Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > آیا خلیلزاد به دسولې دبین‌الافغاني خبرو زمینه برابره کړي؟  

AgoNews: آیا خلیلزاد به دسولې دبین‌الافغاني خبرو زمینه برابره کړي؟

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

آیا خلیلزاد به دسولې دبین‌الافغاني خبرو زمینه برابره کړي؟

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

4/2/2019 12:00 AM

شرح

 

دافغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې دافغانستان دسولې لپاره دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد کابل ته رارسېدلی او تمه ده چې نن غرمه له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وګوري.

داجرائیه ریاست دویاند مرستیال فریدون خوځون نن دوشنبه «۱۳۹۸ کال دوري ۱۲» آزادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې دا لیده کاته او خبرې اترې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړه:  "ډاکتر صاحب زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی دی او ټاکل شوې چې نن له اجرائیه رئیس سره وګوري او دخپل سفر دموخو او دسولې دهڅو په اړه ورته معلومات ورکړي، موږ تمه لرو چې دغه هڅې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې مستقیمو خبرو ته زمینه برابره کړي." ښاغلي خوځون وویل چې افغان حکومت به طالبانو سره دمخامخ خبرو لپاره خپل هر اړخیز ټیم هم ډېر ژر اعلان کړي.

دافغانستان دسولې لپاره دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا ځل په‌داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې مخکې تردې دافغانستان دامنیت شورا سلاکار حمدالله محب دافغان سولې په برخه کې د نوموړي دهڅو په اړه شک څرګند کړی و او ویلي یې وو چې ښايي ښاغلی خلیلزاد دداسې یوې لنډ مهالې ادارې دجوړولو په لټه کې دی چې مشري به ‌یې په‌ خپله کوي.

دښاغلي محب دغه څرګندونې دامریکايي چارواکو له تُندو غبرګونونو سره مخ شوې، ان دا چې له نوموړي سره‌یې خپلې اړیکې هم پرې کړې. دافغانستان جمهوري ریاست په‌دې اړه څه نه ‌وايي چې آیا ښاغلی خلیلزاد به نن له ولسمشر سره هم وګوري که څنګه؟ په ورته وخت کې دافغانستان دسولې عالي شورا هم هیله څرګندوي چې له افغان چارواکو سره دښاغلي خلیلزاد لیدنې کتنې طالبانو سره دمخامخ خبرو لپاره زمینه برابره کوي.

ددغې شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري آزادي راډیو ته وویل: "موږ هیله‌ مند یو چې دښاغلي خلیلزاد سفر دا ځل دا پیغام له ځان سره ولري چې موږ او دافغانستان خلک دافغان حکومت او طالبانو سره دمخامخ خبرو شاهدان واوسو." ښاغلی زایري ډاډ څرګندوي چې دافغانستان دامنیت شورا دسلاکار حمدالله محب وروستۍ خبرې دافغانستان دسولې پروسه ترخپل سیوري لاندې رانه‌ ولي.

​دافغانستان دسولې لپاره دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دتېرې دوشنبې په ورځ اوو هېوادونو ته خپل تازه سفر پیل کړ. دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی به په خپلو دغو سفرونو کې چې داپرېل دمیاشتې تر۱۰مې نېټې به دوام پیدا کړي، بریتانیا، بلجیم، افغانستان، پاکستان، ازبکستان اردن او قطر ته ولاړ شي.