالگرد استقلال ارجگذاری به یک رویداد بزرگ تاریخی کشور است!

متن مکمل این مضمون را اینجا کلیک کنید و بخوانید...

اسم: فدامحمد نومير   محل سکونت: متحده ايلات ، کلفورنيا    تاریخ: 18.08.2019

بسم الله الرحمن الرحيم ط
کال 1919 او د خپلواکۍ جګړه.
د اميرحبيب الله د شهادت سره جوخت د هغه دريم زوی امان الله خان د لږ څه کورني اختلاف د رامينځ کيدو سره د هغه ( امير حبيب الله ) ځای ناستی سو. او د ځای ناستئ سره يي سمدلاسه د انګريزانوپه وړاندي د افغانستان د سياسي ، اقتصادي او اجتماعي خپلواکۍ مطالبه وکړه . او دا په ګوته ده چي دهغه وخت د انګليسي ښکيلاک څخه بشپړه خپلواکي تر لاسه کول د کاغذ پرمخ په مطالبه سره ناشونې وه . ځکه نو ځوان پاچاه امان الله خان د خپل مقصد او هدف د رسيدو لپاره د انګريزانوپه وړاندي د جهاد اعلان وکړ. او دانګريزانو سره د جګړې لپاره يي درې جهادي جبهي ( شرقي جبهه، غربي جبهه او جنوبي جبهه ) و پرانيستلې . دلته زه په شرقي او غربي جبهه چي هلته څه پيښ او رامخکي سول نه ږغيږم . او په جنوبي جبهه کي د وزيرستان ، کندر او ږوب په محاذونو باندي په څو ټکو کي روښنايي اچوم ، کوم چي زموږ تاريخ پوهان اوليکوالان يا په قصدي توګه او يا دنه معلومات لرويه د وزيرو ، مسود ، کاکړو ، ميړيانيو او دوړو قربانيو ته د هيواد د خپلواکۍ په ونده اخيستو کي د هيڅ په نظر ګوري او دهغوی د مجاهدو مشرانو ټولي قربانی د افغاني فوځ د يوه او دوو فوځيانو او يا د کابل په شيخانو پوري تړي . يوو دتاريخ څخه ناخبره او يا سيمه ايز متعاصبين خو هم شته چي د وزيرستان ، کندر او ږوب په برياليو محاذونو کي د نګريزانو شکست او د ملا د تير ماتيدو ته معمولي او سرسري بری وايي ، او ځيني خولا دا هم وايي چي په دي محاذونو کي انګريزانو قصداً اوعمداً شاته سول ، څو د افغاني فوځ سپاه سالار ته دبري امتياز ورکړي . چي دا سي ادعا په منطق باندي برابره ادعا نه ده . په هر صورت د وزيرستان ، کندر او ږوب په محاذ کي مجاهدينو د خپلو مشرانو تر قوماندې لاندي د انګريزانو څخه د ټوپک او د خپلو وينو په تويدو سره په حساب پنځه پنځوس چهاوڼئ او فوځي مرکزونه ونيول ، د ټل مشهور نظامي مرکز د ملاهمزالله اخند په جهادي قو مانده سره ونيول سو ، او بيا دسپاه سلار محمد نادرخان څخه وغوښتل سوه چي په رسمي توګه سره يي د فتحي مراسم پرځای کړي . په ږوب کي مجاهدينو د اپوزي ښار ګوټي ته اور واچول سو ، انګريزانو د وزيرستان ، کندر او ږوب د مجاهدينو څخه په هر ‌‌‌‌‌‌ډګر کي پرله پسې ماتي وخوړل . ‌‌‌‌‌‌ډيره جات ، پيښاور، کوهاټ او بڼو تر سخت خطر لاندي راغلل .چي ناببره د کابل د لوري اوربند اعلان سو . وګوري د افغانستان او نجات تاريخ د جرنيل يارمحمد خان په خاطراتو کي.
هو : د استقلال په جګړه کي د افغانستان يوې برخي سياسي، اقتصادي او اجتماعي ازادي تر لاسه کړه . ولي بله برخه يي د انګريزانو د ښکيلاک څخه بيا تر دې شېبو د ازادۍ څخه محرومه ده ، او د پاکستان په سرو منګول. کي د محکوميت شپې او ورځي د ازادۍ د سباون په اميد شميري. او زموږ ناخبره او متعصب ليکوالان يي نور هم په ټپونو مالګي پاشي ، او نيکونو اتلوالی يي يا په بل پوري تړي او يايي د خپلواکۍ په جګړه او جهاد کي پرمختګونو ته معمولي سرسري پرمختګ وايي . ان شاالله په دې برخه کي به ژرتر ژره تفصيلي ليکنه وکړم . يار زنده صحبت باقي


اسم: وطندوست   محل سکونت: آلمان    تاریخ: 18.08.2019

سوال آقای داکتر محمد ایمل در همین دریچه:

"اخری خبره د هغو کسانو لپاره چی د سولی او ارامی مخالف دی ددوی بدیل څه دی ؟ یعنی دوی نور هم جنګ غواړی ، افغان وژنه غواړی د وطن نوره بربادی غواړی که څه ؟ زما سر نه ورباندی خلاصیګی.

جواب:
"صلحی که از سوی کشور های خارجی راه اندازی و بر مردم افغانستان تحمیل شود، نه تنها صلح نیست، بلکه آغازی برای دخالت های بیشتر کشور های خارجی در امور داخلی کشور و مهندسی کردن امورات سیاسی و امنیتی به نفع خودشان می باشد. این صلح هیچگاه خواست مردم نیست. مردم صلح پایدار و با عزت می خواهند، صلحی که برای آنها استقلال، آزادی و امنیت بیاورد."

(نقل قول از صلح پایدار.... صفحه مقالات)


اسم: وطندوست   محل سکونت: آلمان    تاریخ: 18.08.2019

به مناسبت صدمین سالگرۀ استرداد استقلال افغانستان عزیز ترانۀ ذیل را که گروه ترانه‌ لیسه خصوصی کوشان شهرکابل به تازگی اجرا کرده، به هموطنان عزیزم تقدیم می کنم.
"مرا تنها تو افغانی صدا کن".

Best Song Call me Balkhi Samangani
https://www.youtube.com/watch?v=wuAGtwH9QNI


متن مکمل این مضمون را اینجا کلیک کنید و بخوانید...

اسم: داکتر محمد ایمل    محل سکونت: سدنی    تاریخ: 17.08.2019

تر هر څه د مخه د ګران افغانستان د خپلواکی سلمه کلیزه ټولو په افغانستان او ازادی مینو افغانانو ته د زړه له کومی مبارکی وایم او د خپلواکی د جګړې شهیدانو او غازیانو ته جنت فردوس.
د انګریزانو څخه د خپلواکی داخیستلو تاریخ سره افغان غیور ملت خاصتا" د جنوبی قومونه ، د دغازی امان الله خان او ناجی د خپلواکی اعلیحضرت غازی نادرشاه له نومونو سره تړلی دی خو متاسفانه ځینی افغانان دومره د ملی روحیې سره په تضاد کی دی چی حتی دخپلو ذاتی دښمنیو په خاطر د افغانستان خپلواکی تر سوال لاندی نیسی او داسی بی اساسه او له دښمنی ډکه ادعا کوی چی ګواکی د تل فتح د انګریزانو خیرات وو چی نادر خان ورباندی مشهور کړی خو زموږ مشرانو چی پدې جګړه کی برخه اخیستی وه ویل کله چی قومی لښکرو په ټل دورختلو تابیه وکړه باید له سیند څخه په پښو تیر شوی وی کله چی لښکر د ابو په ډک سیند ورګډ شو انګریزانو چی د ټل لوړې يی په لاس کی وی په قومی لښکر د مرمیو ناتار شروع کړ دومره ځوانان پکی شهیدان شول چی سیند له تورو څڼو او وینو تک تور او سور ښکاریدا خو د الله ج په نصرت او د پښتون والې په غیرت پاتی لښکر له سیند وواښت او د ټل جنګی کلا یی فتحه کړه او ددوی د سرونو په نذرانې افغانستان د خپلواکو ملتونو په کتار کی خپل نوم اوچت کړ خو دا تاریخ حماسه د هغوی لپاره چی دا وطن په اصل کی ددوی ندی یا د پاردریا ، یا د کشمیر او یا هم هغه بی هویت کسان چی په نوم دپیر ، حضرت ، میر او سید .... راغلی او افغانانو په خپل وطن کی ځای ورکړی نن ورته دا تاریخی حماسې هسی افسانې ښکاری ځکه دوی قلبا" لدی وطن سره مینه نلری هسی دروغ وایی چی افغانان یو صرف غواړی چی ځانونه په افغانی هویت وساتی .
اخری خبره د هغو کسانو لپاره چی د سولی او ارامی مخالف دی ددوی بدیل څه دی ؟ یعنی دوی نور هم جنګ غواړی ، افغان وژنه غواړی د وطن نوره بربادی غواړی که څه ؟ زما سر نه ورباندی خلاصیګی . پخوا خو مو نه دیموکراسی پیژندله نه مو ډیر فوق العاده اقتصاد درلود سپوره مړی او تریخ چای مو درلود خو وطن مو ارام وا عزت مو پرځای وا اوس چی ددنیا ناز و نعمت لرو خو هره ورځ مو د تابوت ساز تیم لخوا مو د ځوانان تابوتونه مخ په هدیرو روان دی د ښځو او بشر د حقوقو دروغجن لارویان بیا هغه کونډو ، بورو او یتیمانو اوښکی نه وینی عجیب وخت شو د افغان په افغان زړه نه سوځی د خپل تنی ورور په مرګ ګډا کا ددښمن ژرندې ته اوبه وراچوی .
بل په راپورته شی د زیاتې خوشباوری څخه د هندو ماما لافې وهی چی اقتصاد قوی چی امریکا هم نه ی همدا د هندو ماما په خیرات هم خپل وطن ټوټه کولی شو خو دا یی له یاده وتلی چی پردی کټ تر نیمی شپې وی روسانو کمونیستانو په ډاک خوشی کړل خو زموږ ساده کمونیستان اوس هم لینیی ګیرې پرایښی همدا اوس نه ورته ګوری چی امریکا او ناټو یی نور په غلامی نه منی نو هندو ماما به تل تر تل د ارګ او سپیدار حمایت کا !!! خیال هست و محال هست و جنون .
د تل پاتې سولې او خپلواکی په هیله


اسم: سیدهاشم سدید   محل سکونت: آلمان    تاریخ: 17.08.2019

سلام متقابل به شما وطندوست عزیز و ارجمند!
شکسته نفسی می کنید. آنچه را شما محترم در چند جمۀ مختصر می گنجانید، شاید خیلی ها نتوانند انجام دهند. پر گفتن هنر نیست. هنر راستین آن است که در کوتاه ترین پیام بیشتر ترین مطالب را به خوبی و به سادگی بیان کنیم؛ کاری که شما عزیز همیشه نموده و می کنید.
گناه من بود که دقت نکردم و متوجه عبارت "همسایۀ شرقی ما می خواهد..." نشدم. عذر می خواهم. نوشتۀ من نقد بود، نه انتقاد و در نقد هر دو جانب مطالب در یک نوشته در نظر گرفته می شوند.
همیشه شاد و سرحال باشید


اسم: وطندوست   محل سکونت: آلمان    تاریخ: 17.08.2019

آقای سدید صاحب گرانقدر سلام و احترام تقدیم میکنم!

مقالۀ شما عزیز در نقد نوشتۀ، مانند همیشه کوتاه و سادۀ من، تکمیل آنچه است، که من نظر به کمبود معلومات مستند در بارۀ تاریخ کشورم و نظر به کمی حوصله، فقط به آن اشاره نموده ام. صد مرتبه تشکر از شما محترم!

دشمنی ها و تخریبکاری های پاکستان علیۀ مردم افغانستان به همه مانند آفتاب روشن است، که من عموماّ با این جملۀ مختصر به آن اشاره کرده ام: " همسایۀ شرقی ما میخواهد، ما را از نگاه فزیکی نابود سازد".
پاکستان در یک جنگ نیابتی آشکار توسط طالبان با ما قرار دارد، که با دالر های امریکائی و کشور های عربی تمویل میشود.
چون مطبوعات پاکستان به زبان های نوشته میشود، که من توان خواندن آنرا ندارم، پس نمیدانم که تا کدام اندازه موازی با جنگ مسلحانه علیۀ مردم ما، علیۀ ارزش ها و هویت ملی ما نیز تبلیغ میکند. برعکس، در رابطه با تخریبکاری های ایران و نوکران وطنی شان به خاطر زبان مشترک ما بیشتر اطلاع دارم.

با همه، چنانچه چندین مرتبه اظهار کرده ام، من برعکس شما عزیزان نه مقاله نویس خوب استم و نه تاریخ شناس و محقق توانا. چیزی های که مینویسم، همه از معلومات ناچیز روزمره ست. از همین لحاظ به آنچه که شخصیت های محترم مانند شما و دیگر دوستان درین وبسایت می نویسند، خیلی ارج میگذارم و از هر سطر آن می آموزم.
به امان خدا باشید!
وطندوست


اسم: قاسم باز   محل سکونت: LORTON    تاریخ: 17.08.2019

https://www.google.com/search?rlz=1C1FLDB_enUS658US658&q=%D8%A7%D8%AE%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86+%D8%AA%D8%A7%D8%B2%D9%87&sa=X&ved=2ahUKEwjOqKGrkInkAhVFhOAKHV7
ID08Q1QIoAHoECAYQAQ

بیا از این نوده پیوند کن
اشرف غنی: «امان‌الله خان قضاوت‌های عجولانه داشت. غرب را درست نمی‌شناخت و از تاریخ اسلام آگاهی نداشت. اطلاعات او از تاریخ افغانستان، بسیار اندک بود... افغان‌ها را به دریشی/کت‌وشلوار چه؟.. سرمایه‌گذاری تنها با خشت گذاشتن نیست. بدون داشتن ’مغز افغانی’، نمی‌توان در افغانستان ملت ساخت...»
تلویزیون ملی افغانستان روز پنجشنبه به مناسبت صدمین سالگرد استقلال افغانستان گفت‌وگوی ویژه‌ای داشت با آقای غنی تحت عنوان «فصل ناتمام امان الله خان» که رئیس جمهوری افغانستان در آن به دوران حاکمیت، عملکرد و دستاوردهای امان‌الله خان پرداخت.


اسم: سیدهاشم سدید   محل سکونت: آلمان    تاریخ: 16.08.2019


نقدی صدمین سالگره استرداد استقلال افغانستان

نوشته های هموطن عزیز ما جناب وطندوست صاحب همیشه مملو از احساس میهن دوستی و ارزیابی های بسیار بجا و برای آنانی که در فکر بهبودی اوضاع کشور و بهروزی مردم، ختم جنگ و آمدن صلحی که افغانان، اعم از زنان و مردان ، بتوانند در سایۀ آن با احساس ارامش و اطمینان زندگی کنند، هستند، امیدوار کننده می باشند.

متن مکمل این مضمون را اینجا کلیک کنید و بخوانید...


Copyright by AFGHAN GERMAN ONLINE all rights reserved